د اندیښنې مسله دا ده، چې هر کره کتونکی یوه شخصي نظریه لري؛ مګر لوستونکي دا ګڼي، چې دا ښه نظر دی. خو اکثره لوستونکي نه پوهیږي، چې د ښه او بد توپیر په څه کې دی؟ نو په دې ډول ځینې نامانوس تخلیقونه په ټولنه کې زیات شي او د ټولنې اصلي ځانګړنه چې کیفیت او ددې ولس ذوق دی له منځه وړي او یوه سیاسي نظریه بهتره وګڼل شي. نو بیا خلک د تخلیق له مخې فیصله نه کوي؛ بلکې دوی بیا د نظریې له مخې فیصله کوي. او دا ادب نه دی؛ بلکې د ادب اصلي دنده دا ده، چې د ټولنې ذوق او فرهنګ وساتي، نو کله چې په تخلیق کې! دا مضمون او نظریه نه وي، نو بیا څه وګڼو، چې غالب د خپل تصور او د خپلې ټولنې د تجربې یو تظاهر نه و؟ خوشحال بابا د خپل وخت د تقاضا پابند نه و؟ حمزه بابا د پښتون د د ابرو یو لوی مضمون لري، چې حتا د تصوف پښتون کیدو مقام هم ورته منسوب شوی و. څه وګڼو، چې د ادب اصلي دنده څه ده؟ نو که دا نه وي، نو تخلیق به وي، خو ادب به نه وي. اصل کې د ادب یوه لویه دنده دا ده، چې د تخلیق په اړه یوه پوره تیوري ولري.
چیرته چې ښه تخلیق نه وي، ښه تیوري نه شي رامنځته کیدای او چې تیوري نه وي، تخلیق څه ډول جذابیت مومي؟؟؟ یانې د ادب لویه دنده تخلیق او تیوري ده، مګر ددې نه بله لویه دنده؛ کره کتنه ده، ځکه چې تیوري د کره کتنې له شننې او تحلیله را پیدا کیږي. یانې کره کتنه د تخلیق د غنامندۍ، بصیرت، معرفت او د جذابیت لپاره د مننې وړ ده. بغیر له کره کتونکي، لوستل شونې نه دي. او څوک یې، چې شوني بولي، نو بیا میخانیک ادب د ذوق مرجع نه ده.
د میخاییل نعیمه د غربال کتاب یو روایت دی، چې : ((زموږ د اکثرو لوستونکو ذهنونه د پرون په کمزورو لیکنو ډک شوي دي.))( مخ: ۴۷، نوی عربي شعر)، نو باید کره کتنونکي راشي او نوې تیوري را وپنځوي. او د تخلیق په اړه کره رایه څرګنده کړي.
ادب د تاریخ سره مسلسلې اړیکې لري. په دې مانا؛ چې د زمانې تسلسل خپله یو تاثر دي. او په زمانه کې، جنګي، اقتصادي، ټولنیز فرهنګي عوامل د یو ډول فشار او خود خواهي لاندې وي، نو ادب هم په دې ډول د تاریخ د هر باب سره اشنایي او اړیکې لري.
یو وخت کې خوشحال بابا مغل: جابر، ظالم، دښمن او د خان بابا لوی سیاسي مخالفین یې ګڼل. مخامخ یې مغلو ته په شاعرانه ژبه خطاب کاوه، مګر را وروسته، چې مغل نه شته، په شعر کې مغل تر ډېره په یو سمبول اوښتی دی.
یو وخت ترقي پسند ادب دود شو، او د ختیځو ادبیاتو په ضد یې تیورۍ سازې کړې، ځکه چې د وخت دولت په کمونییزم استوار و. په ګرده نړۍ کې اکثره فلسفې او نظریې د حکومتونو په واسطه رامنځته شوې دي. او پنځګر، چې د هغې ټولنې وي، نو د ټولنې له تاثراتو ماورا نه وي؛ مګر زموږ کره کتونکو لا دا نه ده ثابته، چې څنګه په سیاسي لحاظ ادبیات وشني؟ ترڅو پنځګر پوه شي، چې څه ډول ادب دود کړي.
دا په یقین سره ویلی شو، چې ادب پنځګرو یا تخلیق کوونکو رامنځته کړی دی. یانې کره کتونکي باید دا تشخیص کړي، چې د رامنځته شوي تخلیق جوهر را وباسي او پنځکر ځینې ګټه واخلي.
د ژبو څیړونکو دا تر اوسه جوته نه کړه، چې د پښتو ژبې لرغونې دورې شعر او نثر د روښاني دورې د شعر او نثر په نسبت ولې اسانتیا او اوسني لیکدود ته ورته والی لري؟ ولې روښاني دوره ددې په نسبت زیاته پیچلې او یو ډول د مسلک خپراوی و؟؟
د یوې ټولنې تاریخي ارزښت، هغه وخت زیات تاواني شي، کله چې د نړیوال سسټم سره د سیالۍ وغورځي. د یوه ملت حیثیت هغه وخت له منځه ځي، کله چې د تخلیق د تاریخ سرچینې پکې ووژل شي.
ازبک قوم وایي، چې شنسب زموږ غور نیکه و!؟ دوی دلایل هم لري، مګر دا څنګه نه شي څرګندیدای، چې د امیر کروړ له حماسې دې را واخله او تر روښاني متن دې وڅېړل شي، تر څو موږ ته د ژبې تاریخ را څرګند کړي، چې د ژبې غنامندۍ اصلي مسله څه ده؟ یانې دلته لا تر اوسه د ژبې تاریخي مطالعه نه شته او که چېرې وي، نو ښکاره دې شي، چې ژبه څه ډول د زمانې سره په تغیر کې ده؟ د کلمو تاریخي شالید څه دي، او کلمې د فزیک سره کوم تړاو لري؟ یا د ایماق قوم تاریخي سرچینه دې ولیدل شي، چې دوی په کوم وخت د شنسب له اولاده بېل شوي او په یوه نوي ملیت را زرغون شوي دي؟ دا تاریخونه باید جوت شي. تر څو د ټولنې د تفکر ابهام مات شي.
