پولي سياست له هغه اقتصادي سياست څخه عبارت دى چې اقتصاد د پيسو د عرضې او موجوده کرېډيټ کې دتغيراتو پواسطه متاثره کوي.
“Monetary Policy is a policy that influences the economy through changes in the money supply and available credit”
په دې مقاله کې مونږ په دې باندې بحث کوو چې د پولي سیاست د عملي کیدو او تطبیق څخه اهداف څه دي او یا دا چې پولي سياست د کومو موخو لپاره ترتيبيږي ځکه چې د پولي سياست په ترتيب او تنظيم باندې پوهېدل يواځې د پيسو دعرضې او د ټکټانې د نرخ له لحاظه نه بلکې د يو هېواد په اقتصاد او اقتصادي فعاليتونو باندې داغېزې له لحاظه هم مهم دي . په ټوله نړئ کې د مالي سیاست د جوړښت او تطبیق تر څنګ پولي سیاست هم ورسره هم اهنګه لوی اهمیت لري او د دواړو اقتصادي سیاستونو په تطبیق سره ملي اقتصادي اهداف لاسته راځي.
که په کُلي توګه خبره وکړو نو ویلای شو چې پولي سياست شپږ نهايي موخو ته د رسېدو پخاطر او يا د شپږو موخو دلاسته راوړلو لپاره وضع کېږي چې نوموړې موخې او اهداف په لاندې ډول دي:
١– د بیو (قیمتونو ) ثبات
٢– د استخدام لوړه سطحه.
٣– اقتصادي وده
٤– د سود نرخ ثبات
٥– د مالي مارکېټونو ثبات
٦– داسعاروپه بازارونوکې ثبات
پورتني اهداف د هر ملي اقتصاد لپاره بلخصوص د پرمختیايي اقتصادونو لپاره له حده زیات مهم دي. د پولي سیاست د تطبیق په نتیجه کې البته چې پایله یې مثبته وي د هیواد په اقتصادي وضعیت او شاخصونو کې د پام وړ او مثبت بدلون راځي چې ورسره اقتصادي خوشالي رامنځته کیږي، پورتنیو موخو باندې ځغلنده نظر اچوو.
د (بیو) قېمتونو ثبات
په تېرو څو لسيزو کې داقتصادي پاليسيو جوړونکي د انفلاسيون ټولنيزو او اقتصادي تاثيراتو ته زياته پاملرنه کړې او د قېمتونو ثبات يې د پاليسۍ يوه موخه ګرځولې ده. د قېمتونو ثبات د پولي سياست لمړنۍ او اساسي موخه ده ځکه که چيرته د قـېمتونو په سطحه کې لوړوالى راشي نو په اقتصاد کې شک او شبهه رامنځته کېږي او دغه شک او شبهه به اقتصادي وده متضرره کړي. د مثال په توګه کله چې په ټوله کې د قېمتونو سطحه تغير وخوري نو د اجناسو او خدماتو د قېمتونو په اړه به د معلوماتو تعبيرول مشکل کېږي چې دا کار بيا د مستهليکينو، سوداګرو او حکومت په تصميم نيولو کې خنډ او ستونزې رامنځته کوي. بل دا چې انفلاسيون په راتلونکي پلان جوړولو کې هم ستونزې رامنځته کوي.د مثال په توګه د انفلاسيون په حالت کې يو فاميل ته مشکله ده چې د خپل د يو ماشوم فيس لپاره يو پلان جوړ کړي. نو د پورتنيو مشکلاتو دمخنوي پخاطر د يو هېواد مرکزي بانک کوشش کوي چې د قېمتونو ثبات ترلاسه کړي او د قېمتونو ثبات يې د پولي سياست يوه موخه ګرځولې ده. په پرمختیایی هیوادونو کې یاده موخه لاسته راوړل ځکه اړین دی چې اکثریت خلک یې ثابت عواید لري لکه د بیلګې په توګه زمونږ افغانستان یادولای شو چې اکثریت خلک یې ثابت عواید لري لکه معلمین او روزمره مزد باندې کار کونکی، ددې لپاره چې د ددوی د خرید قوت ته زیان ونه رسیږي نو د قیمتونو په لړ کې باثباتي راوستل زښت زیات اړین ګڼل کیږي. که یاده موخه لاسته رانشي نو نه یواځې دا چې د خلکو د خرید قوت کمیږي بلکه بېوزلئ څپه هم رامنځته کیږي.
