عینک- پورته امریکایی ډرون، لاندې خوار چینایی

عبدالروف لېوال

604

 هغه زموږعزیزشیخ الحدیث حماسی ویل چې دعینک ذکر په قران شریف کې شوی زه داخبره بې څه نه بولم پنځه شپې مخکې دسلواټې په غره(دموسهی جنوب)ته داسې یو ډرمب شو چې موسهی اوعینک یې ولړزول اوجوخت ورسره دډرون غږ هم پورته شو نویووهم راته پیدا شو دې وهم زه دحماسی خبروته بوتلم او خان سره مې فکر وکړ چې هغه وخت الله ج موسی علیه سلام ته وویل چې (لن ترانی) ته مانه شې لیدلی خوزما نور ته وګوره چې په کوه طور نازل دی وګوره په کوه طور د خدای ج د نورلویدو له کبله غر ټوټې اوموسی علیه سلا م بې خوده شو هغه دری ژبه کې وایی چې موسی شنیده محمددیده + شنیده کی بود مانند دیده.

سبحان الله وروسته له دې سوچونو زما غوږونه چې  د دې مهیب غږ نه دپ شوی وو نو بیرته خلاص شول ما ویل چې حماسی ستا خبرې هم بې څه نه دی  د عینک شمال ختیځ او د موسهی ختیخ لور ته یوه سیمه ده چې دښتک يې بولو، دا سیمه په ګوتو شمار کلی لری چې مشهوریی، څاګی، باغګی، لوی کلی اوبل هم شینکی دی، مومن خان (بیلتون) سندربول د همدې سیمې ووچې د هغه دخور میړه د شپنۍ لپاره د لوګر څرخ ته بوت ځکه هغه یتیم او بل څوک یی نه لرل او دشپونوالی  په مهال به يې له غره خوږ آواز اوریدل کیده (ستا دسترګو جار شم ستا ترمخ کوربان) زموږ موسی والو به چې دودونو دمحفلونو لپاره کټه ډول یا دومرده ډول په کار شو او دخلیفه احمدجان وروسته د هغه د زوی محراب لالا په ډول به مو قناعت نه کاوه بیا به موله دښتک نه تکړه ډولچیان راوغوښتل خبره بلې خواته لاړه خو ښه شوه خبره په ډول چی راغله نو.

(ډول چي راوباسی) دادهغه طالبانو غږدی چی څو ورخې مخکې زموږ د ښادۍ په محفل یو نا څاپه را نازل شول په دریم پوړ کې زنانه وو ډول غږاوه ، لومړی سرکې ما فکر کاوه چې داد خپلوانو کومه زنانه ده چې ډول وهی خو وروسته جوته شوه چې هغه یوه هنرمنده (اهل حرفه) وه ، لنډه دا چې د طالب ګوتو ته ورغلو هر څه ورته وایم چې ډول چی نه دی بلکې ډول چۍ ده خو هغه دسلواغې ګومان وکړ او زما خبره یې تمسخر وګڼله نولا په قهر شو، زه همدا اوس هم حیران یم چې زنانه ډول غږونکې څه رنګه ولیکم (ډول چۍ) ګرچه دغه (چه) په دری ژبه کې (تصغییر) وړوکی ته کارول کیږی لکه باغچه، دهلچه، کتابچه او نور خو پښتو ژبه کې هم ډیر کارول کیږی، په هر صورت پیښه د څو تنو سپینروبو شاهدانو په شهادت ورکولو حل شوه  طالبانو هغې زنانه ته وویل چې وروسته له دې به ډول نه وهی خو هغه دومره زړوره ښخه وه او ویې ویل چې زه له همدې لیارې خپلو بچو ته ډودۍ بیدا کوم او زغرد ځواب یې ورکړ (ډولچی چې ډول وهی ، زور به یې لری ) د طالبانو هم داډول له لرې خوښ شوی وو (صدای دهل از دور خوش است) راغلو دې ته چې اهل تشیع دلمونځ په قعده کې چې کینی نو خپل لاسونه پورته کوی او په زرپ یې په زنګنووهی نو امر بالمعروف والا ورته وویل چې دا کار مه کوی، بله ورځ همهغه شیعه لمونځ کاوه اوامر بالمعروف کنترولاوه شیعه دعادت په حساب بیا خپل زنګون وواهه امر بالمعروف له شا یوه قمچینه ورواچوله او ورته یې کړه (وه خنخیره بیا ډول وهی) هغه په وارخطایی ورته وویل آکو ملاصاحب نمو زنم
ډول غږول زما په اند په دې دلایلو حرام ندی:

الف : ډیری علماوو په قرآن شریف احادیثو کې لټون کړی او په دی هکله یې صریح کوم څه نه دی موندلی

ب : د قاضی محمد حسن حقیار د موسیقۍ د کتاب له مخې هم ډول حرام نه دی.

ج : روایت دی چې د حضرت رسول اکرم ص په پیر کې دغزا دپیل لپاره له (دف) نه چې یو رقم ډول وو استفاده کیده.                                                       

د : زما په وړکتوب کې دموسهی دحسین خیلو په لوی جومات کې به دجمعې په شپه طالبانو او اوچړیانو بنډار کاوه او دغوړیو له پیب (ټیم) نه چې دډول په شان غږ یې درلود کار اخیست.

د افغانستان نامتو ډول غږونکی استاد ګل علم غزنی چی  که وفات وی خدای دې وبخښی اوکه زوندی وی روغ ډې وی.

عبدالرووف لیوال
نوربیا

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.