چه ګوار چې بشپړ نوم یې ( ارنېستو رافایل ګوارا دلاسرانا) دی. د ۱۹۲۸ز کال د پنځمې میاشتې پهٔ څوارلسم تاریخ د ارجنټاین هیواد پهٔ لوی ښار ( روزاریو) کې وزېږېد. دی د کور مشر اولاد و، دوه وروڼه او دوې خویندې یې وې. پلار او مور یې دواړه شتمن ول. همزولي یې ښوونځي ته تلل، خو دهٔ داسې تنفسي ناروغي لرله چې لهٔ درملو او کوره لرې یې ګوزران سختېدهٔ. مور یې سواد لرلو، دهٔ ته یې کور کې کتابونه ښوول. لږ چې را غټ شو. ښوونځي کې شامل شو. دهٔ بهٔ لهٔ ځانه سره بکس کې د کتابونو سره څو پاکټه ګولۍ هم وړې. ښوونځی یې ناوخته پېل کړو ځکه خو ټولګي کې لهٔ نورو ستر و. دهٔ کې لهٔ همغه عمره د رهبرۍ او مشرۍ یو حس پیدا شو. د ښوونځي ټولو هلکانو ورته پهٔ خوږ ( حیوان) غږ کاوهٔ. ټولو بهٔ ویل، دا خوږ دی؛ همغسې توند او بې ر.حمه دی…
لهٔ ښوونځي بهٔ چې راغی همزولو سره بهٔ یې ( فوټبال) کاوهٔ. یوازې د ښوونځي کتابونو کې نه و بند؛ د کور لهٔ کتابخانې بهٔ یې د خپلې خوښې او ذوق کتابونه هم لوستل…
لهٔ پلاره یې د سطرنج لوبه زده کړه، پهٔ دې لوبه کې داسې مشهور او مسلکي لوبغاړی شو چې نورو ښارونو ته بهٔ تلو، او لوبه بهٔ یې کوله.
چه ګوارا ناروغ و، کورنۍ یې ورته مناسب اقلیم لیده، ځکه خو یې ښارونه بدلول. شل کلن و، چې پوهنتون یې شروع کړ. طب یې انتخاب کړ او درمل پېژندل یې مسلک شو. دهٔ بهٔ تل د پوهنتون پهٔ رختصیو کې چکر وهلو، د خپل هیواد ډېر ښارونه یې لیدلي ول. ۱۹۵۲ز کال و. لهٔ پوهنتونه یې یو کال رخصت واخیست او دا ځل یې د څو هیوادونو د لیدو نیت وکړو. ددې سفر پهٔ باب یې پلار لیکلي ول:
« چه ګوارا زوی مې لهٔ وړوکوالي د وطنونو او سیمو د لیدو تلوسه لرله. د کردوبا هیواد لهٔ یوې نجلۍ سره یې مینه لرله. موږ پهٔ تمه وو چې وادهٔ بهٔ وکړي. او بې ځایه ګرځېدل بهٔ پرېږدي. خو یوه ورځ یې راته وویل:
ـ پلاره! ما د یو سفر نېت کړی دی.
ـ چرته ځې؟ څومره وخت نیسي؟
ـ یو کال او یا هم ډېر… ځکه زهٔ غواړم پهٔ ټوله لاتیني امر..یکا کې وګرځم.
ـ هغه نجلۍ چې پرې مین یې، هغه بهٔ څنګه شي؟
لنډ یې وویل:
ـ کهٔ د رښتیانو مینه راسره کوي؛ زما تر را ګرځېدو دې پهٔ تمه شي.
ـ ستومانه بهٔ شې…
ـ ستومانه دې شم.
