د طالبانو د واکمنۍ څلور کاله— له تعلیم څخه د نجونو د محرومیت دوام
د نجونو د زده کړو ملي کمپاین اعلامیه
د ١٤٠٤ کال د اسد ٢٤مه
نن څلور کاله وشول چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي، خو لا هم د دې هېواد لوڼې له خپل بنسټیز انساني حق، یعنې تعلیم څخه محرومې دي. له بیا بیا ژمنو سربېره، نه کومه طرحه وړاندې شوه، نه قانع کوونکي دلایل ورکړل شول، او نه هم د ښوونځيو د پرانیستو کوم نیت او اراده ښکاري.
تعلیم د ټولنې د ودې بنسټ دی
طالبان باید پوه شي چې د ښځو له حقونو، په ځانګړي ډول د تعلیم له حق پرته، نه ملي ملاتړ ترلاسه کولی شي، او نه ملي مشروعیت. هغه ټولنه چې د خپل نیم نفوس له علم، پوهې او فعالې ونډې څخه بې برخې وي، نه پرمختګ کولی شي او نه رښتیني خپلواکي لرلی شي. با سواده ښځې د کورنۍ ستنې دي، او د هېواد د سبا څراغونه.
ملت نور ناهیلی شوی
د افغانستان ولس نور د واکمنانو له دروغجنو ژمنو، بېمنطقه پلمو او د انساني حقونو او اسلامي احکامو له ښکاره مخالفت څخه ستړی شوی. اسلام د علم دین دی؛ نه قرآن او نه هم د رسول الله (ص) حدیثونه د نجونو تعلیم منع کوي، بلکې پرې ټینګار کوي. نو دا بندیز نه اسلامي دی، نه انساني—بلکې ناروا او ظالمانه دی.
پر ملت د بیدارۍ غږ
موږ یو ځل بیا له افغان ولس څخه غواړو چې نور په دروغو ژمنو خپلې هیلې ونه تړي. د دې وخت راغلی چې د خپلو حقونو لپاره پاڅي، سره یو شي، او د سوله ییزو مبارزو له لارې خپل غږ پورته کړي. چوپتیا له ظلم سره مرسته ده؛ او غږ پورته کول د خلاصون پیل.
پر نړیوالې ټولنې غږ
پر نړیوالې ټولنې غږ کوو چې د دوی فشارونه نیمګړي دي. یوازې لفظي ملاتړ بسنه نه کوي، بلکې عملي، هدفمند او اغېزناک ګامونه باید پورته شي. د میلیونونو نجونو د محرومیت پر وړاندې چوپتیا د بشر د حقونو له اصولو سره خیانت دی.
پر اسلامي هېوادونو او سازمانونو غږ
په پای کې، زموږ غږ پر اسلامي هېوادونو او سازمانونو دی: د ښځو د حقونو موضوع یوازې د افغانستان نه ده، بلکې د ټول اسلامي امت مسأله ده. دا د اسلام پر تندي تور داغ دی. وخت راغلی چې د دې ننگ د پاکولو لپاره لاس په کار شئ، او طالبان د ښځو اړوند د خپلو پالیسیو پر بیاکتنې مجبور کړئ.
موږ چوپ نه پاتې کېږو، موږ ولاړ یو
تر هغه چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې خلاصې نه وي، تر هغه چې ښځې له خپلو انساني حقونو برخمنې نه وي، زموږ مبارزه دوام لري. دا غږ نه غلی کېږي، ځکه دا د عدالت غږ دی، د پوهې غږ دی، او د روښانه سبا غږ دی.
راځئ چې د خپل روښانه راتلونکي لپاره سره یو شو.
چهار سال حاکمیت طالبان- ادامه محرومیت دختران از تعلیم
اعلاميه کمپاین ملی آموزش دختران
٢٤ اسد ١٤٠٤
در حالیکه چهار سال از آغاز حاکمیت طالبان در افغانستان میگذرد، هنوز هم دختران این سرزمین از ابتداییترین حق انسانیشان، یعنی حق تعلیم و آموزش، محروماند. با وجود وعدههای مکرر و ادعاهای بیپایه مبنی بر تدوین طرحهایی برای بازگشایی مکاتب و پوهنتونهای دختران، نه طرحی ارائه شد، نه دلایل موجهی برای این محرومیت بیان گردید، و نه هم نشانهای از اراده و نیت صادقانه برای پایان دادن به این ظلم دیده میشود.
حق آموزش، ستون بنیادین جامعه است
طالبان باید بدانند که بدون احترام به حقوق زنان، بهویژه حق آموزش، هیچگاه نمیتوانند حمایت ملی و مشروعیت واقعی را به دست آورند. جامعهای که نیمی از جمعیت خود را از علم، آگاهی و مشارکت فعال محروم میسازد، نه میتواند پیشرفت کند، نه استقلال واقعی را تجربه نماید. زنان آگاه و باسواد، نه تنها ستون خانوادهاند، بلکه چراغ راه آیندهی کشور نیز هستند.
ملت دیگر فریب نمیخورد
ملت افغانستان دیگر از وعدههای دروغین، بهانههای غیرمنطقی و تقابل آشکار با حقوق انسانی و احکام اسلامی بیزار است. اسلام، دین علم و معرفت است؛ هیچ آیهای از قرآن و هیچ حدیثی از پیامبر اسلام (ص) تعلیم دختران را منع نکرده، بلکه بر آن تأکید ورزیده است. پس این محرومیت نه اسلامی است، نه انسانی، بلکه سیاسی و سرکوبگرانه است.
فریاد بیداری ملت
ما یکبار دیگر از ملت آزادهی افغانستان میخواهیم که امید واهی به وعدههای پوچ حکام فعلی نبندند. وقت آن رسیده که خود برای کسب حقوق خویش به پا خیزند، منسجم شوند و از راه مبارزات مدنی، صدای عدالتخواهی خود را بلند نمایند. سکوت، همدستی با ظلم است؛ و فریاد، آغاز رهایی.
خطاب به جامعه جهانی
از جامعه جهانی نیز میخواهیم که فشارهایشان در این زمینه ناکافی بوده و باید روی تدابیر جدیتر بیاندیشند. حمایتهای لفظی کافی نیست؛ باید اقدامات عملی، هدفمند و مؤثر برای پایان دادن به این وضعیت اتخاذ گردد. سکوت در برابر محرومیت میلیونها دختر، خیانت به اصول حقوق بشر است.
خطاب به سازمانها و کشورهای اسلامی
و در پایان، خطاب ما به سازمانها و کشورهای اسلامی است: مسأله حقوق زنان، مسألهای فراتر از مرزهای افغانستان است. این یک داغ سیاه بر جبین امت اسلامی است. وقت آن رسیده که برای زدودن این ننگ، دست به کار شوید و از طریق فشارهای سیاسی، فقهی و اجتماعی، طالبان را وادار به بازنگری در سیاستهای زنستیزانهشان نمایید.
ما خاموش نمیمانیم، ما ایستادهایم
تا زمانیکه درهای مکاتب و پوهنتونها به روی دختران باز نشود، تا زمانیکه زنان از حقوق انسانیشان برخوردار نشوند، مبارزه ما ادامه خواهد داشت. این صدا خاموش نمیشود، زیرا صدای عدالت است، صدای آگاهی است، صدای آینده است.
بیائید برای فردایی روشنتر، باهم متحد شویم!
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته
NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.