د علم، تخصص، ملي انګېزې او ستراتېژۍ درس

محمد همایون همت

55

د علم، تخصص، ملي انګېزې او ستراتېژۍ درس

ولې امریکا او اسرائیل په ایران کې قاطع ستراتېژیک هدفونو ته ونه رسېدل، او افغان ولس له دې څه زده کولای شي؟

لنډیز

د ۲۰۲۶ د ایران جګړې وروستي نړیوال لوستونه دا ښيي چې امریکا او اسرائیل، سره له دې چې پراخ هوايي، استخباراتي او اقتصادي فشارونه یې وارد کړل، تر اوسه هغو لوړو ستراتېژیکو موخو ته ونه رسېدل چې د جګړې له سیاسي تبلیغاتو څخه ترې تمه کېده. د جګړې مهم واقعیت دا و چې پوځې  او تخنیکي برلاسي په اوتومات ډول په سیاسي او ستراتېژیک بری وانه وښته. د اټومي شخړې بشپړ حل، د توغندیز ګواښ بشپړه ختمونه، د هرمز له معادلې د ایران ایستل، او د ایران سیاسي تسلیمۍ ته اړ کول هغه هدفونه وو چې تر اوسه په قاطع ډول نه دي پوره شوي. (رويټرز، ۲۰۲۶؛ واشنګټن پوسټ، ۲۰۲۶؛ بروکنګز، ۲۰۲۶).

دا مقاله استدلال کوي چې د ایران د مقاومت نسبي کامیابي د ژورې دفاع، نامتقارن فشار، مذاکراتي نه‌تسلیمېدو، اقتصادي زغم، انګېزه، د قوماندې هیرارشيک دوام، او ټولنیز-رواني مقاومت له ګډ اثره راټوکېدله. له دې تحلیل څخه د افغان ولس لپاره اساسي درس دا راوتلی شي چې ملتونه یوازې په احساساتي شعارونو او موسمي غبرګونونو نه ژغورل کېږي؛ ملتونه په علم، تخصص، منظمو کدرونو، اخلاقي انسجام، او ملي انګېزې ژغورل کېږي. (اسوشیټډ پرېس، ۲۰۲۶؛ بروکنګز، ۲۰۲۶؛ CSIS، ۲۰۲۶؛ کارنیګي، ۲۰۲۶).

کلیدي کلیمې

ایران جګړه، ستراتېژیکه ناکامي، نامتقارنه دفاع، هرمز، مذاکرات، علم او تخصص، ملي انګېزه، افغانستان، ژورنال-چاپ، اکاډمیک تحلیل

سريزه

د ۲۰۲۶ د فبرورۍ له ۲۸مې وروسته د امریکا او اسرائیل ګډو عملیاتو ته په لومړیو ورځو کې داسې وکتل شول لکه ګواکې ایران به یا ژر تسلیم شي، یا به یې د اټومي او توغندیزو وړتیاوو ملا ماته شي، یا به د واکمن جوړښت د داخلي انحلال لړۍ چټکه شي. خو د اپرېل تر نیمايي پورې نړیوالو راپورونو یو بل تصویر وړاندې کړ: جګړه اوږده شوه، لګښتونه لوړ شول، او د پایدار سیاسي بری پر ځای د فشار، زغم او مذاکراتي بن‌بست معادله مخته راغله. د همدې لپاره، د جګړې ارزونه باید یوازې د بمبار د شمېر او شدت له مخې ونه شي، بلکې د موخو، وسایلو، پایلو او پاتې شخړو له مخې وشي. (رويټرز، ۲۰۲۶؛ ګارډین، ۲۰۲۶؛ واشنګټن پوسټ، ۲۰۲۶).

دغه بدلون یوه بنسټیزه علمي نکته روښانه کوي:

تاکتیکي بری او ستراتېژیک بری یو شان نه دي.

