څنګه کولای شو ښه شخصيت ولرو؟

1,078

په دې لیکنه کې به تاسو هغه لارښوونې ولولئ، چې تاسو ځانګړي کوي او خلک به مو شخصيت ته درناوی لري.

 خپل ظاهر ته ارزښت ورکړئ
د هرې اړیکې په شروع کې ظاهري شکل خورا اړین فکټور ګڼل کېږي. په هاروارډ پوهنتون کې ترسره شوې څېړنه ښيي، چې انسانان ظاهر ته په کتو په لومړۍ ليدنه کې د مقابل لوري په اړه له ۳ نه تر ۷ ثانيو پورې  قضاوت کوي.
ددې لپاره چې ځانګړي و اوسو نو اړينه ده، چې خپل لباس، ويښتانو او حرکاتو ته بشپړ پام وکړو. البته له دې څخه موخه دا نه ده، چې له کلتور خلاف ځينو کړنو ته مخه کړو، مګر کولای شو، مناسب او پاک لباس پر تن کړو. همدارنګه د لباس په انتخاب کې باید خپل عمر، موقف او دنده هم په نظر کې ونيسو تر څو مقابل لوری مو لباس ته په کتو د حيرانتیا پر ځای د آرام احساس وکړي.

 خپل ځان وپېژنئ
تاسو څوک یئ؟ په ملګرتيا، فرهنګي، اقتصادي او نورو مسئلو کې ستاسو ارزښتونه څه دي؟
خپل ارزښتونه وپېژنئ او لیست یې جوړ کړئ. لاسته راغلي لغاتونه بې ځایه کلمې نه دي بلکې همدا ارزښتونه ستاسو د شخصيت اصلي ټکي دي.

 د نورو د قضاوت په اړه خپله وېره ختمه کړئ
موږ اکثره له دې وېرېږو، چې خلک به زموږ په اړه څه وايي. دا ددې لامل کېږي، چې خپل ځان سانسور کړو او د خپل شخصيت د ودې مخه ډب کړو. ځينې وخت خو آن خلک زموږ په اړه هېڅ قضاوت نه کوي خو موږ وېره لرو. له دې امله خپل ځان ځوروو.
که څوک زموږ شخصيت وننګوي او پر موږ وخاندي بايد غلي نه شو. مقابل شخص سره بايد د خبرو له لارې ستونزه حل کړو، که داسې و نه کړو عقده به مو په زړه کې ځای ونيسي او عقده مو شخصیت ډېر زیات خرابوي.

 هدف مو وپېژنئ 
کله چې خپل ارزښتونه وپېژندل نو خپلې موخې واضح کړئ. غواړئ څه اوسئ؟ غواړئ څه وکړئ؟ بايد پوه اوسئ چې د نړۍ انسانان يو ډول نه دي او موخې هم بدلې وي. له ده وروسته خپلو موخو پسې کوټلي ګامونه واخلئ. باید ووایم چې موخې ته رسېدل سخت نه وي خو پيل سخت وي. کوښښ وکړئ هر څومره ژر چې کېږي د خپلو موخو پسې تګ پيل کړئ.

 د نورو په اړه ډېر فکر مه کوئ 
پر نورو او د نورو پر کړنو تمرکز تاسو له خپل ځانه لرې کوي. کوښښ مه کوئ چې فکري تمرکز مو د نورو له امله خراب کړئ.
کله چې تاسو خپل ځان ته فکر و نه کړئ، شخصيت مو له خطراتو سره مخ کېږي.

 لږ او منطقي وغږېږئ 
ستاسو الفاظ ستاسو د شخصيت نمایندګي کوي. که سم او منطقي غږېږئ نو خلک مو په اړه مثبت فکر کوي. ډېرې خبرې ستاسو د ناسم شخصیت انځور وړاندې کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.