مونږ تل په سرو وينو سنګر ساتلى
تل مو په وينو خپلواکي ګټلې
مونږ ته وياړ دى افتخار کوو پرې
د مټ په زور مو آزادي ګټلې
خپلواک پيدايو پۀ خپلواکه خاوره
په توره سپر مو سوبه تل له هر پردې ګټلې
زمونږ په تاريخ نور ملتونه وياړي
بس دى همدغه افتخار زمونږه
زمونږ د نيکو په څير ميړونه غواړي
بس دى همدغه افتخار زمونږه
زمونږ شهامت ټولې نړۍ ليدلى
بس دى همدغه افتخار زمونږه
دې خاورې غيږ کې اتلان روزلي
دا د تورزنو پښتنو خاوره ده
دلته غليم په زور شړلى مونږه
دا د ميرويس او احمدخان وطن دى
دلته باننګه احمدخان لوى شوى
دا د ميوند د ايوب خان وطن دى
دلته ملالې جنګ په توره کړى
دلته يو ستر ښامار مات کړى مونږه
چې باداري يې په نړۍ کوله
ستر د نړۍ بادار مات کړى مونږه
چې د تسخير په نيت راغلى دلته
هغه په کلک ګوذار مات کړى مونږه
تور پنجابیان چې اوس ډغرې وهي
دوی دې پوښتنه خپل نیکه نه وکړي
ور دې شي حال دې دانګریز وپوښتي
لږ دې پوښتنه له برایډنه وکړي
زمونږ نیکو د عبرت درس ورکړی
ور دې شي حال دې مکناټنه وکړي
پنجابه! اوس خو دې زوال راغی
ځکه له اور سره ډغرې وهې
زور دې د مچ لګې په مخ باندې
قوت او زور سره ډغرې وهې
مونږ چې لرو دا اتلان زلمي
شهید قاسم په څیر ځوانان زلمي
خود به په شا درتبموي پوځونه
خود به په ځورنډ سر درځی پوځونه
ځکه دا خاروه خپل واکدار لري
بچي یې شته ننګیالی پلار لري
هرموټی خاورې نه دفاع کوي
زوړ او زلمي مو دا اقرار لري
په شهادت یې مونږه ویاړ کوو
میندې دې راوړي داسې نور بچي
چې خپله خاوره له دوښمن وګټي
غلیم ته وښیي خپل زور بچي
واحديار غواړي تل مدام خپلواکي
تل مبارک شه د افغان خپلواکي
دخپلواکۍ د بيا گټلو 104 کليزه دې ټول افغان ملت ته مبارک وي!
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.