یو دولت ښايي ځینې هدفونه ووهي، مهم کسان له منځه یوسي، او مخالف ته دروند زیان ورسوي؛

خو که د جګړې سیاسي موخې—لکه قاطع اټومي شاتګ، سیمه‌ییز انزوا، یا سیاسي تسلیمۍ—ترلاسه نه شي، نو پوځي برلاسي ستراتېژیکه کامیابي نه بلل کېږي. (رويټرز، ۲۰۲۶؛ بروکنګز، ۲۰۲۶؛ CSIS، ۲۰۲۶).

د افغان ولس لپاره د همدې مقدمې لومړنی درس دا دی چې د قدرت ظاهري شور تل د بری معنا نه لري.

افغانستان، چې د اوږدو جګړو له ستړیا او تکراري ماتو سره بلد دی، باید د پېښو تر شا سیاسي هدفونه، دولتي ظرفیت، علمي بنسټ، او د بقا اوږدمهاله منطق هم وویني؛

ځکه بې‌تحلیله احساسات د ملتونو درد کموي نه، بلکې اوږدوي.

د څېړنې پوښتنې

• د امریکا او اسرائیل د جګړې اساسي ستراتېژیک هدفونه کوم وو؟

• ولې دغه هدفونه تر اوسه په قاطع ډول ترلاسه نه شول؟

• ایران د کومو عواملو له مخې د مقاومت په معادله کې بقا او نسبي کامیابي وساتله؟

• افغان ولس، په ځانګړي ډول ځوان نسل، له دې جګړې څه تعلیمي، سیاسي، اقتصادي او اخلاقي درس اخیستلای شي؟

میتودولوژي

دا مقاله د څو-پوړیزې کیفي تحلیلي طریقې پر بنسټ لیکل شوې ده.

په لومړي پړاو کې خبري او ورځپاڼیزې سرچینې کارول شوې دي، لکه رويټرز، اسوشیټډ پرېس، ګارډین، واشنګټن پوسټ، الجزیره او اړوندې تکمیلي نړیوالې سرچینې، څو د جګړې وروستی جریان، مذاکراتي حالت، اقتصادي اغېزې او عمومي سیاسي فضا روښانه شي.

په دویم پړاو کې تحلیلي او ستراتېژیکې سرچینې، لکه بروکینګز، CSIS، کارنیګي او War on the Rocks، کارول شوې دي، څو د جګړې نظامي، سیاسي او ستراتېژیک منطق تشریح شي.

په درېیم پړاو کې دا ټول مواد د افغانستان لپاره د تعلیمي او ملي درس په چوکاټ کې تفسیر شوي دي. (۱ تر ۲۰).

د انګېزې، منځګړتوب، او سیمه‌ییزو امنیتي تړاوونو د ځانګړو محورونو لپاره د رويټرز او اسوشیټډ پرېس تازه راپورونه هم په جلا ډول سره پرتله شوي دي، څو استدلال یوازې په یوه زاویه محدود نه شي.

په دې لیکنه کې علمي امانت ته جدي پام شوی دی. هره هغه دعوه چې دقیق عددي، شخصي یا ترکیبي ثبوت ته اړتیا لري، تر باوري سرچینې پرته نه ده منل شوې. د بېلګې په توګه، د مذاکراتي ټیمونو د تحصیلي جوړښت په اړه هغه عامه مبالغې چې په ټولنیزو شبکو کې خپرې شوې، دلته د قطعي حقیقت په توګه نه دي منل شوې؛

خو دومره مستند ویل کېدای شي چې د ایران مهم مذاکره‌کوونکي لوړ تخصص، اداري تجربه او تخنیکي مهارت درلود. (رويټرز، ۲۰۲۶؛ بریټانیکا، ۲۰۲۶).

