طالبان: د نجونو ښوونځیو په اړه د بهرنيانو فرمایشونه او فشارونه نه منو
د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت وایي، د نجونو د ښوونځیو په اړه د هېڅ کوم بهرني هېواد او چارواکو فرمایشونه او فشارونه نه مني.
وروسته له هغې چې د طالبانو د حکومت په ادرس له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کوونکو پر مخ د ښوونځیو د تړل کېدو په تړاو غبرګونونه تېز شول، د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت وايي، په دې برخه کې دوی د هېڅ یو بهرني هېواد فرمایشونه او فشارونو ته غاړه نه ږدي.
د دغه وزارت ویاند عزیز احمد ریان مونږ ته وویل، چې د دوی حکومت د خپل مصالحو په نظر کې نیولو سره د د دغو نجونو د ښوونځیو پرانېستل ځنډولي دي.
هغه زیاته کړه: “اسلامي امارت که نجونو ته د تعلیم اجازه ورکوي یا دا اجازه ځنډوي، د خپلې پالیسۍ او مصالحو په اساس یې کوي، په دې اړه د خارجي جهتونو چې کوم فرمایشونه دي، یا هغوی کوم فشارونه واردوي او اخطارونه ورکوي دا هېڅ اهمیت نه لري، دا کوم منطقي اړخ نه لري، اسلامي امارت دلته د یو مستقل نظام په توګه د خپلو مصالحو او خلکو په حقونو تر بهرنیو جهتونو ښه پوهېږي.”
ښاغلی ریان وایي، چې د دوی حکومت په ټولو نورو برخو کې د ښو مشورو ورکړې او همکاریو ته اړتیا لري، خو په خبره یې د دوی ګواښونه ورته د منلو نه دي.
نوموړی دا خبره وروسته له هغې کوي، چې د افغانستان د ښځو په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو ځانګړې استازې رینا امیري له یوې رسنۍ سره په یوه مرکه ویلي، چې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د بندوالي په اړه باید له طالبانو سره جدي حساب وشي.
طالبانو له دې وړاندې له رسنیو سره په خبرو کې ویلي وو، چې له ۶ ټولګیو پورته د نجونو ښوونځیو بیا پرانېسته به د دوی د مشرتابه تر امر ثاني پورې ځنډولي وي.
ظاهراً طالبانو د دې پرېکړې لامل، د نجونو زده کوونکو او ښځینه ښوونکو د لباس یا جامې لپاره د طرحې جوړول یاد کړی وو.
پرون چهارشنبه د بشري حقونو د څار ډلې په یوه تازه راپور کې ویلي، چې طالبانو په بلخ ولایت کې د نجونو د ښوونځیو ښوونکو او زده کوونکو ته خبرداری ورکړی چې که د جامو په اړه سخت مقررات رعایت نه کړي، ښوونځي به یې بند کړل شي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.