یانې د یوې ژبې ارزښت، هغه وخت څرګندیږي، چې کله د ژبې مسلسل تاریخ شتون ولري. زموږ ډېر کم علماو دغو ارزښتونو ته متوجې او د ژبې یو پس منظر پسې تللي دي. پوهاند زیار او استاد اجمل ښکلی ددې برخې څيړونکي دي. او باید، چې دې برخه کې لا نور زیاران او اجملان پیدا شي او کار وکړي.
ایران، چې زموږ د نسب نه یوه وړه تللې قبیله وه، نن په ختیځو ادبیاتو کې ډېر ستر ځای لري، او په دې ادب کې یې پوره تاریخي او تخلیقي د تاریخ بابونه جوړ کړي دي. یانې نن په ختیځ ادب کې ایران د ډير لوړ مقام خاوند دي، دوی خپله په دې اعتراف کړی، چې موږ په سیمه کې د لرغونتوب یو ستر مکتب یو.
یانې د ژبې تاریخ باید څرګند شي؟ او کلمې دې د زمانې له مخې مطالعه شي. یانې زموږ څېړونکو له تر اوسه پورې دا ثابته نه شوای کړای، چې موږ ته د ژبې یو تاریخ پیدا کړي. او ووایي، چې دا د پښتو ژبې د کلمو مخینه ده او دا د قومونو ترمنځ د لهجو تاریخي مخینه ده.
کره کتونکي که د یوه ښه تخلیق په اړه نظریه ثابته نه کړي، نو را وروسته تخلیقونه به ډېر نامانوس خلق شي. باید د تخلیق مخه له نادرست والي را وګرځول شي.
یانې کره کتونکي باید د نصیر احمد احمدي د ناول د لیکنې طرز او تفکر لوستونکو ته وښایي، ځکه دده نثر د پښتو هنري داستاني ادب یو استادانه نثر و! نو باید لوستونکي پوه شي، چې د ښه ناول د رامنځته کیدو علتونه څه شی دي؟ زموږ ډېرۍ لوستوال اوس هم نثري ادب ته د تخیل لقب ورکوي، حال دا چې موږ د احمدي په ناولونو کې له حقیقته ماورا څه نه دي لیدلي او ساینس پیکشن تخیل نه وي، ځکه چې عمل وي. که چېرته دا کار و نه شي، موږ بیا نصیر احمد احمدي نه شو پیدا کولای. دا د ادب دنده ده ، چې دا ډول مسایل رابرسېره کړي.
سره ددې، چې په نړۍ کې تر هرڅه د شعر تاریخ ړومبۍ دی، ولې موږ لا تر اوسه د شعر د کلمو سپړنه په تاریخي لحاظ و نه شوه کړای. په دې برخه کې ډېرو کمو څیړونکو د مننې کارونه کړي دي، ولې په یوه ګل نه پسرلی کیږي. او بایده دي، چې کره کتونکي د تشویقي، حزب پرستي، ملتیاپالنې له چارچوبه راووځي او د هنر د لویې دنیا جاج دې په سهي مانا را وباسي.
زه وایم چې هیڅ دې د استادانو څیړونکو له خبرو سره توافق و نه شي، ځکه چې په هر څه کې د مخالفت دلایل مهم دي، او خلک دې دا درک کړي، چې دا د ژبې او ادب پور دی.
یانې موږ باید په شعر او نورو تخلیقي مسایلو باندې غور وکړو. دا غوره ده، چې د بې ځایه تربور ګلنۍ پر ځای دقیق او منطقي بحث وکړو. په تناسباتو، په تضاداتو او په قرینو پوه شو. دا د ادب دنده ده.
په اوس وخت کې د ادبیاتو دنده همدا ده، چې په دې شیانو بحثونه را وپرځول شي. زه دا غوره نه ګڼم، چې په ارګ کې دې استاد اصف صمیم او حبیب الله رفیع دوو نادروستو خبرو ته چوپ پاتې شي. او ودې ویل شي، چې لس کاله؟؟؟ پخوا پښتو نه وه. او دوی کې دا همت نه وي، چې ووایي پښتو وه، تاسو نه وئ.
موږ دې ته تخلیق نه وایو، چې عبدالغفور لیوال دې د هندي سینما پرټي زینټا ته او د پنجاب ملالې ته اشعار ولیکي او موږ، دې! ته هم تخلیق نه وایو، چې استاد ناګار دې جنرال ضیالحق ته سانده ولیکي.
اصل کې تخلیق همدا دی، چې په تخیل ولاړ وي، مګر استاد ناګار همدغه یوه شعر ته موږ نه شو را ټولولای، یقیني خبره دا ده، چې د استاد ناګار شعر، یو دومره نازک او لطیف انداز لري، چې په اوسني عصر کې بلخصوص په معاصر ادب کې ساری نه لري، ځکه چې استاد ناګار د مضمون شاعر دی. او مضامین چې کله هم شعر شوي وي، هغه بیا فنا في شعر وي، یانې تاسو باور وکړئ، چې د استاد ناګار د شعر طرز او تفکر په بل پښتون شاعر کې نه شته. اوس مسله دا ده، چې ناګار ولې نه دی، راسپړل شوی؟ ایا کره کتونکي او په اکاډمیکو مرګزونو کې ناست ملګري څه دنده لري؟ دا شیان د راسپړلو دي، او دا جرات باید وشي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.