ما ډېر ورته وویل: وږی بهٔ شې، ناروغ یې ساه دې لنډېږي، وبهٔ مرې خو دهٔ فقط همدا ویل: شم دې. »
چه ګوارا سره دې سفر ته ددهٔ د ښوونځي دورې ملګری (البرټو ګراناډو) هم تیار شوی و. دهٔ ددې سفر نچوړ پهٔ یو کتاب کې راغونډ کړی چې ( د موټرسایکل خاطرې) نومېږي. همدا سفر و چې ډاکټر چه ګوارا پهٔ انـ..قلابي چه ګوارا بدلوي. خو څنګه؟
دد سفر پیل په خپله چه ګوارا داسې بیانوي، وايي:
« زما سرشاره روح لهٔ طب او ډاکټرۍ ستړی و. ډېر وختونه بهٔ وغځېدم؛ ژورو فکرونو ته بهٔ لاړم. خیال ښکلی و، لرې ـ لرې ځایونو ته یې وړم. آسیا ته، استوايي سیندونو ته، شمال او سویل ته، ځنګلونو او دښتو ته… یوه شپه پروت وم؛ لهٔ ستورو ډک اسمان ته مې کتل، ناڅاپه مې لهٔ ځانه وپوښتل: ولې لاتیني امر..یکا ته پهٔ سفر نه ځم؟
بیا مې وویل: خو څنګه؟
د څو شپو فکرونو وروسته مې ځان ته پرې کړی ځواب ورکړ؛ پهٔ موټرسایکل. ملګری مې (البرټو ګراناډو) چې تازه لهٔ دندې ګوښه و، هغه هم زما غوندې نویو تجربو سره مینه درلوده. سره ومو لیدل، خوښه مو شوه. سفر مو څو ورځې وروسته کړ؛ چې زهٔ د پوهنځي ازموینه ورکړم او البرټو بهٔ موټرسایکل او د لارې نقشه ترتیب کړي. پهٔ هغو ورځو کې مې فقط د هغو لارو پهٔ باب سوچونه کول چې پهٔ سفر کې بهٔ راتلې او پای یې نه درلود. »
د سفر سهار راغی. دوی لومړی میرامار ښار ته ووتل. شپه پرې راغله، هلته البرټو او چه ګوارا یو ځای د سمندر څپو ته ناست دي. چه ګوارا لیکي: « سترې څپې پهٔ وړو څپو پسې را پورته کېدې او وړو څپو پهٔ ساحل کې ساه ورکوله، های زموږ د ژوند څپه بهٔ چرته ساه ورکړي. » میرامار ښار ته نږدې یې خپلوانو کره شپه وکړه؛ هغوی چې ددوی اوږد سفر او واړهٔ موټرسایکل ته لیدلي ول، پهٔ ټوکه یې ورته ویلي وو: « موټرسایکل ښهٔ شی دی، ځکه سړی منډو ته مجبوروي. »
***
لهٔ میرامار ښار وتلي ول. پهٔ یو ساحل کې ناست ول، چه ګوارا لیکي: « … ماته هغه نجلۍ را یاده شوه چې مینه مې ورسره لرله، زړهٔ کې مې ویل اوس بهٔ کومو کوڅو کې ګرځي. داسې احساس مې وکړ، چې یوه ماته دړه یم بادونه مې یوې بلې خواته وړي. حیران وم چې ولې راوتښتېدم، مین خو باید ونه تښتي، ولې سړی لهٔ داسې څهٔ وتښتي چې بې لهٔ هغهٔ اوسېدای نهٔ شي. پهٔ هغې ورځ مې چې هغې سره خدای پهٔ اماني کوله، کله یې چې لاس زما لهٔ لاسه لرې کړ؛ ما یوه تشه حس کړه، داسې تشه چې اوس مې خپل زړهٔ کې احساسوله…»
***
لهٔ میرامار ښار وروسته ( نیکوچیا) ته ورسېدل، هلته د البرټو د ملګري سره پهٔ یو کلینیک کې پاتې شول. څو شپې یې وکړې او سیمې یې ولیدې. بیا بهیا بلانکا ته ورسېدل؛ هلته هم پنځهٔ شپې پاتې شول… لهٔ هغهٔ وروسته یې د ( زورولا) دیدن وکړ…
***
دوی زرګونه کیلومتره مزل پهٔ موټرسایکل وکړ. خرابېدهٔ ډېر، د چه ګوارا لهٔ خولې چې: « البرټو سره یوه ټوټه سیم و چې هر ځل بهٔ یې موټرسایکل پرې جوړولو. کله بهٔ یې چې لهٔ جیبه سیم رایست نو ځان سره بهٔ یې ویل: ( اسکار ګلوز وايي: چېرې چې سیم کار ورکوي هلته پانې او نور شیان بې فایدي دي. ) موږ بهٔ چې خپلو تورو لاسونو او کالیو ته کتل نو ځان بهٔ مو ډاډه کاوهٔ چې اسکار ګلوز دا خبره کړې؛ نور بیخي خبر هم نه وو چې پهٔ دې نوم دونیا کې څوک شته کهٔ نه. »
***
بیا یې (سن مارټین) هم ولید. ځای ځای بهٔ یې څو شپې دمه کوله، او کهٔ بهٔ مزدوري ورته پیدا شوه هم. سن مارټین کې یې د یو کباب پلورونکي سره چې د موټرونو د ځغاستې پهٔ سیالۍ کې د پخلي مسول و، څو ورځې کار وکړو. دوی لهٔ کاریو باریلوچ، ارجنټاین، چیلي، لاوتارو… څخه هم تېر شول.