۱. د امریکا او اسرائیل ستراتېژیک هدفونه

د نړیوالو راپورونو له مجموعي تحلیل څخه لږ تر لږه پنځه ستر هدفونه څرګندېږي:

د ایران اټومي پروګرام محدودول، د توغندیز او ډروني ظرفیت کمزوري کول، د ایران د سیمه‌ییز نفوذ او همکارو شبکو محدودول، ایران دې ته اړ کول چې د واشنګټن د شرطونو له مخې سیاسي معامله ومني، او په یو شمېر تحلیلي لوستونو کې د رژیم دننه د کمزورۍ یا بدلون زمینه برابرول.

د اسلام‌اباد د خبرو پر سر راپورونه ښيي چې د بحث مرکزي موضوعات اټومي دوسیه، بندیزونه، د هرمز امنیت، او سیمه‌ییز ترتیبات وو. (رويټرز، ۲۰۲۶؛ واشنګټن پوسټ، ۲۰۲۶؛ بروکنګز، ۲۰۲۶).

خو ستونزه دا وه چې هدفونه ډېر لوړ او څوپوړیز وو، حال دا چې اصلي وسیلې تر ډېره هوايي بریدونه، فشار، محاصره او ګواښ وو. له همدې امله د اهدافو او وسایلو ترمنځ نابرابري رامنځته شوه. کله چې سیاسي هدف ډېر ژور وي، خو وسیله محدود وي، جګړه غالباً قاطع پای ته نه رسېږي. (رويټرز، ۲۰۲۶؛ بروکنګز، ۲۰۲۶؛ CSIS، ۲۰۲۶).

د افغانستان لپاره درس دا دی چې لوړ هدفونه یوازې په احساساتي ویناوو نه پوره کېږي. که یو ملت د عزتمند دولت، قوي اقتصاد، خوندي امنیت او نړیوال اعتبار اراده لري، نو باید د هر هدف لپاره مناسب علمي، اداري او مسلکي وسایل هم ولري.

لوړ هدف، لوړ تخصص غواړي.

۱ .  ولې پوځي برلاسي ستراتېژیک بری ته وانه وښته؟

د جګړې په پوځي اړخ کې تر ټولو مهمه خبره دا ده چې ایران د کلاسیکې، پرانیستې او اسانه ماتېدونکې جګړې پر ځای ژوره او نامتقارنه دفاعي معادله لرله.

د تونلونو، ګرځنده لانچرونو، خپرو دفاعي وسیلو، ساحلي فشار او ژورو زیرمو له امله د چټک او قاطع فلج تصور له ستونزو سره مخ شو.

همدې واقعیت د هوايي برلاسۍ اغېز محدود کړ. (رويټرز، ۲۰۲۶؛ CSIS، ۲۰۲۶؛ War on the Rocks، ۲۰۲۶).

همدا وجه ده چې د جګړې له سختو بریدونو سره سره د اټومي او توغندیزو وړتیاوو په اړه ژبه تر ډېره د “زیان”، “ځنډ” او “نیمګړي کمزوري کېدو” پاتې شوه، نه د بشپړې ختمونې.

که یوه موضوع له جګړې وروسته لا هم د خبرو اصلي ماده وي، نو دا ښکاره کوي چې هغه په زور قاطع حل شوې نه ده. (رويټرز، ۲۰۲۶؛ واشنګټن پوسټ، ۲۰۲۶؛ CSIS، ۲۰۲۶).

د افغانستان لپاره درس دا دی چې راتلونکی امنیت یوازې له احساساتي زړورتیا نه، بلکې له مسلکي روزنې، ستراتېژۍ، استخباراتي فهم، لوژستیک، انجنیري، تخنیکي قومندې او دوامدارې ادارې سره تړلی دی.

افغانستان ته داسې نظامي او امنیتي کدرونه پکار دي چې هم ملي او ديني انګېزه ولري او هم علمي-مسلکي وړتیا.

