د فلسفې د لغوي معنا او د هغې اړتیا او اهمیت

تحریر: میثم عباس علیزی ژباړه: غونډې پاسون

43

1) د فلسفې فردي اړتیا
فکر کول، سوچ کول، او پرله‌ پسې پوښتنې کول د انسان فطري ځانګړتیاوې دي. البته، چاپېریال او ټولنه کې داسې عناصر شته چې د پوښتنو کولو دا وړتیا کمزورې کوي، خو اصلاً انسان له خپل وجود نیولې تر مافوق الفطرت پورې، د هر څه په اړه پوښتنې لري. انسان غواړي پوه شي چې هغه څه چې ویني یا محسوسوي، د حقیقت له مخې څه دي؟ زه څوک یم؟ له کومه راغلی یم؟ بالاخره، چېرته ځم؟ کاینات څه شی دی؟ د دې هستۍ موخه څه ده؟ مافوق الفطرت څه دی؟
ولې تفکر یوازې فردي اړتیا نه، بلکې یو ټولنیز پدیده هم ده؟ ایا انسان یوازې د خپل ذات له مخې پوښتنې کوي، که د ټولنیز چاپېریال تر اغېز لاندې یې هم زېږوي؟ ایا هر فکر د ټولنې زېږنده نه ده، او که برعکس، فکرونه هم ټولنه بدلولی شي؟ ایا تاریخ یوازې د تېرو پېښو ثبت دی، که د انسان د پوښتنو او ځوابونو یو تسلسل؟ ایا انسان یوازې د فردي تفکر له لارې ازادۍ ته رسېږي، که ټولنیز شعور د واقعي ازادۍ لپاره بنسټیز شرط دی؟ ایا تفکر یوازې د ذهن فعالیت دی، که د ټولنیز بدلون وسیله؟ ایا د فلسفې موخه یوازې د حقیقت پېژندنه ده، که د ټولنیز واقعیت بدلول هم د هغې یوه اساسي دنده ده؟
دا ټول هغه اساسي پوښتنې دي چې انسان یې شعوري یا لاشعوري ډول پرله‌ پسې فکر ته اړ باسي.
انسان غواړي چې دغو پوښتنو ته قانع کوونکي ځوابونه پیدا کړي. فلسفه هماغه وسیله ده چې موږ ته د دې پوښتنو د ځوابونو موندلو توان راکوي، موږ ته د لا زیاتې فکر کولو جرئت راکوي، د فکر کولو بڼه پیاوړې کوي، او زموږ د عقل او استدلال ځواک لا نور څرګندوي.
د فلسفې زده‌کړه موږ ته دا وړتیا راکوي چې خپل باورونه تصحیح کړو او د خپلو اساسي ستونزو اصلي لاملونه وپېژنو.
همداراز، فلسفه موږ ته دا را زده کوي چې یو موضوع له بېلابېلو زاویو څخه څنګه وڅېړو، او څنګه باید فکر وکړو.

