ط..البان پر بهرنیو اسعارو د ملکیتونو پیر او پلور منع کړ

849

افغانستان کې د طالبانو حکومت پر بهرنیو اسعارو د ملکیتونو، وسایلو او وسایطو پر پلور بندیز ولګاوه. دغه پرېکړه د طالبانو د کابینې په غونډه کې شوې او کورنیو چارو وزارت ته یې د پلي کولو امر کړی دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په افغانستان کې پر بهرنیو اسعارو د کورونو، ځمکو، هټیو، مارکیټونو، اپارتمانونو، وسایلو، موټرو او دغه راز ګروي منع ګرځولې ده. د طالبانو حکومت په افغانستان کې امنیه قومندانۍ او کشفي ارګانونو مکلف ګرځولي، چې دغه پرېکړه عملي او وڅاري.

د راپورونو پربنسټ، په یو شمېر ولایتونو کې پر بهرنیو اسعارو خصوصآ پاکستانۍ کالدارو او ایراني تومانو راکړه ورکړه کېږي او د طالبانو له راتلو سره د بهرنیو اسعارو چلښت ډېر شوی دی. سربیره پر دې، د افغانستان په ګڼ شمیر ولایتونو کې پر امریکايي ډالرو هم دغه راز مالي معاملات کیږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.