په اسلام کې د جګړې اداب؛ له جګړې مخکې، د جګړې پرمهال او له جګړې وروسته
د انساني ژوند له پيله د انسانانو ترمنځ اختلافات، شخړې او جنګونه شوي دي، چې په ترڅ کې یې وژنې، زخمونه، ورانۍ او ويجاړۍ رامنځته شوې دي. د وخت په تېرېدو سره که ظالمانو پر مظلومانو تيري کړي دي؛ مظلومان هم مجبور شوي دي چې د خپل ځان، مال، دین، حق او ناموس د ساتنې لپاره د ظالم په وړاندې ودرېږي او تاریخ کې یې بېلګې ډېرې شته چې لویې وژنې، ورانۍ او حتی د یو بل په مطلق تباهۍ خبره ختمه شوې ده. داسې نه ده چې د دې جګړو په پایله کې حتمأ ظالمان بریالي شوي دي، بلکې ډېر ځله ظالمانو په کې خپل سرونه، مال او ملک په کې بایللي دي.
د اسلام په سپېڅلي دین کې د دې لپاره، چې د جګړې ورانۍ له پولو وانه وړي او د جګړو په اورونو کې له وچو سره لامده ونه سوځي؛ مجاهدینو ته د جګړې د قوانينو، اصولو او آدابو عملي کولو امر کړی دی. اسلام د مسلمانانو لپاره د جګړې ټولو مرحلو ته ځانګړي او واضح اصول او اداب ټاکلي دي، مجاهدین تر خپلې وسې مأمور دي چې د پراخې ډلوژنې او ورانیو مخه ونيسي. د جګړې دغه مرحلې په درې ډوله وېشل شوې دي: له جګړې وړاندې، د جګړې پرمهال او له جګړې وروسته.
۱- له جګړې وړاندې
له جګړې مخکې اسلام مسلمانانو ته د قوت د تیارولو امر کړی دی، چې باید د دښمن په وړاندې د وخت له غوښتنو سره سم پرمختللې وسلې تیارې کړي، مجاهدینو ته یې د کارولو چل ورزده کړي او د خپلې جګړې اهداف په دقیق ډول وټاکي. د اسلامي لارښوونو له مخې ځواک بايد د اصولو او ضوابطو له مخې وکارول شي، داسې چې بې ګناه وګړو ته په کې زیان ونه رسېږي، انساني کرامت په کې تر پښو لاندې نه شي، چاپېريال ته زيان ونه رسېږي او له اړتیا زياتې ويجاړۍ رامنځته نه شي. اسلام د وسلو په کارولو یو شمېر محدوديتونه وضع کړي دي، د انسانانو سوځول یې په کلکه منعه کړي، د عامو ويجاړوونکو وسلو له کارولو یې په ټینګه منعه کړې، همدرانګه د کيمياوي او بیالوژیکي وسلو له کارولو یې هم منعه کړې ده، دلیل یې دا دی چې دا ټول د فساد تر عنوان لاندې راځي، چې په اسلام کې یې په پوره ټینګار سره د ممانعت امر شوی دی.
په اسلام کې د بېګناه خلکو ژوند ته پاملرنه له مهمو او بنسټیزو اصولو څخه ده. د دې لپاره چې په جګړه کې بېګناه وګړو ته زیان ونه رسېږي؛ اسلام په مسلمانانو لازمه کړې ده، چې پر کفارو په ناخبرۍ کې بريد ونه کړي، بلکه لومړی یې حق دين ته راوبولي، د جګړې له پیلېدو مخکې له مجاهدینو سره سلا مشوره واخلي او رايه یې معلومه کړي، په اهدافو ټاکلو کې د بېګناه وګړو ژوند ته پوره پاملرنه وکړي، که له مقابل اړخ سره که کوم تړون وي، د هغه د پای ته رسېدو يې خبر کړي، که د دښمن له اړخه کوم استازی راشي، په پوره نرمۍ ورسره چلند وکړي او ضرر ورته ونه رسوي. همدارنګه، اسلام له ړندو عملياتو منعه کوي او خپل منونکي مکلف ګڼي چې له نښه کولو وړاندې لازم احتياطي تدابير ونيسي او له زیات دقت څخه کار واخلي.
