دا د ابن خلدون له یوې مقالې څخه اقتباس دی، چې شاوخوا اووه سوه کاله وړاندې یې لیکلې، خو داسې ښکاري لکه چې زموږ د زمانې حال یې بیان کړی وي. ابن خلدون، چې د ټولنپوهنې (جامعهشناسي) بنسټ ایښودونکی بلل کېږي، په خپل نامتو کتاب مقدمه کې داسې وايي:
“کله چې دولتونه ړنګېږي، نو پکې فال بینان، سوالګر، منافقان، درواغجن دعوه داران، بې بنسټه لیکوالان، بېارزښته شاعران، جادوګر، د طبله وهونکي، بېبنیاده فلسفه کوونکي، د لاس او ستورو فال بینان، سیاست مداران، چاپلوسان او هيجا لیکونکي ډېرېږي.
د وخت نقابونه لرې کېږي، ګډوډي خپرېږي، د تدبیر وزن له منځه ځي، خبرې بېمانا کېږي، صداقت له دروغو سره ګډېږي، ج.ه.اد له بېځایه وژنو سره یوځای کېږي. کله چې دولتونه ړنګېږي، وېره عامه شي، خلک ټوټه ټوټه شي، عجیبې پېښې راڅرګندې شي، اوازې عامې شي، ملګری دښمن او دښمن ملګری شي.
د باطل غږ لوړ شي، د حق غږ چوپ شي، مشکوکې څېرې راڅرګندې شي، پخواني مومين خلک له سترګو پناه شي، امید مړ شي، عقلمندان غریب شي، د خلکو اصلي څېرې ورکې شي.
د حکومت غږ د بېځایه ویناوالو په شور کې ورک شي، د ملت پالنې شعارونه معامله وګرځي، ټول خلک د بېوسۍ په تمه شي، خلک د کډوالۍ پروژې جوړې کړي، وطن د سفر تمځای وګړځي، کورونه د خاطرو په بڼه پاتې شي، او خاطرې یوازې کیسې شي.
” الله دې وبښي، ای ابن خلدونه! آیا ته زموږ راتلونکی څارلی وه؟ تا هغه څه ولیدل، چې موږ یې تر ننه هم په سمه توګه نشو لیدلی!
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.