دوی بهٔ چې چرته تلل؛ ډېرې شپې بهٔ یې د اورګاډي لهٔ کارکوونکو، د ځنګله ساتونکو یا کروندګرو سره وې؛ کهٔ داسې بهٔ نه وه؛ بیا بهٔ یې پهٔ پارکونو کې شپې تېرولې.
موټر سایکل تر ( کولي پولي) پورې ورسره و؛ بیا خراب شو. دوی پیاده مزل ته اړ شول. ډېر وخت بهٔ غټو لاریو کې تلل. د کرایه پهٔ بدل کې بهٔ یې بار مالونه ورسره کوزول.
***
کولي پولي کې یوې ورځپاڼې ددوی دا جالب سفر خپور کړ. د ورځپاڼې مقالې دوی ته ګټه وکړه؛ مخته بهٔ چې څومره وطنونه راتلل؛ ټولو پهٔ ورځپاڼه کې دوی پېژندلي ول. د شپې تېرولو پرېمانه ځایونه ورته پیدا کېدل.
د سانتیاګو د خاطراتو لاندې چه ګوارا لیکي: « دا وطن زموږ د وطن غوندې و، زما د غربت غمونه یې راتازه کړل. »
***
چه ګوارا (انتوفاګاستا کې) د یوې بوډۍ سره مخ شوی و، د بوډۍ دې خبرې ډېر زهیر کړی و چې: « راځئ، زهٔ هم ستاسې غوندې بې کوره یم، دا شپه ما سره دې کنډواله کې سبا کړئ. »
***
چه ګوارا او البرټو پهٔ ( چاکویکا ماتا) کې د مسو یو کان ته تللي ول. هلته ډېر تاو و. چې ساه هم په سختۍ اخیستل کېده. چه ګوارا لیدلي ول چې: « دلته غریبان مس راوباسي؛ بیا د شتمنو جیبونو ته ځي. » یو ځای داسې جالب لیکي: « د کان یو مزدور قولنګ پور ته کړ. موسکا یې وکړه، لهٔ زهرو ډکه هوا یې سږو ته تېره کړه، هغه د یوې مړۍ له پاره ژوند خرڅوي. »
د دې دوو ملګرو ترخې خاطرې کمې نه وې. کله، کله بهٔ یې دښتو کې ساړهٔ وشول؛ تېزې منډې بهٔ یې وکړې پهٔ خولو بهٔ یې ځان ګرم کړ. کله، کله بهٔ د داسې خاموشیو منځ کې روان ول چې د « سپي غپا » ته بهٔ هم خوشالېدل.
دوی چې کله چیلي هیواد ولید؛ چه ګوارا خپلو یادښتونو کې لیکي: « چیلي ډېر ښکلی هیواد و، خو امر..یکا یې پهٔ اوږو سپره وه. »
لهٔ چیلي وروسته یې ( پونو، کوزکو، ماچوپیچو…) ښارونه هم ولیدل. د دوی د لیدو معیار دا جمله وه؛ ویل بهٔ یې: « د یو هیواد د ښهٔ پېژندو له پاره یې باید وولس وپېژنې. »
ددوی دا سفر یو کال دوام وکړ. کله چې بېرته راګرځېدل؛ البرټو ( کارکس) کې دنده واخیسته. چه ګوارا ډېر ورپسې خپه و؛ ویل یې: « البرټو ته بهٔ غږېدم ډېرې خبرې بهٔ مې ورته وکړې؛ چې وبهٔ مې لیدل هیڅوک بهٔ نه ول. »
چه ګوارا چې را وګرځېد؛ خپلې پاتې زده کړې یې بشپړې کړې؛ مینه یې خدایزده چرته وه د ( هیلدا) پهٔ نوم یې لهٔ یوې نجلۍ سره چې د اقتصاد متخصصه وه؛ وادهٔ وکړ.
