ولې ناڅاپه درېدل سر ګرځوي؟

33

کله چې ته ناڅاپه له ناست یا پروت حالت څخه ودرېږې، د جاذبې ځواک له امله وینه سمدستي پښو ته ښکته کېږي. دا کار د دې سبب کېږي چې د څو شېبو لپاره دماغ ته وینه او اکسیجن کمه ورسېږي.
په عادي حالت کې، بدن باید ژر غبرګون وښيي:
• زړه تېز وهي
• رګونه تنګېږي
• فشار بېرته عادي کېږي
خو که دا سیستم لږ ورو وي، نو د وینې فشار ناڅاپه ټیټېږي، چې دې حالت ته Orthostatic Hypotension ویل کېږي.
علامات یې:
• سر ګرځېدل
• د سترګو تیاره کېدل
• کمزوري
• کله ناکله بې‌هوشي

دا حالت ډېر کله په دې کسانو کې لیدل کېږي:
• د اوبو کمښت ولري
• ډېر ستړي وي
• زاړه عمر
• ځینې درمل استعمالوي
• د زړه یا فشار ستونزه ولري

باید څه وکړو؟
• له ناست یا پروت حالت څخه ورو ورو ودرېږئ
• کافي اوبه وڅښئ
• که ستونزه تکرارېږي، ډاکټر ته مراجعه وکړئ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.