د څه باندې شپاړسو کالو راهيسي چي متحده ایالاتو او د هغه متحدینو پر افغانستان باندي یرغل کړی او اوسنی نظام یې منځ ته راوړی دی، له هغو لومړیو شپو ورځو څخه اداري فساد داسي حد ته پکښي ورسېدی چي ډېر ژر یې په نړۍ کي دوهم مقام خپل کړ او د مخدره موادو د تولید او قاچاق په برخه کي یې په ټولي نړۍ کي لومړی مقام اخیستی دی. اوس حاضر د دې دواړو اجتماعي ستونزو تر څنګ د عمومي بېامنیتي مسله تر ټولو مهمه او حیاتي ده. د حکومت د مخالفینو قدرت دې اندازې ته رسېدلی چي دوه ځله یې کندوز نیولی او اوس حاضر د کندوز او لښکرګاه دواړه ښارونه، هر ان، د سقوط په درشل کي دي.
د اداري فساد او مخدره موادو د قاچاق د له منځه وړلو او امنیت د ټینګولو په برخه کي، لکه څرنګه چي د مخکني جمهور رئيس کرزي صاحب حکومت ناکام سو داسي ښکاري چي د اشرف غني حکومت چي ډېره زیاته تمه ورته کېدله، هم چنداني توره و نه کړه، بلکه لا درې واړه ستونزي ورځ تر بلي زیاتي سوې دي.
په افغانستان کي اوس حاضر زیات و کم سل واړه او لوی ګوندونه موجود دي چي زه یې لوی او واړه دوکانونه بولم او مشران یې یوازي د دوکاندارانو حیثیت لري. د حکومت په مقابل کي چي په خپله دننه کي هم له مخالفتونو سره مخامخ دی، عبد رب الرسول سیاف د مجاهدینو، یا پخوانیو مجاهدینو او جنګسالارانو څخه یو ایتلاف جوړ کړی دی. انورالحق احدي هم چي اشرف غني په خپل حکومت کي چنداني توجه ورته و نه کړه، د اصلاحاتو په نامه د څوګوندونو یا بهتر ووایو دوکاندارانو، یو بل لوی ایتلاف جوړ کړ او پر حکومت یې ږغ وکړ چي خپل ځای یوه موقتي حکومت ته پرېږدي او څه موده وروسته انتخابات را وبولي. په ترکیه کي دوستم او عطامحمد نور د قاتلانو او جنګ سالارانو داسي یو ایتلاف را منځ ته کړ چي ټول افغانان یې باید د طرحو او احتمالي عملیاتو په مقابل کي ودرېږي.
په دې وروستیو شپو ورځو کي د افغانستان د سیاست په میدان کي یو بل لوی فکټور ورزیات سوی دی چي هغه د حزب اسلامي مشر انجنیر ګلبدین حکمتیار دی. د انجنیر حکمتیار له نامه سره د افغانستان تقریباً ټول خلک اشنا دي. دا چي هغه د خپل وسلهوال کاروان او هیليکوپټرونو په بدرګه کابل ته ننووت د دې معنی دا ده چي باید د کابل د حکومت او د امریکایانو بشپړ ملاتړ ورسره وي. دا هغه څه دي چي د ښاغلي حکمتیار په راتلونکو فعالیتونو کي مرسته ورسره کولای سي.
په افغانستان کي د سولي او امنیت ټينګېدلو موضوع تر ډوډۍ او سرپناه هم مهمه ده، خو له بدهمرغه چي له دې مهمي مسلې سره تر اوسه پوري جفا سوې ده. په افغانستان کي د سولي تش په نامه شورا یوازي د سیاسي سوداګریو او لوبو لپاره جوړه سوې ده او دا چي مشرتوب یې یو ځل ربانیانو، وروسته سید احمد ګیلاني او اوس د طالبانو، سولي او کرارۍ څرګند دښمن خلیلي ته سپارل سوی دی، د دې معنی دا ده چي د افغانستان مقامات نه ریښتونې سوله غواړي او نه په سوله کي ګټه ویني.
ښاغلي حکمتیار پر طالبانو او د حکومت پر مخالفینو ږغ وکړ چي د ده په څېر د سولي له بهېر سره یو ځای سي او که سولي ښه مزه نه درلوده، دی ژمنه کوي چي له هغوی سره یو ځای غرونو ته پورته سي. که د هغه دا وینا پر نېک فال ونیسو نو د حکومت څخه دباندي به لومړنی قوت وي چي په مستقله توګه او د خپل ورسره ګوند په مرسته د سولي او امنیت په لاره کي جدي ګام پورته کوي. دا چي طالبان د هغه غوښتنه مني او کنه دا بېخي بېل سوال دی، ځکه چي له طالبانو سره تر اوسه پوري چا جدي خبري کړي نه دي. د هغوی غوښتنو ته چا تر اوسه پوري غوږ نیولی نه دی او یوازي یې د پګواش په څېر روښانو، معقولو خو بېواکو موسسو له لاري تماسونه ورسره ټینګ کړي دي.
ښاغلي حکمتیار په داسي حال کي چي د کابل د اوسني حکومت ملاتړ نه دی کړی او حتی غیرمشروع یې بللی دی، د عطا نور او د هغه د بدماشانو ګواښونو ته ټینګ درېدلی او ویلي یې دي چي د حکومت د هر راز قهري نسکورولو په مقابل کي به ودرېږي او د حکومت ملاتړ به وکړي. په قهري توګه د کابل د حکومت نسکورېدل به یقیناً چي د لسهاوو او ښايي د سلهاوو زرو بېګناه افغانانو د وژل کېدلو سبب سي. حکمتیار په سولهایزه توګه، د انتخاباتو د لاري د حکومت د تغییر غوښتنه کړې ده. که څه هم چي زه په اوسنیو شرایطو کي انتخابات د اوسني فاسد نظام او پارلمان په ګټه بولم او یقین لرم چي بیا به همدغه اش او همدغه کاسه وي، خو د عطانور او د هغه د بدماشانو هر ډول بېمسوولیته اقدام د افغانستان د اولسونو د بدمرغۍ او توربختۍ پیلامه ګڼم.
زه د حکمتیار صاحب له نظر او عمل سره هیڅ وخت موافق نه وم، خو په اوسنیو شرایطو کي چي هر څوک د سولي لپاره ږغ پورته کوي یو به زما ږغ، که څه هم ډېر به کمزوری وي، ورسره مل وي. د افغانستان خلک سولي او امنیت ته ضرورت لري. ویني تويېدل بس دي. دا اوسنی فاسد نظام نه یوازي د سولي د ټینګولو په لاره کي ناکام سوی دی، بلکه عملاً جفا ورسره کوي. ځئ پر هغو کسانو او قوتونو باندي سوله تحمیل کړو چي پر موږ یې جنګ تحمیل کړی دی. دا چي حکمتیار صاحب به د سولي او امنیت د ټينګولو په لاره کي څه توره وکړي، زه اوس هیڅ نهسم ویلای، خو که د سولي ریښتونی جریان د ده په وسیله یوازي پیل سي دا به ډېره لویه کارنامه وي او زه یقین لرم چي خدای تعالی به یې کړي ګناهونه ټول ورته معاف کړي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320