د استخدام لوړه کچه
اګر چې د اسستخدام د کچې زیاتوالی د پرمخیایی هیوادونو لپاره له حده زیاته اړینه ده خو یاده ستونزه په کمې سلنې سره په پرمختللو هیوادونو کې هم موجوده ده. د استخدام لوړه کچه د دوو دلايلو په اساس ډېره با ارزښته موخه ده .لمړی دا چې د استخدام لوړه سطحه د بيکارۍ د لوړې سطحې چې ( د انسانانو د کنجوسۍ د فاميلونو د مالي ناراضيو، د خلکو پخپل ځان باندې اعتماد له منځه تللو او د جرم د زياتوالي باعث ګرځي) يو بديل دی .دوهم دا چې په يو هېواد کې چي د بيکارۍ لوړه کچه موجوده وي نو په هغه هېواد کې يواځې کارګران نه بلکې منابع هم بې له استفادې پاتې کېږي. چې له وجې يې توليد او ملي عايد کمېږي. په هر حال دا خو واضح خبره ده چې د استخدام لوړه کچه ضروري پکار ده خو سوال دلته پيدا کېږي چې د استخدام کچه څومره بايد پورته وي؟ په کومه سيمه کې موږ ويلاى شو چې اقتصاد په هغې کې کامل استخدام حالت کې دى. په تحت لفظي توګه خو کامل استخدام حالت څخه داسې مطلب اخيستل کېږي چې په هغې کې هېڅ بيکاري وجود نلري. مګر د کامل استخدام دغه تعبير او پېژندنه به بعضې حقايق صرف نظر کړي ځکه چې په اقتصاد کي بعضې اقسام د بيکارۍ لکه برخوردي بيکاري (Frictional unemployment) ( برخوردي بيکاري هغه بيکاري ده چې تصديو او کارګرانو ته د خوښى وړ کار يا د خوښى وړ کس د پيدا کولو په وخت کې رامنځته کېږي) يعنې کوم کارګر چې نوی د تعليم څخه فارغيږي او د خپلې خوښې وړ کار د پيدا کولو لپاره تر يو څه وخته پورې بيکاره پاتې کېږي. سربېره پردې يو بل ډول د بيکارۍ هم موجود دی چې هغې ته ساختاري بيکاري (Structural unemployment) وايي دا بيکاري په حقيقت کې د اقتصاد په ساختار کې د بدلون له امله رامنځته کېږي يعنې د کارګرانو د تجاربو او د وظيفې د غوښتنې ترمنځ عدم مطابقت يا ساحوي کارګرانو د کموالي له امله دا ډول بيکاري رامنځته کېږي.
پس د استخدام د لوړې سطحې هدف بايد ددې لپاره نه وي چې بيکاري صفر کړي بلکې د استخدام د لوړې سطحې هدف بايد د صفر څخه پورته هغه نقطه کې وي چېرته چې د کارګر لپاره تقاضا مساوي شي د کارګر عرضې سره چې دغه نقطې ته (طبيعي نرخ د بيکارۍ) Rate of unemployment) (Natural وايي. دغه نرخ د بيکارى د٪۴.۵ سلنه څخه نيولې تر ٪٦ سلنه پورې انټروال محتواء کوي. او پاليسي جوړونکي کوشش کوي چې د بيکارۍ اندازه په همدې انټروال کې وساتي ځکه چې که ددغه انټروال څخه د بيکارۍ اندازه زياته او کمه شي نوبيا مشکلات پيدا کوي. دا پدي معني چې زياتېدل خو يې هسې نه هم مشکل دي خو کمېدل يې بيا انفلاسيون ګړندی کوي. یا په بله توګه مونږ ویلای شو چې فرضا په افغانستان کې به ستونزمنه وي چې بې روزګاري صفر شي خو دا ممکنه ده چې بیکاري چې هر څومره امکان لري راکمه او minimize شي. د بیکارئ په طبعی سلنه کې ان لا پرمختللي هیوادونه هم قرار لري او هڅه کوي چې که سل سلنه کامل استخدام ممکن نه وي نو کم از کم بې روزګاري په ممکن طبعي انټروال کې وساتي. نو په همدې اساس د توسعوي پولي سیاست په نتیجه کې پانګه وال پورونه دکاروبارونو لپاره زیات اخلي، د کاروبارونو پیل سره کارګرانو ته اړتیا پیښیږي او په همدې اساس د استخدام کچه لوړیږي.
اقتصادي وده
اقتصادي وده او پرمختیا د هر هیواد لپاره سرې کرښې دي او د ترلاسه کولو لپاره یې د د پولي او مالي سیاستونو د تطبیق څخه کار اخلي، پوهیږو چې د باثباته اقتصادي ودې موخه د استخدام د لوړې سطحې هدف سره ډېر نږدې تړاو لري ځکه چې سوداګر زيات په هغه حالت کې د اقتصادي ودې او مولديت لوړولو لپاره په اضافي سرمايوي اجناسو باندې سرمايه ګذاري کوي چې د بيکارۍ کچه ټيټه وي. ددې معکوس حالت که چېرته د بيکارۍ کچه لوړه وي او تصديګانې بې استفاده پاتې وي نو دا به سوداګرو ته هېڅ ګټه ونه لري چې په اضافي سرمايوي اجناسو باندې سرمايه ګذاري وکړي. په هر حال چون پورتني دواړه اهداف سره تړلي دي نو کېداى شي چې د تصديو تشويق د سرمايه ګذارۍ او د خلکو تشويق د سپما له لارو د اقتصادي ودې ګړندي کولو لپاره خاص سياستونه وضع شي.د توسعوي پولي سیاست په نتیجه کې کولای شو چې یاد هدف لاسته راوړو او د خلکو اقتصاد پرې زرغون شي.
