څو ورځې مخکې چارواکو د هېواد د یو نامتو پانګوال په ګډون یوه غونډه لرله. د خوشحالی خبره دا وه چې د بانکي چارو اهمیت یې ومانه اود اسلامي بانکداري پرېکړه تایید شوه. دا ډېر ښه زیری دی، ځکه هغه دناپوهي له امله ډېر شدید مخالفت چی حتا د (بانک) له نوم سره موجود و، زایل شو.
البته متعارفه بانکولی د اسلامی هغې په پرتله اوس بریالۍ نده، اما اسلامی بانکولی بهترین سیستم او ډېره غوره مالي موسسه او مالی خدماتی وسیط ده. داهغه بانکداري ده چې سود، حرامه پیسه چلول، حرامه پانګه دوران کې اچول او آن داچې شبه حرام عمل څخه پاکه وي. اسلامی بانک ځانګړي پروډکتونه لري. دا هریو یې زموږ له دیني شعایرو سره موافق او د الهی سپیڅلی کتاب، مبارکواحادیثو،اجماع او جیدو علماووله قیاس سره منافی نه، بلکې برابره او حنفی مبارکې فقهی منلی ده.
البته یوه خبره متاسفانه هیچا رڼه نه کړه؛ هغه له متعارف بانک څخه پور، بانک ته د مفاد په منلو سره د استهلاکی مقصد او سرمایګذاری مقصد تفکیک دی. دلته یوه باریکی شته چې په یو حالت کی متعارف بانک پور په څه شرط او ډول ورکړي. دا اوږد بحث دی. بل وخت به د استهلاکی او سرمایوی پور موضوع وڅېړو. اوسنی بحث اسلا می بانکولي، اړتیا او ګټه یې ده.
د اسلامي بانکدارۍ، تجارتی او سرمایوی معاملو کې مرکزی ټکی په ګټه او تاوان کې شراکت او له مُفته اوحرامې ګټې پرهیزدی. دا ډول مالی نظام مُدیریت کول هیڅ ډول مُبهمه، چانسي ګټه، دوکه، دروِغ، جعل، احتکار او د یو چا له محتاج والی ناوړه استفاده نه مني. دا د اسلام د مبارک دین دعدالت او زړه سوي فلسفه ده.
په افغانستان کی لومړی ځل د اویایمی لمریزی لسیزی په ترڅ کی الحاج ګ.ش. د اسلامی بانک دجوړلو قدم اوچت کړ، خو هغه وخت د کورنیو تبا کوونکو جنګونو له امله هرڅه برباد شول، وروسته بیا په ۲۰۰۸م. (۱۳۸۷) کې دافغانستان بانک تر رهبری لاندې د اسلامي بانکدارۍ په جوړلو غور او مشورې وشوې، یوکال وروسته( ۲۰۰۹م) کې د مرکزی بانک (DaB )د جواز او منظور شوی تشکیل له مخې عملاً پیل شوه. یو معتبر بورد او د دولت د بانک د مالی چارو د څارني(تفتیش) د آمریت په لارښوونه یوه څانګه د (اسلامي بانکدارۍ معاونیت) جوړه او د څواسلامی هیوادو د مشاورینو او کورنیو دینی جیدو علماوو ترنظارت لاند یې د افغانستان بانک د مُدرنې اسلامي بانکدارۍ سیستم جوړ او دا دی، له نیکه مرغه دوام به ومومي. دهېواد مرکزی بانک د دې سیستم دتطبیق او دشرعی نظارت او تفتیش یوباصلاحیته بورد یې د شرعی قواعدو او تجویز شویو پالیسیو د څیړلو او تصویب مسوول ټاکل شوی و، چې دا دی دوی به خپل کار ته په شفافیت سره دوام ورکوي. اسلامي بانکداری کې حرام مال، غیرشرعی معاملات، غیرشفافیت، د معاملاتو د طرفینو ترمنځ دوه یا څو اړخیره عدم تفاهم منع دی، بلکې موخه یې ټولنې او مسلمانانو ته خیر، اقتصادی معاملو کی برکت، روڼ قرارداد او پرمختګ، د حلالو او مشروع ګټوخوندیتوب اود مسنونه ستایل شوی تجارت ترقی ده.