۳ . د زغم جګړه او د لګښت منطق

اسوشیټډ پرېس د جګړې مهم تحلیل داسې رااخلي چې اصلي پوښتنه دا ده:

څوک ډېر درد زغملای شي؟

ایران هڅه وکړه جګړه د متقارن ځواک له ډګره د زغم، لګښت او نړیوال اقتصادي فشار ډګر ته راوباسي.

هرمز، د تېلو بیې، نړیواله وده، انفلاسیون، او د انرژۍ بازارونه د جګړې د فشار مهم عناصر شول. (اسوشیټډ پرېس، ۲۰۲۶؛ ګارډین، ۲۰۲۶).

کله چې یو نسبتاً کمزوری دولت وتوانېږي چې د ځواکمن مخالف د جګړې قیمت نړیوال او دوامدار کړي، نو د هغه د قاطع بری مخه نیسي.

د همدې لپاره، جګړه یوازې د یوې جغرافیې جګړه نه پاتې کېږي، بلکې د بازار، بودجې، انرژۍ او نړیوال سیاست جګړه هم ګرځي. (اسوشیټډ پرېس، ۲۰۲۶؛ ګارډین، ۲۰۲۶؛ واشنګټن پوسټ، ۲۰۲۶).

د افغانستان لپاره درس دا دی چې اقتصاد هم د وطن ساتنې جبهه ده.

بې‌اقتصاده ملت سیاسي او دفاعي خپلواکي نه شي ساتلی.

افغانستان ته اقتصادپوهان، د مالي سیاست متخصصین، د کرنې او صنعت کارپوهان، د انرژۍ ماهران، او د مدیریت روزل شوي کادرونه پکار دي؛

ځکه خاوره یوازې په سنګر نه، بلکې په بودجه، تولید او نظم هم ساتل کېږي.

۴ .  مذاکرات، تخصص، او د علم رول

له اسلام‌اباد خبرو ښکاري چې جګړه په زور پای ته ونه رسېده؛

لا هم د خبرو، بندیزونو، امتیازونو او امنیتي تضمینونو کشمکش روان و. دا ثابتوي چې د معاصرې شخړې یو اساسي ډګر د مذاکراتو مېز دی.

ملت که په میدان کې مقاومت وکړي، خو د مېز پر سر بې‌مطالعې او بې‌تخصصه استازي ولري، ښايي هغه څه وبایلي چې په قربانیو یې ساتلي وي. (رويټرز، ۲۰۲۶؛ واشنګټن پوسټ، ۲۰۲۶).

عباس عراقچي د ایران له تخنیکي او تجربه‌لرونکو مذاکره‌کوونکو څخه شمېرل کېږي، او د نړیوالو راپورونو له مخې یې د سختو خبرو پر مهال د تخنیکي او سیاسي ژبې مهارت درلود. له دې څخه دا نتیجه اخیستل کېدای شي چې مذاکرات یوازې احساساتي وینا نه ده؛

بلکې تخصص، حافظه، ژبه، حقوقي فهم، او ستراتېژیک صبر غواړي. (رويټرز، ۲۰۲۶؛ بریټانیکا، ۲۰۲۶).

د افغانستان لپاره درس دا دی چې ملت ته باید داسې دیپلوماتان، حقوق‌پوهان، ژبپوهان، سیاست‌پوهان او نړیوالو اړیکو متخصصین وروزل شي چې هم علم ولري او هم ملي انګېزه. پوهنتون، کتاب، څېړنه، حقوقي فهم او ژبني مهارتونه د وطن دفاع له سنګر څخه جلا موضوع نه ده؛

دا  هماغه دفاع په بله ژبه ده.

۵ .  ټولنیز زغم، روایت، او اخلاقي انسجام

نړیوال راپورونه ښيي چې د سولې د خبرو له ناکامېدو وروسته په ایران کې د ناامېدۍ ترڅنګ د “نه‌تسلیمېدونکي” دریځ فضا هم موجوده وه.

