یو اتریشي لیکوال زمونږ د خپلواکۍ کیسه په ډیرو لنډه ټکو کی کړی. ما درته راوژباړله. ویی لولئ خوند به تری واخلئ:
د ۱۹۱۹ م کال دفبروري دمیاشتې په شلمه نیټه د شپې دوه بجې د لغمان په کله ګوش کې افغان واکمن امیرحیبیب الله خان دتمانچې ډز پر ابدي خوب ویده کړ.
دهمدې شپې پرسبا دامیر ورور سردار نصرالله خان په جلال اباد کې خپله واکمني اعلان کړه او درسمیت پیژندنې لپاره یی په هند کی له انگلیس استازي چلمسفورډ سره اړیکې ونیولې. هندي استازي د فبروري په ۲۵ نیټه یعنې څلور ورځې وروسته لندن ته خبر ورکړ چې نصرالله ډیر تلوار کوي او دلیک له بڼې یی داسې جوتیږي چې دوه اړخیزه ملګرتیا غواړي، خو دامیر ناڅاپي مرګ ماته دشاهي کورنۍ دغړیوو ترمنځ یو بل ډول سیالي را په ډاگه کوي. له یوې خوا دامیر دریم ځوۍ امان الله خان په کابل کې ځان دپلار ځای ناستې اعلان کړې او له بلې خوا په جلال اباد کې دهغه ورور همدیته ورته کار کړې. خو زما هیله داده چې له دغو دواړو یو دریښتیني ملګري په توګه غوره کړو. دا هم باید په ډاګه کړم چې ملایان او روحانیون دنصرالله خان ، خو عسکري ځواک او عام ولس دامان الله خان ننګه کوي.
او پټه دی نه وي، چې په ختیځه نړۍ کې دمذهبي او دیني سرچینو په پرتله دغورځنګونو خوځنده قوه ملي احساس دی، نو هرکله چی دواړه لوري په سیالۍ کې دیوبل پروړاندې ودریږي نو بریالیتوب د ولسپالو په برخه وي، نو له حالاتو داسې معلومیږي چی امان الله خان دهیواد واګې په لوی اکثریت په لاس کی نیسي.
له دې وروسته لندن ډهلي ته خبرورکړ چې له دغو دواړو اعلان شویوو دولتونو څخه یی یو هم ترهغې چې یو له دواړو ښه رامخکې نشي او ځان ریښتینې واکمن ثابت نه کړي په رسمیت ونه پیژني.
دمارچ په دریمه نیټه امان الله خان چلمسفورد ته ولیکل: زه هیڅ شک نه لرم چې تاسو به زما دپلار په ناڅاپي مړینه خواشیني شوي یاست، ځکه نوموړې دبې پرې سیاست څښتن او له تاسو سره دریښتینو او دوستانه اړیکو پلوي و، او نور نو هرڅه تاسو ته جوت دي. خو دومره وایم چې د یو امیر په توګه دافغانستان تاج او تخت ماته سپارل شوې، نو له همدې امله تاسو ته دا یوه نکته دریادول غواړم چې ازاد او خپلواک افغانستان دپخوا په څیر په هر مهال او هر ډول شرایطو کې له تاسو سره د دوه اړخیزې ملګرتیا پربنسټ چلن خپل اصول ګڼي، او دټولو سوداګریزو او ناسوداګریزو اړیکو او پریکړو په هکله چې زمونږ او ستاسې دهیوادونو په ګټه وي دلوۍ انګلستان سره په هر وخت کې خبرو ته چمتو دې.
څو ورځې وروسته امان الله خان خلکو ته اعلان وکړ چې دافغانستان دامارت واګې په لاس کې اخستل او د پاچاهۍ پرګدۍ کښیناستل په دوه شرطونو مني: یو داچې ترهغې به په ارام نه کیني چې دخپل پلار د مرګ غچ یی نه وي اخستې او بل داچې افغانستان یی دخپلواکۍ دستر نعمت په ګاڼه نه وي پسوللې.
هماغه و چې امیر امان الله خان داسد دمیاشتې په ۲۸ نیټېه ۱۲۹۸ه ش کال لویه جرګه راوبلله او په هغې کی یی په رسمي ډول دافغانستان خپلواکي داسې اعلان کړه:
له دې وروسته زه خپل ځان او خپل ګران هیواد دټولو بیروني او داخلي چارو له مخې په پوره توګه ازاد او خپلواک اعلانووم، نور به زمونږ هیواد لکه دنړۍ دنورو هیوادونو او ولسونو په څیر دازادۍ له نعمت څخه خوند اخلي او هیڅ بیروني قدرت ته به ددې اجازه ورنکړم چې دسر د یو ویښته په اندازه هم دخپلواک افغانستان د بهرني او داخلي سیاست په بریدونو کې لاسوهنه اوتیرې وکړي، او که هرچا داکار وکړ نو سوګند په خدای یادوم چې په دغه توره یی سر ور پری کړم.
