په افغانستان کې، د غرونو تر سیوري لاندې، یوه داسې خزانه پټه ده چې شفافه ده، خو پټه پاتې شوې. هغه خزانه چې زرګونه کاله عمر لري، خو لا هم ډېری خلک یې له نوم نه پرته، له ژور ارزښت او ښکلا سره بلد نه دي. دا خزانه زمرد دی — د شنو سترګو قیمتي کاڼی، چې د پنجشیر د غرونو په زړه کې وده کوي، لوېږي او د نړۍ بازارونو ته ځان رسوي.
پنجشیر دره د زمردو د کانونو کور دی. دلته، د کُرغُلې، کُند، چمرا او ډرنو په غرنیو درو کې، خلک د کلونو راهیسې د خټو، ډبرو او غارونو ترمنځ شین زر لټوي. دا زمردونه له طبعیته یو نازک تخلیق دي — ژور شین رنګ، بې ساری شفافیت او نازولي جوړښت لري، چې سړی ورته یوازې ګوري، خو جرئت نه کوي لاس پرې تیر کړي، ګواکې یوه الهي تحفه وي.
د پنجشیر زمرد له کمو، خو لوړ کیفیت لرونکو کانونو څخه ګڼل کېږي. دلته هره ټوټه، هر کرستال، په صداقت، زحمت او مینه سره را ایستل کېږي. که څه هم دا کانونه دومره ستر نه دي لکه د کولمبیا، خو د ښکلا او اصالت له مخې سیال نه لري. د زمرد یوه قیراط دلته، که لوړ کیفیت ولري، د زرو ډالرو ارزښت لري، او دا ارزښت د هغه خاورې او ملت انعکاس دی چې دا کاڼی یې زېږولی دی.
خو دا خزانه لا هم د پوره پاملرنې، پانګونې او مدیریت تږي ده. لا هم ډېری دا قیمتي کاڼي قاچاقې لارو بهر ته وځي، بې له دې چې افغان کارګر، افغان دولت یا بازار ورڅخه ګټه واخلي. که دا شنه خزانې له مسلکي لارو استخراج، پروسس او صادرې شي، افغانستان کولای شي یوازې له زمردو میلیاردونه ډالر عاید ترلاسه کړي، کارونه رامنځته شي، او دا هیواد له فقره شتمنۍ ته وخوځي.
د زمردو شین راز : ښکلا یوازې د طبیعت تحفه نه ده، بلکې دا تحفه هغه ملت ته نغده ارزښت لري چې ورباندې پوه شي. پنجشیر، د غرونو د زمردو کور دی — او دا کور یوازې هغه وخت ځلېږي، چې موږ یې ارزښت درک کړو، وساتو او وځلوو. دا راز باید پټ پاتې نه شي، بلکې نړۍ ته وښودل شي: زمرد یوازې یو کاڼی نه دی، بلکې د افغانستان شنه هیله ده.
درنښت
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته
NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.