بهرنی فشار تل د داخلي انحلال لامل نه کېږي؛

کله ناکله برعکس، د محاصرې، ملي غرور، او بقا حس پیاوړی کوي. (اسوشیټډ پرېس، ۲۰۲۶؛ ګارډین، ۲۰۲۶؛ کارنیګي، ۲۰۲۶).

داخلي نارضایت د فوري سقوط مترادف نه دی.

هغه نظامونه چې امنیتي هسته، اداري شبکې او یوه ګډه ایډیالوژیکه یا ملي ژبه وساتي، ژر نه نړېږي.

له همدې امله، د رژیم‌بدلون ساده فرضیه ډېری وخت د جګړې تر ټولو کمزوری تحلیلي اټکل ثابتېږي. (رويټرز، ۲۰۲۶؛ بروکنګز، ۲۰۲۶؛ کارنیګي، ۲۰۲۶).

د افغانستان لپاره درس دا دی چې علم باید له اخلاقو، نظم، امانتدارۍ او ملي یووالي سره یوځای شي.

که علم وي خو اخلاق نه وي، فساد پیدا کېږي؛

که انګېزه وي خو حکمت نه وي، افراط پیدا کېږي؛

او که شعار وي خو نظم نه وي، ګډوډي رامنځته کېږي.

نو د ملت د بقا معادله داسې ده: علم + عدا لت + اخلاق + تخصص + ملي انګېزه + ټولنیز یووالی.

۶ . انګېزه، هیرارشي، او د قوماندې د دوام منطق

د ایران د مقاومت په نسبي کامیابۍ کې «انګېزه» باید یوازې د احساساتي شور، شعار، یا تبلیغاتي تودوخې په معنا وانه‌خیستل شي؛

بلکې دا د بقا اراده، د فشار د زغم رواني-سیاسي ظرفیت، د تسلیمۍ نه‌منل، او د رهبرۍ، نخبګانو او اداري شبکو ترمنځ د دوامدارې همغږۍ مجموعه وه.

نړیوال راپورونه ښيي چې د سولې د خبرو تر ناکامېدو وروسته، سره له دې چې د جګړې ستړیا، اقتصادي فشار، او عامه نارضایت موجود وو، په ایران کې د ناامېدۍ تر څنګ د «نه‌تسلیمېدنې» او «سر لوړی بقا» فضا هم ژوندۍ پاتې وه. له همدې امله، انګېزه دلته یوازې احساساتي غبرګون نه، بلکې د نظام، ټولنې او مذاکراتي محاسبې ترمنځ یو ګډ مقاومت‌محور منطق و. (اسوشیټډ پرېس، ۲۰۲۶؛ رويټرز، ۲۰۲۶؛ واشنګټن پوسټ، ۲۰۲۶).

له دې سره یو بل بنسټیز عنصر د قوماندې هیرارشيک جوړښت او د وظیفوي تسلسل بقا وه.

د جګړې په ډېرو معاصرو نمونو کې هغه نظام ژر فلج کېږي چې ټول بار یې پر یوه فرد، یوه مرکز، یا یوه محدود حلقه ولاړ وي؛

خو هلته چې د صلاحیتونو سلسله، بدیل‌پذیري، او د امر-اجرا څوپوړیزه بڼه موجوده وي، فشار د ټول سیستم د شلېدو سبب نه ګرځي.

د ایران د جګړې په دې پړاو کې هم داسې ښکاري چې د رهبرۍ، نظامي کدرونو، او مذاکراتي استازو ترمنځ د صلاحیتونو یو منظم تسلسل موجود و؛

ځکه نو سخت بمبار، محاصره او سیاسي فشار د سیستم د فوري سقوط سبب نه شول.

دا ټکي  دی ته اشاره کوي چې انګېزه هغه وخت ستراتېژیکه پایله ورکوي چې له منظم مدیریت، اداري ثبات، او هیرارشيک قوماندې سره یوځای شي. (رويټرز، ۲۰۲۶؛ بروکنګز، ۲۰۲۶؛ CSIS، ۲۰۲۶).