دهٔ لهٔ دې سفر وروسته لهٔ امر..یکا ډېره کرکه کوله. تل بهٔ یې د همزولو مجلسونو کې هم د هغو بې وزلو ژوند بیاناوهٔ چې دهٔ لیدلی و، بیا بهٔ یې لامل امر..یکا ګڼله. دې سفر یې د ژوند لوری بدلاوهٔ…
شپږ میاشتې یې یو روغتون کې تېرې کړې. لهٔ هغې وروسته پهٔ یو بل سفر ووت. ددې سفر موخه یې هم د هیوادونه لیدل و. لهٔ ( پاناما، السوادور، بولیوا…) هیوادونو تېر شو. او پهٔ ګواتمالا کې تم شو. د چه ګوارا هلته شپږمه میاشت تېرېده چې همغه وطن امر..یکا ونیو. پهٔ چه ګوارا دې پېښې بد اغېز وکړ. دهٔ هڅه وکړه چې پهٔ همغو ورځو کې خلک راوپاروي او پرې نه ږدي؛ چې امر..یکا واکمنه شي. خو پهٔ پلان چې امر..یکا خبره شوه. جلا وطن یې کړ. چه ګوارا مکسیکو ته لاړ؛ هلته یې فډل( کاسټرو) پیدا کړ. فیډل هم د چه ګوارا غوندې کیسه لرله، هغه یې لهٔ کیوبا هیواد را جلا وطن کړی و.
دوی جوړه کیوبا ته پهٔ پټه لاړل. دوی لومړۍ غوپه وکړه؛ خو ناکام شول. راغونډ کړي ټول ملګري یې ورته وو.ژل چه ګوارا، فډل کاسټرو… او څو نور ملګري روغ پاتې شول غرونو ته وختل؛ هلته یې ملګري بیا راپیدا کړل. درې کاله یې ( سیرا مایسترا) غرونو کې تېر کړل. بلاخره ۱۹۵۹ز کې وتوانېدل چې کیوبا هیواد ونیسي. ځکه خو یې وویل: « دوی غوښتل موږ خښ کړي؛ خبر نه ول چې موږ تخم یو. »
چه ګوارا د کیوبا تابعیت واخیست. لهٔ خپلې پخوانۍ ملګرې جلا شو؛ د کیوبا لهٔ یوې سرتیرې سره یې وادهٔ وکړ چې څلور اولادونه یې ترې لرل.
چه ګوارا ته پهٔ کیوبا کې ښکلی کور ورکړل شو. ډېرې پیسې، ښهٔ ژوند یې تېرېدهٔ، پریمانه دندې ورته پیدا شوې. خو دهٔ یوه ورځ خپل ملګري فډل کاسټرو ته وویل: « دا لړۍ غځوو… » مانا یې دا وه چې نورو هیوادونو کې هم د امر..یکا سره چیر..یکي جـ..نګونه پېلوو. خو فډل کاسټرو یې خبره ونه منله؛ دهٔ ته یې هم وویل چې کیوبا کې پاتې شي؛ ارام ژوند وکړي.
چه ګوارا پاتې نه شو، د افریقا لویدیځ ته لاړ؛ هلته (کانګو) کې یې انـ.قلابیان پیدا کړل؛ خپلې تجربې یې ورته ویلې. دهٔ چې هلته چیر..یکي جـ..نګونه تاودهٔ کړل. پوی شو چې کارونه یې لهٔ اغېزه خالي نهٔ دي بولیوا ته لاړ؛ او هلته یې هم همدغسې کار ته زړهٔ ښهٔ کړ. پلار ته یې یو لیک کې لیکلي وو: « بښنه غواړم زهٔ راووتم، لا مالومه نه ده جې زما پای بهٔ ژر را ورسي؛ کهٔ د ظـ.لم…»
دی بولیوا غرونو کې و. هلته یې تر کانګو ډېرې سختۍ ولیدې. ددې غرونو پهٔ باب لیکي: « د بولیوا غرونه پیچلي وو؛ موږ بهٔ اول لاره صفا کوله، بیا بهٔ تلو… »
چه ګوارا خپلو سرتېرو ته ګران و؛ توماس ددهٔ سر.تیری و وايي: « چه ګوارا د دندې پر وخت سخت دریځ درلود؛ هر وخت کې زړور و. مونږ لهٔ هغهٔ سره مینه لرو. » دهٔ تل خپلو ملګرو ته ویل: « کومه لاره چې باید ووهو؛ یوه اوږده او کړکېچنه لاره ده. شاته راګرځېدل نشته؛ یا مرو یا بریالي کېږو. »
دهٔ بهٔ تل د امر..یکا بد ویل. پهٔ یو لوی نړیوال مجلس کې یې ویلي وو: « امر..یکا تل هغو هیوادونو ته خپله نېزه ور وړي چې بشریت پالي. »
د چه ګوارا لهٔ چیغې امر..یکا ویرېدلې وه. د دهٔ پهٔ پیدا کولو یې پنځوس زره ډالر انعام ایښی و. چه ګوارا د بولیوا د غرونو پهٔ یو تنګي کې بند و؛ د رڼا څرک ته منتظر و چې ووځي، د یو شپانهٔ پهٔ جا..سو.سۍ یې ځای پیدا شو. ناګهانه پرې زورور بر..ید وشو. ملګري یې مـ.ړهٔ او م..رګوني ټپیان شول.