2) د فلسفې ټولنیزه اړتیا ؛
موږ ټول پوهېږو چې په دې نړۍ کې، په ځانګړې توګه ننني عصر کې، له ټولنې څخه جلا ژوند کول ناشونی دی. دا یوازې د نن ورځې خبره نه ده؛ انسان له پخوا څخه د ټولنیز ژوند برخه و، یو له بل سره یې مرسته کوله او یو د بل ستونزې یې هوارولې. زموږ له ټولنې سره اړیکه داسې ده لکه د بدن له لاسونو او پښو سره چې اړیکه لري.
که څه هم ځینې خلک یوازې اوسېدل غواړي، خو عملي ژوند دا ناشونی کوي.
دلته یوه مهمه پوښتنه رامنځته کېږي:
څنګه کولی شو خپل ټولنه پر امنه او ښکلی کړو؟ څنګه د عقل او استدلال په وسیله خپله ټولنه ښه کړو؟ څنګه کولی شو یو له بله سره د عدالت او انصاف له مخې ژوند وکړو؟ څنګه خپل متقابل تعامل ښکلی کړو؟ او څنګه کولی شو چې هم ټولنیزه همغږي وساتو او هم د افرادو ازادي ته درناوی وکړو؟
د دې لپاره موږ انساني-بشري علوم لولو، تدریسو، او له دې علومو څخه ټولنیز اصول او قوانین استخراجوو چې زموږ ټولنې ته د وخت له اړتیاوو سره سمې لارې چارې چمتو کوي، د سیاسي علومو، اخلاقیاتو، او ټولنپوهنې په څېر علوم زموږ ټولنې ته دا چوکاټونه برابروي.
خو که موږ غواړو د هر نوي عصر لپاره نوې فکري لارې رامنځته کړو، نو د فلسفې اړتیا حتمي ده.
لکه څنګه چې ټیکنالوژي ورځ تر بلې پرمختګ کوي، موږ باید خپل انساني ارزښتونه هم وساتو، او د دې لپاره د فلسفې اصول او قوانین باید درک کړو.
فلسفه د انساني پرمختګ لپاره نظریات جوړوي، فکرونه تنظیموي، او د ټولنو د ودې لپاره اساسي چوکاټونه برابروي.
نن ورځ که ساینس پرمختګ کړی، د دې جرړې د فلسفې په ژوره خاوره کې دي. زموږ د نن ورځې علمي سفر د فلسفې زېږنده ده.
زرګونه کاله وړاندې انسانانو فکر وکړ، پوښتنې یې وکړې، قربانۍ یې ورکړې، او همداسې پرمختګ ته ورسېدل.

خو موږ باید یو بل مهم حقیقت ته هم پاملرنه شو:
سره له دې چې ساینس او ټیکنالوژي انسان ته بې‌ سارې اسانتیاوې برابرې کړې، بیا هم ننني انسان د یو ډول روحي خلا احساس کوي. ننني ځوانان د بېلابېلو ټولنیزو فشارونو له امله د ځان وژنې حد ته رسېږي، یو خفه او فشار لرونکی ټولنیز جوړښت رامنځته شوی.
دا ځکه چې فلسفه که یوازې د مادي اړخونو سره سروکار ولري، نو ډېر مهم انساني ارزښتونه له پامه غورځوي.
حقیقي فلسفه هغه ده چې نه یوازې د مادي ستونزو، بلکې د عقلاني، فردي، ټولنیزو، نظریاتي، او انساني ارزښتونو لپاره هم حلونه ولري.
دا فلسفه باید داسې نظریات وړاندې کړي چې د انساني اړیکو د ښه والي، د سولې، او متقابل درناوي سبب شي.
البته، دا اړینه نه ده چې فلسفه هرې مسئلې ته یو قاطع او حتمي ځواب ولري، خو فلسفه موږ ته دا توان راکوي چې د حقیقت لپاره یو مناسب چوکاټ جوړ کړو.

3) د فلسفې لغوي معنا؛
د “فلسفه” کلمه د یوناني “فیلوسوفیا” (philosophia) څخه اخیستل شوې، چې دوه برخې لري:
«”فیلو” (philo)»: معنی یې «محبت یا دوستي»
«”سوفیا” (sophia)»: معنی یې «حکمت یا علم»

له دې امله، “فیلوسوفیا” د “حکمت، علم سره مینه” معنا ورکوي.

فلسفې د اصطلاح کارونه او احتمالات؛

د علماوو او استادانو په وینا، د “فلسفې” د اصطلاح د اصل استعمال نسبت یوه ځانګړي فرد ته کول ستونزمن دي، خو په ټولیز ډول، لومړني یوناني فیلسوفان لکه پایتګوراس، تېلیس او هېراکلیټس د هغو کسانو له ډلې ګڼل کېږي چې د لومړنیو فیلسوفانو په توګه پېژندل شوي دي.

خو د علماوو، استادانو او لیکوالانو له نظره تر ټولو مشهوره نظریه دا ده چې دا اصطلاح لومړی سقراط وکاروله.