د افغان ولس لپاره د دې بحث درس دا دی چې یوازې جذبه او احساس د بقا ضمانت نه شي کېدای.

انګېزه که له نظم، تخصص، ادارې، او بدیل‌پذیرې قوماندې سره نه وي تړلې، ژر ستړې کېږي؛

خو چې کله ملي انګېزه له علمي مدیریت، روزل شوو کدرونو، او واضح سلسله‌مراتب سره یوځای شي، نو هم د جګړې په ډګر او هم د سیاست په مېز کې پایدار اثر پیدا کوي.

۷ . د پاکستان د منځګړتوب دوه‌مخیزه معادله او د اعتبار پوښتنه

د اسلام‌اباد رول په دې جګړه کې له یوه مهم، خو پرډاکسیک، اړخه د انتقادي تحلیل وړ دی.

له یوې خوا پاکستان د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو د کوربه او د اوربند د ژغورنې د منځګړي په توګه راڅرګند شو، او نړیوالو راپورونو هغه د نازک تفاهم د راټولولو په هڅو کې مهم وباله؛

خو له بلې خوا په هماغه بحراني فضا کې اسلام‌اباد له سعودي عرب سره خپل امنیتي او دفاعي تړاو هم ژور ساتلی و.

د همدې لپاره، د سیمې له انتقادي لیدلوري دا پوښتنه پر ځای ده چې یو دولت تر کومه بریده په بشپړه مانا بې‌طرف منځګړی ګڼل کېدای شي، که هممهاله د مقابلې له یوې مهمې عربي جبهې سره هم فعاله دفاعي همغږي ولري؟ (رويټرز، ۲۰۲۶؛ اسوشیټډ پرېس، ۲۰۲۶).

رويټرز راپور ورکړی چې پاکستان په همدې بحراني ورځو کې سعودي عرب ته جنګي الوتکې او نور پوځي وسایل واستول، او دا اقدام د ۲۰۲۵ د متقابل دفاعي تړون په چوکاټ کې د سعودي د امنیت د پیاوړتیا لپاره تعبیر شو.

همدې هممهاله نقش—یعنې هم د مذاکرې منځګړتوب او هم د سعودي امنیتي ملاتړ—اسلام‌اباد د «یو بام او دوه هوا» په څېر وضعیت  کی  راوست ( هم ساړه او هم ګرمې).

په علمي تعبیر، دا لازماً د مطلقې بې‌طرفۍ نښه نه، بلکې د څو-مسیره دولت‌محور محاسبې نښه ده:

پاکستان غوښتل هم د امریکا او ایران د ټکر لمنه راټوله کړي، هم د سعودي اعتماد له لاسه ور نه کړي، او هم خپل سیمه‌ییز او اقتصادي حسابونه خوندي وساتي.

له همدې کبله، غوره ده چې دا نقش  د «منځګړتوب د اعتبار نسبي محدودیت» او «ستراتېژیکې دوه‌لارې محاسبې» په ژبه تحلیل شي. (رويټرز، ۲۰۲۶؛ ګارډین، ۲۰۲۶).

د ایران او سعودي له دواړو اړخونو د دې معادلې منل هم اسانه نه وو.

ایران ته دا وضعیت په طبیعي ډول د شک فضا زېږوي، ځکه هغه لوری چې په یوه لاس د خبرو مېز برابروي، په بل لاس د سیمې د یوه امنیتي محور د پیاوړتیا برخه هم وي.

په همدې ډول، سعودي عرب هم داسې منځګړتوب ته یوازې هغه وخت ارزښت ورکوي چې خپلې امنیتي اندېښنې پکې خوندي وویني.

