غوباړی

لنډیز: عاقب عمر

515

“غوباړی یا خرمګس د ایرلنډۍ انګرېزې، مېرمن اتل لیلیا ووینیچ لومړنی ناول دی چې په ۱۸۹۷ کال کې چاپ شوی و. د لیکوالې په ژوند کې، یوازې په شوري اتحاد کې د دې کتاب شاوخوا دوه میلیونه او پینځه لکه ټوکه خرڅ شوي وو. پر دې ناول فلمونه او ټلویزوني سریالونه جوړ شوي او د دنیا په ډېرو ژبو ژباړل شوی دی.”

د ناول لنډیز:

ارتور یا غوباړی د ناول اصلي کرکټر دی. ورور یې د بېړیو لوی تجار دی او دی په پوهنتون کې تحصیل کوي. د مونټانلي په نامه له یوه پاپ سره ناسته او ولاړه لري او له زړه ورباندې ګران دی؛ حتی هغه ورته دومره مقدس دی چې د پښو خاورو ته یې هم احترام کوي. ارتور ته هغه ډېر لوی فیلسوف ښکاري، ځکه چې له ده سره د پوهنتون په هر کتاب کې مرسته کوي او ورښیي یې. مونټانلي ارتور ته د کلیسا د کتابتون کلي هم ورکوي او ساعتونه یې پرېږدي چې هلته مطالعه وکړي. یوه ورځ مونټانلي ارتور ته وایي چې د ده دنده بدلې شوې او باید پر ځای بل پاپ راشي. ارتور سخت خفه کېږي. هغه بل کاردینال چې راځي، هغه هم له ارتور سره ډېره ښه رویه کوي، ځکه چې مونټانلي د ده د هوښیاتوب په هکله ورته ډېر څه ویلي وو.

نوی کاردینال ارتور ته وایي چې د ده په لاس توبه وکړي او په خپلو تېرو ګناهونو اعتراف وکړي. ارتور د ایټالیا ازادي غوښتونکي ګوند سره هم پټې اړیکې لري چې پرته د ګوند له غړو، نور څوک نه دي خبر. په هغه ګوند کې دی یوه ملګرې هم لري چې جیما نومېږي او دواړه یو ځای ځي او راځي. ارتور چې کله د نوي کاردینال په لاس توبه کوي، کاردینال هغه دولت ته په لاس ورکوي او ورته وایي چې هغه د دولت مخالف ګوند سره پټې اړیکې لري.

ارتور زندان ته ځي او وروسته له څه وخت تېرولو بېرته خوشې کېږي او د کور پر خوا خوځېږي. کور ته چې ننوزي،
ورېنداره یې ورته ډېرې سپکې سپورې وایي او رټي یې. هغه ورته وایي نن شپه باید تا ته حقیقت دروښیم. ورېندار یې ورته وایي چې ته زما د خاوند اصلي ورور نه یې او مور دې مونټانلي سره پټې اړیکې درلودې او ته د هغه زوی یې؛ خو موږ دې دلته ساتو. ارتور ته دا خبره هېڅ د زغم وړ نه وي او پرېکړه کوي چې باید ځان ورک کړي. نیمه شپه له کوره وځي او په خپله کوټه کې یو لیک د مېز پر سر پرېږدي چې پکې لیکلي یې وو: ما یوازې د خوړ په مټه کې وګورئ او نښه به مې خپله خولۍ د سیند په غاړه پرې ایښي وي. کله چې سیند ته رسېږي ځان په یوه بېړۍ کې پټوي او د امریکا خوا ته ځي.

د ارتور په زړه کې په نام پاپ، کلیسا او سېڅلی کتاب ځای نه لري او کرکه ترې کوي. مونټانلي چې کله فلورانس ته راځي د خلکو په منځ کې د نورو پاپانو د زنا، لواطت، رشوت او حرامخورۍ خبرې ډېر تودې وي؛ مګر د مونټانلي په باب خلک دا فکر هېڅ نه کوي. غوباړی او مونټانلي وروسته له شلو کلونو بیا په یوه ښار کې یو ځای کېږي؛ خو مونټانلي غوباړی نه پېژني. غوباړی په طنز لیکلو کې اوس دومره اوچت قلم خوځولای شي چې هر ګوند او اخبار ورته زارۍ کوي چې دوی ته ورشي او کار ورسره وکړي خو دی د ایټالیا د ازادي غوښتونکي ګوند سره پاتې کېږي چې د کلیسا مخالف ګوند دی.