د چه ګوارا د ټو..پک پهٔ شاجور کې وروستی مردکی هم وار شو. پښې یې وینې وې. ونیول شو؛ یوه ورځ یې وساتهٔ؛ چې ددهٔ د تګلارې مالومات ترې غونډ کړي؛ خو چه ګوارا هیڅ نه ویل.
د ۱۹۶۷ ز د اکټوبر نهمه وه. د بولیوا لاهیګرا ښار کې یې د ښوونځي یوې زړې ودانۍ ته یوړ. کله چې سر..تېري ور ننوتل؛ چه ګوارا پهٔ ډېر قهر ورته وویل: « زهٔ پوهېږم چې تاسې دلته زما د و..ژلو له پاره راغلي یئ، ډ.زې وکړئ ډارنو! تاسې فقط یو سړی و..ژنئ. »
پهٔ چه ګوارا ضربه وشوه. ړنګ شو، مړ شو!!
( چه) لفظ د نږدې ملګري پهٔ مانا و چې دهٔ ته دا لقب خپلو ملګرو ورکړی و. ددهٔ لهٔ مرګ وروسته فډل کاسټرو یوه ډله خلک بولیوا ته ولېږل؛ او د چه ګوارا جسد یې کیوبا ته راوړ. چه ګوارا فډل کاسټرو ته وروست لیک لیکلی و، څو جملې یې داسې وې:
« مشره! زهٔ فکر کوم، ما د کیوبا هیواد له پاره خپل مسولیت ادا کړ. زهٔ له تاسو او له وولس مو چې زهٔ یې زوی ګڼلم رخصت اخلم… کهٔ زما د ژوند وروستیو شېبو د کوم بل هیواد تر اسمان لاندې ځای وموند؛ زما سوچ بهٔ د همغه هیواد د ازادۍ له پاره وي… »
دا یې هم د مر..ګ د ورځو لیکلې خاطره وه چې د بولیوا پهٔ غرونو کې ترې لاره ورکه وه: « زما تنفسي ناروغي ډېره شوې وه، ساه مې پهٔ زور اخیسته. اخر مجبور شوم پهٔ درملو مې ځان بې هوښه کړ. »
دی د چیریکي جنـ..نګونو اتل ونومول شو. څهره او نوم یې مشهور شو او تر ننه یې ډېر پلویان شته. د دهٔ پهٔ باب یو بل روایت هم مشهور دی چې:
څارنوال: پهٔ السوادور کې دې څهٔ کول؟
چه ګوارا: لمر ته مې بدن ګرمولو.
ـ نو بیا دې د پارلمان ودانۍ ولې ونړوله؟
ـ ځکه چې لهٔ ما یې د لمر وړانګې پناه کړې وې.
دا هم ددهٔ خبرې دي:
موږ یوازې د بدو خلکو پهٔ بدۍ نه، بلکې د ښو خلکو پهٔ خاموشۍ هم خپه یو.
***
ټول چې سهار را پاڅي خپل ویښتهٔ سموي؛ خپلو زړونو ته د هیچا پام نهٔ وي.
***
خپله ووسه، کهٔ د چا نه خوښېدې؛ څهٔ خبره نه ده. دلته د مجسمې جوړولو فابریکه نه شته.
***
پهٔ زړهٔ کې دومره اور لرم کهٔ ویې وایم ژبه بهٔ مې وسوزېږي.
***
د ازادۍ لمر د غریبانو لهٔ کوڅو راخیژي.
او
زهٔ لهٔ مر.ګه نه وېرېږم؛ خو داسې وطن کې بهٔ ومرم چې هلته د قبر کیندونکي قېمت د ازادۍ تر قېمت ډېر دی.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.