د کونړ غميزه

152
په داسې غم کې دې ژړېږمه کونړه زما!
چې يې له درده نه خلاصېږمه کونړه زما!

ستا د بچو په مرګ او ژوبله زړه هک پک شي زما
سترګې مې ډکې شي له اوښکو ستونی ډک شي زما
د غم په اور کې دې سوزېږمه کونړه زما!

کلي تباه شول د مزار او دېوه ګل درو
د پېچ درې، ارېت، شوماش، او د کوړنګل درو
په شهادت د شهيدانو دې زورېږمه کونړه زما!

د کونړيانو درې ډکې شوې له ساندو ځنې
پاڼې د ژوند ورژېدې له تنکو څانګو ځنې
د غم په ژرنده دې دل کېږمه کونړه زما!

جنت مکان کړې خدايه! ټول د زلزلې شهيدان
خدايه! ژر جوړ کړې د کونړ واړه بېوزله زخميان
جهيل د غم کې دې ډوبېږمه کونړه زما!

لپه کومه زه متين مې د دعا لاسونه
خدايه قبول کړې په دربار کې دې زما لاسونه
له ويجاړ حال دې قربانېږمه کونړه زما!

سپټمبر – ۱ – ۲۰۲۵

منټيکا – کليفورنيا

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.