نو ځکه، د پاکستان رول باید نه په ساده ډول د صادقې بې‌طرفۍ په توګه توصیف شي او نه په مطلق ډول د نیابتي اطاعت په ژبه؛ بلکې دا د فشار، اړتیا، ائتلاف، او بقا تر منځ د یوه منځني دولت د سختې محاسبې  دوه مخی بیلګه ده.

همدا انتقادي لوستل مقاله لا پخه  کوي، ځکه لوستونکي ته ښيي چې سیمه‌ییز منځګړیتوبونه اکثره د څو متضادو ژمنو تر سیوري لاندې ترسره کېږي.

 

۸ .  د افغان ولس لپاره د ستراتېژیک او تعلیمي درسونو چوکاټ

د دې جګړې تر ټولو لوی افغان‌محوره درس دا دی چې خاوره یوازې په وسلو نه ساتل کېږي؛

خاوره په علم، تخصص، ادارې، اقتصاد، اخلاقو او ملي انګېزې ساتل کېږي.

افغانستان باید په څو موازي جبهو کې ځان پیاوړی کړي:

مسلکي امنیتي کدرونه، قوي تعلیمي او څېړنیز بنسټونه، مسلکي دیپلوماسي، اقتصادي ځانبسیا، اخلاقي روزنه، او د ملي یووالي ساتنه.

په نظامي برخه کې افغانستان داسې افسرانو، انجنیرانو، ستراتېژستانو او استخباراتي متخصصینو ته اړتیا لري چې له انګېزې سره یوځای فني پوهه هم ولري.

په اقتصادي برخه کې داسې کدرونو ته اړتیا ده چې د هېواد مالي بقا، تولید، مدیریت او ځانبسیا پیاوړې کړي.

په سیاسي برخه کې داسې استازو ته اړتیا ده چې نړیوال قانون، ژبې، د خبرو هنر، او د ملي ګټو دفاع زده کړي.

په ټولنیز او اخلاقي برخه کې داسې روزنې ته اړتیا ده چې امانتداري، انضباط، واحد ملي شعور، او د ولس خدمت د شخصیت برخه وګرځوي.

له همدې امله، ښوونځی، پوهنتون، مدرسه، لابراتوار، څېړنه، مسلکي روزنه او دولتي مدیریت باید د ملي بقا برخه وګڼل شي، نه یوازې عادي خدمات. افغان ځوان باید پوه شي چې د وطن دفاع یوازې په مورچل نه، بلکې په صنف، ښونځې،پو هنتون ، کتابتون، ادارې، څېړنیز مرکز، محکمه، روغتون ، صنعت  او فابریکه کې هم کېږي.

پایله

د ۲۰۲۶ د ایران جګړې تر ټولو قوي نتیجه دا ده چې امریکا او اسرائیل، سره له دې چې سخت پوځي زیانونه یې  ایران ته واړول، تر اوسه د خپلو اساسي ستراتېژیکو موخو قاطع تحقق ته ونه رسېدل.

اټومي شخړه بشپړه وتړل نه شوه، د توغندیز او سیمه‌ییز نفوذ مسئله صفر نه شوه، د هرمز معادله ختمه نه شوه، او ایران سیاسي تسلیمۍ ته اړ نه شو. (رويټرز، ۲۰۲۶؛ واشنګټن پوسټ، ۲۰۲۶؛ بروکنګز، ۲۰۲۶).

ایران ځکه د مقاومت په معادله کې نسبي کامیابي وساتله چې جګړه یې د متقارن پوځي برلاسۍ پر ځای د ژورې دفاع، نامتقارن فشار، مذاکراتي نه‌تسلیمېدو، اقتصادي لګښت، انګېزه، د قوماندې هیرارشيک دوام، او ټولنیز-رواني زغم په ژبه وکړه.