۲. ۴. ۴. د سود نرخ ثبات
د سود نرخ ثبات ځکه اړین دی چې هر پانګه وال غواړي په اسانه شرایطو سره بانکي کریدیت ترلاسه کړي او په کم سود باندې د قرضې د حصول په نتیجه کې پانګه اچونه وکړي او همدارنګه لکه د قېمتونو د ثبات په شان د سود د نرخ ثبات هم ډېر مهم دى ځکه چې د سود دنرخ نوسانات په اقتصاد کې شک او شبهه رامنځته کوي او په راتلونکي پلان جوړونه کې مشکلات رامنځته کوي. د سود په نرخ کې نوسانات د مستهليکينو اراده کورونو اخيستلو ته متاثره کوي.د مثال په توګه د سود نرخ د نوساناتو په صورت کې مستهليکينو او ساختماني شرکتونو ته ډېر ګران او مشکل وي چې څه وخت کور واخلي يا څومره کورونه جوړ کړي. په افغانستان کې هم که پولي سیاست توسعوي بڼه ولري نو په اسانه شرایطو کاروباریان کولای شي پورونه ترلاسه کړي او پانګه اچونه وکړي. د یو غوره پولي سیاست په نتیجه کې حتی مونږ کولای شو بهرني پانګه والو توجه هم افغانستان ته راواړوو.
د مالي مارکيټونو ثبات
مالی مارکیټونه د یو هیواد په اقتصاد کې مهم رول لري او د یو ښه پولي سیاست سد تطبیق په نتیجه کې د مالي مارکیټونو ثبات او ښه والی رامنځته کیږي. لکه څرنګه چې پوهېږو ټولې مالي معاملې په مالي مارکيټونو کې ترسره کېږي نو مالي بحرانات هم د مالي مارکيټونو له لارې کنترول کېداى شي. که چېرې د مالي مارکېټونو له لارې دتوليدي او سرمايه ګذاريو فرصتونو ته لازمه پانګه انتقال شي نو کېداى شي چې اقتصادي فعاليتونه پياوړي شي. او يو باثباته مالي نظام او بازار رامنځته شي. لکه څرنګه چې د استخدام لوړه سطحه د اقتصادي ودې سره نږدې اړيکې لري همهغسې د سود د نرخ ثبات د مالي مارکېټ سره اړيکه لري ځکه چې دسود په نرخ کي نوسانات د مالي اداراتو لپاره شک او ترديد پيدا کوي چي له امله يې مالي ادارات متضرره کېږي. د مثال په توګه د سود په نرخ کې زياتوالى په اوږد مهاله قرضونو او ګراويو کې زياته اندازه سرمايوي زيانونه رامنځته کوي. او هغه مالي ادارې چې نوموړي معاملات سرته رسوي هغوى د له منځه تللو باعث ګرځي. زمونږ افغانستان کې هم دمرکزي بانک د سیاستونو اساسي موخه دا ده چې څنګه کولای شو یو باثباته مالي نظام ولرو.
د خارجي اسعارو په مارکېټ کې توازن او ثبات
لکه څرنګه چې پوهېږو چې اوس مهال ټوله نړۍ د يو کلي حيثيت غوره کړی او يو هېواد په يوه ورځ کې په زرګونو معاملات سرته رسوي چې له امله يې د نوموړي هېواد د پيسو داخلي او خارجي ارزښت متاثره کېږي او د هېواد په اقتصاد باندې اغېزه غورځوي. د مثال په توګه “که چېرته د ډالرو ارزښت لوړ شي نو دا به ددې باعث وګرځي چې د امريکا داخلي صنايع د خارجي هېوادونو د صنايعو سره لږ رقابتي شي همدارنګه که چېرې د ډالرو ارزښت ټيټ شي نو په امريکا کې انفلاسيون حالات رامنځته کېږي. ځکه نو د خارجي اسعارو په بازار کې د امریکا لپاره د ډالرو ارزښت په ثبات کې ساتل د پولي سياست مهم او با ارزښته موخه ده، زمونږ د افغانستان بانک د پولي سیاست هدف دا دی چې څنګه کولای شو افغانئ ارزش باثباته وساتل شي او د نوساناتو څخه برخمنه نه شي ځکه باثباته افغانئ د پورتنیو ټولو موخو د لاسته راوړلو لپاره اساس ګڼلای شو. د یوې داسې ورځې په هیله چې هیواد مو د هر غوره اقتصادي سیاست درلودونکی وي او د خودکفایئ تر څنګ د پرمختللو هیوادونو په قطار کې راشي.
اخځلیکونه
- https://courses.lumenlearning.com/suny-macroeconomics/chapter/goals-of-monetary-policy/
- https://www.thebalance.com/what-is-monetary-policy-objectives-types-and-tools-3305867
- https://faculty.arts.ubc.ca/itelyukova/12%20Monetary%20Policy%20Goals.pdf
- Mishkin, Frederic S. The Economics of Money, Banking and Financial Markets, Eighth Edition, 2007
- Monetary Policy. Lecture Note of Rokhan University by Taj Mohammad Tamkeen.
- https://af.dawatmedia24.com/?p=174692
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.