د سرې میاشتې او سره صلیب نړیوال فدراسیون وایي، په افغانستان کې د ماشومانو او امیندوارو او شیدې ورکوونکو میندو د خوارځواکۍ کچه په شدت لوړه شوې ده.
د سرې میاشتې او سره صلیب نړیوال فدراسیون د اندېښنه په ښودلو سره ویلي یې چې دا مهال په ټول افغانستان کې درې میلیونه او ۲۰۰زره تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان او ۸۴۰زره امیندواره او شیدې ورکوونکې میندې له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي.
دغه فدراسیون د دوشنبې په ورځ د اکټوبر په ۲۱مه په خپله ایکسپاڼه د یو ګډ راپور په خبرولو سره زیاته کړې چې له دې شمېره ۱.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ او په ټکو یې له مړینې او کمزوري ادراکي فعالیتونو درلودنکي حالت سره مخ دي.
د راپور له مخې، د دې ماشومانو او میندو تر ټولو لوړه کچه د افغانستان په کندهار او پکتیکا ولایتونو کې ده.
د راپور په ټکو، په کندهار له پنځو کلونو کم عمره له یو لک او درې زرو زیات ماشومان او نږدې ۴۲زره امیندواره او شیدې ورکوونکې میندې او پکتیکا ولایت کې بیا نږدې ۴۸زره ماشومان او له ۱۷زرو زیاتې امیندواره او شیدې ورکوونکې میندې په شدیدې خوارځواکۍ اخته شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو او میندو ځینې کورنۍ وایي، د بد اقتصادي وضعیت له امله له دې حالت سره مخ شوي دي.
د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ اوسېدونکي او په خوارځواکۍ د اخته درې کلن اتل پلار شېر محمد ازادي راډیو ته وویل: “زما دوه زامن دي چې دا یو یې په ډېر بد حالت کې دی او شدیدې خوارځواکۍ اخته شوی، موږ دومره څه نه لرو او وضعیت مو داسې نه دی چې ده ته ښه خوراک راوړو، مزدوري نهشته او په دې ملک کې وچکالي هم ده، بس ډېر بد حالت کې یو.”
خو د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان د دوشنبې په ورځ رسنیو ته په استولي ویډیویي پیغام کې ویلي چې دوی په خوارځواکۍ اخته میندو او ماشومانو ته د روغتیایي خدمتونو د رسولو هڅې کوي.
زمان وویل: “د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي د چې د ایپيډي یا بستریزو سیاټونو په زیاتولو سره په لرې پرتو سیمو او ولایتونو دغه راز مرکز کې د سوی تغذیې اخته ماشومانو او میندو نه معیاري خدمتونه وړاندې کړو.”
د افغاني سرې میاشتې او سره صلیب نړیوال فدراسیون هم ویلي چې په دې برخه کې روغتیایي مرکزونو ته د مرستو لپاره د عاجلو اقداماتو په هڅه کې دي.
یو شمېر افغان ډاکتران وایي، د خوارځواکۍ د مخنیوي او درملنې لپاره تر ټولو ښه وخت میندو ته د امیندوارۍ پر مهال او د ماشومانو د نوي پیدایښت پر مهال دی چې باید دي پاملرنه ورته وشي.
مېرمن بهرام وايي: کله چې له رواني اړخه د میندو حال ښه وي دوی له هرو هغو خوارکي توکو چې ورته د لاسرسي وړ وي، ښه انرژي اخیستی شي نو په دې ډول هم د مور او هم د ماشوم د خوارځواکۍ مخنیوی کېدای شي.
د نسایي ولادي څانګې متخصصې ډاکترې سونیتا بهرام ازادي راډیو ته وویل: “کورنیو ته په ځانګړې توګه هغو ته چې په کور کې ورسره امیندواره میندې اوسېږي، زموږ توصیه دا ده چې د امیندوارۍ پر مهال دې خپلو مېرمنو ته د روحي رواني اړخه جدي پام وکړي، ځکه کله چې له رواني اړخه د میندو حال ښه وي دوی له هرو هغو خوارکي توکو چې ورته د لاسرسي وړ وي، ښه انرژي اخیستی شي نو په دې ډول هم د مور او هم د ماشوم د خوارځواکۍ مخنیوی کېدای شي.”
د سرې میاشتې او سره صلیب د نړیوال فدراسیون راپور کې ویل شوي چې میندو او ماشومانو کې د خوارځواکۍ د بېسارې او خطرناکه کچې د لوړېدو لاملونه د ۲۰۲۴م کال د مې او سپټمبر میاشتو تر منځ موده کې د دوامدارې وچکالۍ، طبیعي پېښو، له مېنو د خلکو د بېځایه کېدو، د خوړو نه خوندیتوب، بېکاري او د خلکو ناوړه اقتصادي وضعیت دی.
د یادونې ده چې د سږ میلادي کال له پیله تر اوسه د ګڼو اقتصادي ننګونو تر څنګ وچکالیو او شدیدو سېلابونو او ورښتونو هم د دغه هېواد اکثره ولایتونه وځپل او آن زرګونه کورنۍ یې له خپلو مېنو بې ځایه کېدو ته اړ ویستې.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320




Comments are closed.