دا تجربه ښيي چې علم، تخصص، انګېزه، اداره، او اوږدمهال فکر یو له بله بېل عناصر نه دي. (اسوشیټډ پرېس، ۲۰۲۶؛ CSIS، ۲۰۲۶؛ War on the Rocks، ۲۰۲۶؛ بریټانیکا، ۲۰۲۶).

د افغان ولس لپاره وروستۍ  نتیجه دا ده چې که افغانستان غواړي د تکراري کمزورۍ، بې‌نظمۍ او بهرني فشار له دورې ووځي، نو باید خپل نسل په علم، تخصص، اخلاقو، منظمې ادارې، هیرارشيک مسؤلیت‌پذیرۍ، ملي یووالي، او د خاورې د دفاع په شعوري انګېزه وروزي.

ملتونه یوازې په وسلو نه ژغورل کېږي؛ ملتونه په انسان جوړونه، علمي بنسټ، او منظمو کدرونو ژغورل کېږي.

سرچینی

الف) خبري اژانسونه او نړیوال ژورنالونه

۱. REUTERS / رويټرز. Despite Israeli firepower, Netanyahu struggles for political gains in Iran war. 14 April 2026

۲. REUTERS / رويټرز. US, Iran leave door open to dialogue after tense Islamabad talks. 13 April 2026

۳. REUTERS / رويټرز. US, Iranian teams could return to Islamabad for peace talks this week, multiple sources say. 14 April 2026

۴. ASSOCIATED PRESS / اسوشیټډ پرېس. Analysis: Iran war is a test of who can take the most pain. March 2026

۵. REUTERS / رويټرز. Iran’s Araqchi seen as country’s most powerful foreign minister yet. 8 April 2026

۶. ASSOCIATED PRESS / اسوشیټډ پرېس. Iranians left disappointed but defiant after failure of peace talks with US. 12 April 2026

۷. THE GUARDIAN / ګارډین. Iran tries to cosy up to Europe to increase pressure on US. 14 April 2026

۸. THE GUARDIAN / ګارډین. Iran war escalation could trigger global recession, IMF warns. 14 April 2026

۹. THE WASHINGTON POST / واشنګټن پوسټ. Peace with Iran hinges on nuclear compromise, and the two sides are miles apart. 14 April 2026

۱۰. BROOKINGS INSTITUTION / بروکنګز. After the strike: The danger of war in Iran. 2 March 2026

۱۱. AL JAZEERA / الجزیره. No quick victory leaves Trump scrambling to define success in Iran. March 2026

۱۲. REUTERS / رويټرز. ‘Talks were almost dead’: Pakistan’s last-ditch effort to secure Iran war truce. 8 April 2026

۱۳. REUTERS / رويټرز. Pakistan sends fighter jets to Saudi Arabia under mutual defence pact. 11 April 2026

۱۴. ASSOCIATED PRESS / اسوشیټډ پرېس. Pakistan proposes second round of US-Iran talks as standoff deepens. 14 April 2026

۱۵. REUTERS / رويټرز. US begins Iran port blockade; dialogue channel remains under strain. 14 April 2026

۱۶. REUTERS / رويټرز. Long Iran war may require painful central bank tightening, IMF chief economist says. 14 April 2026

 

ب) تحلیلي او ستراتېژیکې سرچینې

۱۷. CSIS / د ستراتېژیکو او نړیوالو مطالعاتو مرکز. Options for the United States to Resolve the Iran Nuclear Challenge. 2 April 2026

۱۸. CARNEGIE ENDOWMENT / کارنیګي. Iran at a Crossroads: Domestic Unrest and External Escalation. 24 February 2026

۱۹. WAR ON THE ROCKS. Iran’s Anti-Access and Area Denial Strategy Is Cruder Than China’s But Still Dangerous. 7 April 2026

۲۰. BRITANNICA / بریټانیکا. What is Abbas Araghchi’s educational background?. 25 March 2026

محمد هما یون همت
جرمنې   14.04.2026

 

کله چې حق ژاړي او باطل خبرې کوي

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.