په فلورانس کې د غوباړي او نا اشنا لیکوال تر منځ د لیکونو تبادله د ټولو هوټلونو، چایخونو او خلکو په منځ کې یو تود بحث و. غوباړي پر مونټانلي او کلیسا دومره طنز او هجوه ولیکې چې هېڅوک یې هم خندا ته نه شوای تکیه کېدای او انا اشنا لیکوال هم خپله مونټانلي و.

د ګوند په غړو کې جیما هم ورسره ده خو دی ځان نه ورپېژني او څېره په مکمله توګه بدله شوې، ځکه چې په دې شلو کلونو کې په هغه ډېرې خوارۍ، زحمنتونه، وهل او ډبول تېر شوي وو. په مخ یې یو لوی داغ پیدا شوی و، پښه یې ګوډه شوې وه او پر وجود یې ډېر زخمونه ښکارېدل. جیما لږ لږ شک پرې کوي؛ خو بیا له ځان سره وایي چې ارتور خو غرق شوی دی، دا څنګه امکان لري چې هغه دې و اوسي.

یوه ورځ غوباړی له څو ملګرو سره پرېکړه کوي چې باید په قومندان او عسکرو د ښار په منځ کې، برید وکړي. کله چې حمله کوي او هغوی ورباند زورورکېږي، دوی تښتي؛ ملګري یې ځي او د ده پښه ګوډه ده او اس ته نه شي ختلای؛ نو دې وخت کې عسکر راځي او دی نیسي. په دې حمله کې د قومندان وراره او دوه نور عسکر ټپیان کېږي.

مونټانلي چې کله خبرېږي غوباړی یې زندان ته راوستلی دی، ورځي او د هغه پوښتنه کوي او په ډېره نرمه لهجه ورسره چلند کوي او راغواړي یې خپل اتاق ته. زخم یې ورپټی کوي او قومندان ته هم وایي چې لاسونو ته یې زولنې وانه چوي. د غوباړي او مونټانلي تر منځ ډېرې خبرې ښکته پورته کېږي او د مونټانلي غوسه راپاروي. مونټلي عسکرو ته غږ کوي چې دی بېرته خپلې خونې ته بوځئ. قومندان له مونټانلي څخه اجازه غواړي چې دی همدلته نظامي محکمه کړي. سبا ته بیا مونټانلي زندان ته ورځي او له هغه سره کېني او خبرې ورسره کوي. کله چې غوباړی خپل ځان ورپېژني؛ د مونټانلي په سترګو توره شپه شي چې دا څه وینم.

غوباړی په ویاړ ورته وایي چې قومندان ته اجازه وکړه چې ما محکمه کړي. زما ملکري راځي او تاسو یو هم نه پرېږدي. مونټانلي سخت خفه کېږي او د هغه اجازه ورکوي. سبا ته شپږ تنه ټوپکیان چمتو ولاړ دي چې قومندان امر وکړي چې غوباړی وولي؛ خو په زړونو کې ډېر غمجن دي، ځکه چې د داسې یوه کس په وینو به یې لاس سره شي چې تل یې حقیقت ویلای دی.

قومندان امر کوي او دوی غوباړی په نښه کوي او د غوباړي په سپینه نېکټایي د سرو وینو لومړی څاڅکی څڅي. غوباړی پر مځکې لوېږي او مونټانلي دې وخت کې راننوځي. د هغه سر ته درېږي او قومندان ته وایي: تا زما زوی وویشته، زما زړه دې زخمي کړ… وروسته یې د جنازې مراسم پیلوي.

جیما ته د زندان یو ساتونکی لیک راوړي چې دا لیک غوباړي په اخري شپه ده ته ورکړی چې فقط جیما ته به یې ورکوي. جیما چې لیک خلاصوي، د دې هماغه نوم پرې لیکل شوی کوم چې ارتور به دې ته شل کاله وړاندې اخیسته: سلام جیم…!

د لیک له لوستلو وروسته د هغې له سترګو د اوښکو سېلاب روانېږي او ځان قابو کول ورته له وسه تېر دي. لیک چې خلاصېږي د کلیسا زنګ درې زنګه وهي، دا پوښتنه کوي چې څوک مړه شوي دي، عسکر ورته وایي چې د غوباړي له جنازې وروسته، په مونټانلي د زړه حمله راغله او مړ شو، دا زنګونه د هغه خاطره دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.