زموږ هېواد لا اوس هم یو زراعتی هیواد او د کرنې سکتور یی یو مسلط اقتصادی سکتوردی، دلته له زمکې دغوره استفادې او کلیو کې د بیکاری د له منځه وړلو او حلال معیشت لپاره مساقات، دزمکی اجاره ورکول او مزارعه مهم دي، اسلامی بانک د یو ښه او اعبتاری وسیط په توګه دا معاملات ښه سمبالوی ، مثلاً د زمکی د مالک او زراعتی کارګرترمنځ تړون لاسلیک او دهغه له مخی دزمکې حاصل د دوی ترمنځ ویشل کیږي. مرابحه هم یو ډول معامله ده چې پېرودل او د مشتریانو د اړتیا د پوره کولو لپاره بېرته پلورل دی، البته د ټاکلې فیصدی ګټې په پام کې لرلو سره. حسنه پور(په قسط یا بی قسط یوځلی بیرته ادا کول)، دماشومانو لپاره حساب پرانیستل، مشارکت( چې دوه یا څوتنه د کاروبارونو د پرمخ بیولو لپاره د یو قرارداد له مخې سره په ګټه او تاوان کې شریک کیږی، په ګډه پانګه اچوي، اسهام(ونډې) معلومی وي، ګټه او تاوان د اسهامو له مخې ویشل کیږي)، اسلامی بانک دخلکو قیمتی امانات هم ساتی.
د اسلامی بانکولۍ یو بل پرودکت او بانکی خدمت د معیادی ورکړو(تادیاتو) له مخې شرکت جوړل دي. دا ډول معامله هغو کسانو ته هم د کار او ګټې امکان برابروي چې یو روپۍ هم نه لري، خود بانک په مرسته اقدام کوي او په لږ خواریو یې ژوند جوړیږي. مضاربه هم یوه داسې طریقه ده چی بیکاره وګړی د کارموندلو لپاره ابتدایی پانکه ترلاسه کوي، کاروبار شروع کوي او دکار ګټه او تاوان داین سره د قرارد له مخې ویشي. استصناع هغه ګټور بانکی خدمت دی چې هیواد کې مو صنعت ورباندی وده کوي او بانکی جاری حسابونه هم همدومره اقتصاد کې مهم دي.
زموږ مشکل دا دی چې مبتکر، زړور او موفق متشبث نه لرو. ګټه په تاوان کیږي. بېسواد مو نوروته سترګی نیولي، د لټۍ له زوره ډېر اسانه کارته ملا نه تړي، چی مکتب یا پوهنتون یې لوستی له (حکومته) (وزیپه) غواړی. وزیپه نو بیا داده چی سهار اته بجی دفتر ته ځی تر نیمې ورځ یو نیم کاغذ کښته پورته کړی یا په خلکو بابایی وکړي او یا آمر ته ټیټ- پاس شی. دی ډول وزیپه کی پلان، د مدیریت مهارتونه، دپرمختګ انګیزه، خدمات اجرا کول او د ادارې نور مقاصد،اهداف او وظایف نشته. د ارقاموله مخې همدا اوس تقریباً سل زره تنه دا ډول (وزیپه) لري چی په ملی بودجه لوی بوج او د بزګرانو او نورو زحمتکشو کسبه کارو مالیه مُفته ترلاسه کوي. نوځوانانو ته وړاندیز کوم، د دې ډول وزیپې په فکر کې مه اوسئ، ځان څخه متشبث جوړ کړئ. فقط مُدبر، خذمتګار او تخصصی حکومتونه کولای شی شغلونه ایجاد او دکارفرصتونه جوړ کړي.
اسلامی بانکولي، بیلابیلو برخو کی پانګونه، زمکې تر کښت لاندې راوستل، کلیوالی تشبثات، چرګان روزل، مچی روزنه، کبان روزل او ډېر نور کارونه شته چې هم حکومت، هم اسلامی بانکولي او هم متشبث لاس سره ورکړي او له موجود بد وضعیت ووځو.
چې خپه نشئ، زه تل وطنی او ساده غږیږم، متل دی: چې نه وایم له غمه یې وایم.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته
NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.