له دې وروسته یی انگلیس سفیر ته چې په جرګه کې ناست و مخ راواړوه او په تنده لهجه یی ورغبرګه کړه:
اۍ سفیره! ماچې څه وویل ته پرې پوه شوې؟
هغه له ویرې په ډک انداز سر وخوځاوه، چې هو پوه شوم .(
نور نو په افغانانو کې دملي غرور احساسات راوپاریدل، او داسې ښکاریدل چې دخپل هیواد خپلواکي له دې وروسته آن دخپلو سرونو په بدله ساتي او تر هغې به دخپلواک هیواد څخه په میړانه دفاع کوي چې یا بریالي شي او یا ککرۍ وخوري.
له دغه اعلان څخه دوه ورځې وروسته دهند نایب السلطنه امان الله خان ته ولیکل:
په دې کې هیڅ شک نشته چې مونږ به ستاسېو پریکړه ومنو خو چندان زړه ورته نه ښه کوو او ستاسو په دا ډول پريکړه افسوس کوو، په داسې حال کې چې افغانستان تازه دیوې دردناکې پیښې سره مخ شوې او داسې یو څوک یی له لاسه ورکړې چې تل یی دخلکو دښیګڼې، سولې او ارامۍ لپاره کارکاوه ، او په خپلو عاقلانه څرګندونو یی تل د جګړه ایزو معاملو څخه ځان ساتلې و. نو د انګلستان حکومت د خپل دا ډول ملګري په مړینه ډیر غمجن دې . او له تاسې هم مننه کوو چې دامارت پرګدۍ له ناستې سره سم مو مونږ ته خبرراکړ او د خپل پلار او نیکه په څیر مو زمونږ سره خپله ملګرتیا وښودله. خو کومه پریکړه چې تاسو کړې دهغې په اړه اوس مونږ ځکه څه نه وایو چې دافغانستان خلک دیوې دردناکې پیښې سره مخ شوي او هم دخبرو لپاره مناسب وخت نه بریښي.
له دې لیک څخه دوه اونۍ وروسته امان الله خان خپل عسکري ځواک ته دهند او افغانستان ترمنځ په پرته اوږده پوله دورختو قومانده ورکړه او له امله یی درې افغان جنرالان دډیورنډ دکرښې پر لور رهي شول.
سرلښکر او عمومي قوماندان صالح محمد خان د مۍ د میاشتې په دریمه نیټه ډکې ته ورسید، عبدالقدوس خان دمۍ دمیاشتې په پنځمه نیټه دغلجي قوم له لښکرو سره مخکې لاړ او له دې یوه ورځ وروسته محمد نادرخان له منظمو عسکرو او دغلجي قوم له څو زره نفرو سره د خوست له پولو ورتیرشو
دانګلیس افغان ترمنځ خونړۍ نښته دمۍ دمیاشتې پر شپږمه نیټه ۱۹۱۹ کې پیل شوه.
افغاني عسکرو دلنډیکوتل داوبو سرچینه پر انګریزانو بنده کړه خو انګریزانو په ځواب کې د خیبر تنګې وتړلو او داسې ښکاریده چې یوه ویروونکې خاموشه جګړه له دواړو خواوو پیل ده، دصالح محمد خان ځواکونو دمناسب وخت نه مخکې پر انګریزانو برید وکړ، خو هغوی وار له مخه ځانته دمخکې تګ څو مناسبې لارې غوره کړې وی. همداسې وشول پرافغاني عسکرو ختیځه ساحه تنګه شوه او برتانوي عسکر لږ څه مخکې لاړل چې پر دی مهال د نادرخان ځواکونو په بله جبهه کې اوربل کړ او انګریزي قطعو هغې خواته مخه کړه او دلته پر افغاني عسکرو فشار لږ شو او له بندې کړۍ راووتل.
دجګړې له پیل څخه لږ وروسته په بیړه حالات واوښتل، انګریزان وتښتیدل، ووژل شول، بې شمیره ټپیان شول او افغاني زمریان دجګړې پرډګر بریالي ودریدل.
د مۍ د میاشتې په ۲۴ نیټه امان الله خان په هند کی انګریزي وایسرای چلمسفورد ته بیا ولیکل:
اوس یی منې او که نه؟
دا ځل هغوی په ډیر ترخه غبرګون د امیر خبره ومنله، جګړې پایء ته ورسیدې او افغانستان خپلواک شو.
—————————————————————————————————–
![]()
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.