منظوري کاروان

عبدالوکیل متین

385
سرې خولۍ لښکرې شوې کاروان د منظورخان سره
شور کوي په مخ ځي د زمريانو له کاروان سره
پرانيزه سينه ورته خيبره! خپل تاريخ په شان
جوړ به شي قومي عدالت تا کې له ښه شان سره

بيا کړه راژوندی د ابدالي او د هوتک دوران
يو ځای کړه دا دور د هوتکو له دوران سره

وښايه خپل زور د خپل عظمت د تاريخي جرګو
يو ځای کړه پښتون افغان جرګې د ميرويس خان سره

بيا به شې خيبره! “يو” مثال د پښتنو د يويشتم قرن
بيا به شې خيبره! جرګه ځای د احمدخان سره

تا د اورنګزېب او رنجيت سنګ لښکرې ماتې کړې
بيا وکړه مېړانه لوی پښتون د لوی افغان سره

ای خيبره! ته يو لوی سنګر د افريدو او د شينوارو ېې
وياړ دې تل يادېږي د مومندو، اېمل خان او درياخان سره

ای خيبره! يو کړه پرګنې د ټول افغان ټبر
يو ځای پښتانه کړه له خدمت د غفارخان سره

ای خيبره! ته د ګيله من وزير د هېلو لويه خاوره ېې
ستا نوم ېې ستايلی تل له نوم د منظور جان سره

ای خيبره! بيا د پښتنو تاريخ کې نوې صفحه پرانيزه!
يوولس اکتوبر د استقلال او سوله ايز بري بيان سره

متينه! د بري شرط دی کلک عزم، منظوري فکر
خدايه! کامياب کړې پښتانه له خپل ارمان سره

—————— اکتوبر – ۸ – ۲۰۲۴
منټيکا – کليفورنيا

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.