ایا د پاکستان او افغانستان ترمنځ روان تاوتریخوالی یواځی د TTP وسلواله او په پاکستان کښې د بریدونه په سر دی؟
په سیمه ییزو او نړیوالو رسنیو کې دا خبره ډېره کیږي چې د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ روان تاوتریخوالی یوازې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) پر سر دی. خو داسې نه ده! حقیقت دا دی چې د دې تاوتریخوالي ریښې ډېرې ژورې دي او پاکستان له افغان طالبانو څخه ډېرې نورې مستقیمې او جدي غوښتنې لري چې د افغانستان پر ملي حاکمیت، اقتصادي خپلواکۍ او بهرني سیاست باندې مستقیم تاثیرت لري. زه به پدې مقاله کښې هڅه هڅه وکړم چې د پاکستان د هغو پټو او مستقیمو غوښتنو پرده پورته کړم چې د دواړو لوریو ترمنځ یې اړیکې خړې پړې کړې دي.
د پاکستان شپږ مستقیمې او جدي غوښتنې:
١. د ټي ټي پي مسله او د پاکستان دوه مخی سیاست: پاکستان په پرله پسې ډول له افغان طالبانو غواړي چې د ټي ټي پي پر وړاندې اقدام وکړي، خو په پټه بیا یوه ډېره حساسه او د حیرانتیا وړ غوښتنه لري. پاکستان ادعا کوي چې “مونږ افغان طالبان او ټي ټي پي دواړه د امریکایانو او ناټو سره د جګړې په پار روزلي وو. اوس چې ټي ټي پي د پاکستان د حکومت او پوځ پر ضد بریدونه پیل کړي دي، نو افغان طالبان مکلف دي چې د ټي ټي پي مشرانو ته په افغانستان کې ځای ورکړل او دوي باید افغانستان ته انتقال شي.”
تحلیل:
دا غوښتنه د پاکستان دوه مخی سیاست په ډاګه کوي. له یوې خوا د ټي ټي پي د خطر له امله خپله نارضایتي څرګندوي، خو له بلې خوا یې د له منځه وړلو پر ځای غواړي چې افغانستان ته یې انتقال کړي. دا په حقیقت کې د ‘تهدید’ او ‘کنټرول’ یوه پیچلې لوبه ده چې پاکستان غواړي افغانستان د خپلو داخلي ستونزو د یوې برخې په توګه وکاروي او افغانستان د نورو ترهګرو ډلو لپاره په یو خوندي پټنځای بدل کړي. د دې غوښتنې منل به د افغانستان پر امنیت او نړیوال اعتبار باندې خورا منفي اغېز وکړي.
٢. د هند سره د اړیکو کنټرول:
پاکستان په ښکاره ډول له افغان طالبانو غواړي چې “که د هند سره هر رنګه راکړه ورکړه کوي، تفصيلات او مشخصات یې باید د پاکستان سره شریک شي.”
تحلیل: دا غوښتنه د افغانستان پر بهرني سیاست مستقیمه لاسوهنه ده. پاکستان له اوږدې مودې راهیسې هڅه کوي چې افغانستان له هند څخه لرې وساتي او د هند نفوذ په افغانستان کې کمزوری کړي. پاکستان تل افغانستان د خپل “ستراتیژیک عمق” په توګه لیدلی او نه غواړي چې افغانستان د خپلو بهرنیو اړیکو په ټاکلو کې خپلواکي ولري، په ځانګړي ډول د هغه هېواد (هند) سره چې پاکستان یې خپل سیال بولي. د دې غوښتنې منل به د افغانستان ملي حاکمیت او د خپلواک بهرني سیاست حق تر پښو لاندې کړي.
٣. د وسلو او مهماتو اخیستلو محدودیت:
پاکستان له افغان طالبانو غواړي چې “افغان طالبان د چین او روسیې څخه د درنو وسلو او مهماتو اخیستلو حق نه لري! افغان طالبانو ته د سپکو وسلو اړتیا ده او یادې وسلې باید له پاکستان څخه واخیستل شي!”
تحلیل:
دا غوښتنه د افغانستان د دفاعي او امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا مخه نیسي او پاکستان هڅه کوي چې افغانستان په پوځي برخه کې په پاکستان پورې تړلی پاتی شي. پاکستان غواړي د افغانستان د پوځي وسایلو کیفیت او سرچینې کنټرول کړي ترڅو د راتلونکي لپاره خپله امنیتي برتري وساتي. دا په حقیقت کې د افغانستان د پوځ د بیا جوړولو او تجهیزولو په بهیر کې خنډونه رامنځته کوي او د هېواد د دفاعي خپلواکۍ پر وړاندې یو لوی خنډ دی.