بله نظریه دا ده چې ممکن دا اصطلاح د سقراط تر مهاله یا د هغه له زمانې وړاندې کارېدلې وي. په هماغه وخت کې یو فعال او مشهور ډله موجوده وه چې ځانونه یې “سوفسطایان” (Sophists) بلل، یعني هغه هوښیار کسان چې د ټولنې ستونزې یې د دلیل او برهان له لارې حل کولې، خو خپل استدلال کې یې مغالطې هم کارولې.

سوفسطایانو باور درلود چې شخصي ګټه تر ټولو مهمه ده. ورو ورو د “سوفسطایي” اصطلاح خپل اصلي مفهوم له لاسه ورکړ او د مغالطې کوونکي په معنا وکارول شوه. سقراط ته دا طریقه هېڅ د منلو وړ نه وه، ځکه سوفسطایانو د حقیقت او درواغو تر منځ کرښه ماته کړې وه، حقایق یې تحریف کول او هڅه یې کوله چې دروغو ته د حقیقت بڼه ورکړي. هغوی به ویل چې حقیقت او دروغ، ښه او بد، نسبي دي، او پخپله انسان د هر څه معیار دی، یعني:

“انسان د هر څه اندازه ده” (Man is the measure of everything).

د سقراط تواضع او انکسار، او دا چې نه یې غوښتل ځان د سوفسطایانو له ډلې وباسي، چې ځانونه “دانشوران” یا “سوفیستان” بلل، نو سقراط ځان ته “فیلسوف” (Philosopher) یعني د علم او حکمت مین وویلو.

همداراز، ځینې روایتونه وايي چې سقراط پخپله دا اصطلاح نه وه کارولې، بلکې د “فلسفه” او “فیلسوف” اصطلاح وروسته عامه شوې. خو دا چې دا اصطلاح تر ټولو لومړی چا کارولې، پرېکړه یې کول لا هم ستونزمن دي.

4) د فلسفې اصطلاحي معنا؛
د فلسفې لپاره یو واحد، ثابت، او حتمي تعریف نشته، خو موږ کولی شو فلسفه داسې تعریف کړو:
“فلسفه هغه علم دی چې د شیانو د حقیقت، ماهیت، او د هغوی د وجود د لاملونو په اړه د عقل، استدلال، او برهان پر بنسټ بحث کوي.”

د فلسفې بېلابېل مفاهیم، لکه څنګه چې په تاریخي بڼه راغلي دي:

1) حقیقي علوم:
په لرغوني زمانه کې، فلسفې ته د ټولو “حقیقي علومو” مجموعه ویل کېده، او دا د “اعتباري علومو” په مقابل کې وو.

«حقیقي علوم» هغه دي چې قوانین یې انسان نه دي جوړ کړي، بلکې دوی مخکې هم موجود وو، خو انسان یوازې دوی کشف کړي، لکه څنګه چې نیوټن د “جاذبې قانون” کشف کړ.
«اعتباري علوم» هغه دي چې اصول او قوانین یې انسانان په ټولنیزو شرایطو کې جوړوي.

2) غیر تجربوي علوم:
په بله معنا، فلسفې ته د هغو علومو مجموعه ویل کېده چې تجربه‌ یي نه وي، لکه منطق، خدای‌ پېژندنه، جمالیات، سیاست، او اخلاقیات.

3) مابعدالطبیعیات:
په دریم مفهوم کې، فلسفه د “مابعدالطبیعات” (Metaphysics) سره تړل شوې، یعنې هغه موضوعات چې له فزیکي نړۍ هاخوا دي.

4) د “فلسفې” ځانګړې معناوې:
“Philosophy of د هر ځانګړي علم د اصولو، موخو، او اساساتو تحلیل ته اشاره کوي، لکه:
د ساینس فلسفه (Philosophy of Science)
د سیاست فلسفه (Philosophy of Politics)

فلسفه د انساني ژوند یوه بنسټیزه برخه ده، چې نه یوازې د فردي، بلکې د ټولنیزو، سیاسي، او حتی ساینسي موضوعاتو لپاره د فکر کولو چوکاټ برابروي. دا د فکر، تحلیل، او منطقي استدلال یوه ژوره پروسه ده، چې د انسانیت د پرمختګ لپاره حیاتي ارزښت لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.