٤. په کانونو کې د پاکستاني شرکتونو ته لومړیتوب: پاکستان غواړي چې “په افغانستان د کانونو د استخراج په برخه کې باید پاکستاني کمپنیو ته لومړیتوب ورکړل شي!”
تحلیل:
دا یوه ښکاره اقتصادي غوښتنه ده چې د افغانستان پر اقتصادي خپلواکۍ مستقیمه حمله ده. افغانستان د نړۍ له بډایه کانونه برخمن دی او پاکستان غواړي له دې فرصت څخه په خپله ګټه کار واخلي. د دې غوښتنې منل به د افغانستان ملي شتمنۍ د پاکستان په واک کې ورکړي او افغانستان به د خپلو طبیعي زیرمو په استخراج کې له عاید څخه بې برخې کړي، چې په اوږد مهال کې به د افغانستان پر اقتصادي ودې او پرمختګ ژور منفي اغېز ولري.
٥. د ترانزیتي لارو غیر متوازن غوښتنه:
پاکستان له افغان طالبانو غواړي چې “افغانستان باید پاکستان ته د مرکزي آسیا بازار ته ترانزیتي لاره ورکړي، مګر زمونږ څخه باید افغان طالبان هند ته د ترانزیتي لارې غوښتنه نه کوي!”
تحلیل:
دا یوه ډېره غیر عادلانه او غیر متوازنه غوښتنه ده چې د افغانستان پر سوداګریزې خپلواکۍ باندې مستقیم تاثیر کوي. پاکستان غواړي افغانستان د مرکزي اسیا لپاره د خپلې سوداګرۍ دروازه وګرځوي، خو په ورته وخت کې افغانستان له خپلې حیاتي سوداګریزې لارې (واګه له لارې هند ته) بې برخې کړي. دا د افغانستان پر سوداګریز راکړه ورکړه کې د یو انحصار رامنځته کولو هڅه ده او افغانستان به په اقتصادي لحاظ په پاکستان پورې لا زیات تړلی کړي.
٦. د بهرنیو اړیکو د ځای کنټرول:
پاکستان غواړي چې “د روس، چین او نورې نړۍ سره که هر راز راکړه ورکړه او دیپلوماتیک مذاکرات کیږي نو هغه باید په اسلام آباد وشي!”
تحلیل:
دا تر ټولو خطرناکه او د پام وړ غوښتنه ده چې د افغانستان د ملي حاکمیت او بهرني سیاست تر پښو لاندې کولو څرګند مثال دی. پاکستان غواړي د افغانستان د بهرنیو اړیکو د یو دروازه بان (Gatekeeper) په توګه عمل وکړي او د هر ډول دیپلوماتیکو اړیکو لپاره خپل کنټرول ولري. دا په حقیقت کې افغانستان د یوه خپلواک هېواد په توګه نه مني او هڅه کوي چې د افغانستان بهرنی سیاست د خپلې خوښې سره سم تنظیم کړي. د دې غوښتنې منل به افغانستان په نړیواله کچه انزوا کړي او د پاکستان پر یو تابع هېواد بدل کړي.
پایله:
د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ روان تاوتریخوالی یوه څو اړخیزه مسله ده چې یوازې د تحریک طالبان پاکستان پر سر نه ده. د پاکستان دا شپږ مستقیمې او جدي غوښتنې په ښکاره ډول ښیي چې پاکستان افغانستان د یوه خپلواک گاونډي هېواد په توګه نه، بلکې د خپل “ستراتیژیک عمق” او د خپلو جیوسیاسي ګټو د پوره کولو لپاره د یوې وسیلې په توګه گوري. د دې غوښتنو منل به د افغانستان پر ملي حاکمیت، اقتصادي خپلواکۍ، او بهرني سیاست باندې ژور منفي اغېز ولري او افغانستان به د پاکستان تر نفوذ لاندې راولي. د افغان طالبانو لپاره د دې غوښتنو په وړاندې غبرګون به د دواړو لوریو راتلونکي اړیکې او د افغانستان د ملي برخلیک وټاکي. د افغانستان ملي ګټې او حاکمیت باید تر هرڅه لوړ وي.
https://af.dawatmedia24.com/?p=179048
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته
NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره
Donate Here
![]()
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.