د قرآن کریم له آيتونو، نبوي احاديثو، د خلفاوو او د اسلامي لښکرو د مشرانو د وصيتونو په استناد فقهاوو دا حکم استنباط کړی دی، چې بايد د جنګيالي او ناجنګيالي ترمنځ توپير وشي. د اسلام له نظره جګړه بايد د زمان، مکان او اهدافو په يوه محدوده دائره کې منحصره وي، هر هغه شی بايد هدف ونه ګرځول شي چې نظامي هدف نه وي، لکه مسجدونه، عبادتځايونه، مدرسې، مکتبونه، بندونه، برښنا کوټونه، روغنتونونه، ولسي کورونه، بازارونه او داسې نور. همدارنګه څوک چې په جګړه کې برخه نه لري يا د جګړې توان نه لري او معيوب وي، بايد ژوند ته يې پوره پام وشي. عبادتځايونو، عبادت کوونکو، د طبي خدماتو، بشري مرسته رسوونکو او داسې نورو مرستندویه خلکو ژوند ته بايد جدي پام وشي.
۲- د جګړې پر مهال
اسلام د جګړې پر مهال خپلې اړینې توصیې لري چې مسلمانان مکلف دي چې عملي یې کړي. اسلام وایي د جګړې پر مهال د دښمن ښځې، سپینږیري، ناروغان، نوي ځوانان، راهبان او د دین علماء چې په جګړه کې برخه نه لري؛ مه وژنئ، کښتونه او ونې مه خرابوئ، خیانت مه کوئ، په وژنو کې افراط مه کوئ او د دښمن جسدونه مه مثله کوئ، معبدونه مه ورانوئ، ودانۍ او ابادي مه ړنګوئ، هېڅ څاروی مه وژنئ مګر د خوراک لپاره، د اسیرانو درناوی وکړئ او ډوډۍ ورکړئ، خپلو ژمنو ته وفادار اوسئ، څوک چې تسلیمېږي ویې بښئ او څوک په جبر سره اسلام راوړلو ته مه مجبوروئ!
۳- له جګړې وروسته
اسلام له جګړې وروسته هم خپلې لارښوونې لري، چې مسلمانان مکلف دي عمل پرې وکړي. تر ټولو لومړی، که له دښمن سره کوم تړون وشي باید ورته ټینګه ژمنتیا ولري. اسلام پر تړون وفاء کول لازمي ګرځولي او له هغه څخه سرغړونه يې حرامه ګڼلې ده او د غدر لپاره يې ستر وعيدونه راغلي، همدغه راز د دښمن له استازو سره نرمي کول، د دښمن امان غوښتونکو کسانو ته امن ورکول، د دښمنانو له لوري له مسلمانانو سره اېښودل شوي امانتونه هغوی ته سپارل او په کې خيانت نه کول، دا ټول هغه څه دي چې د اسلام د سپېڅلي دين له مزاياوو څخه ګڼل کېږي.
له بنديانو سره ښه سلوک کول بل هغه مهم ټکی دی چې مسلمانان باید ورته جدي پام وکړي. له بنديانو او اسيرانو سره د ښه سلوک په اړه په قرآن کريم او نبوي احاديثو کې ګڼ شمېر څرګند نصوص راغلي دي، بندي ته د ډوډۍ ورکولو يادونه په قرآن کريم کې په ډېرو واضحو ټکو شوې ده، الله تعالی فرمايې: «وَيُطْعِمُونَ الطَّعَامَ عَلَى حُبِّهِ مِسْكِيناً وَيَتِيماً وَأَسِيراً» (الإنسان ۸) په دې سره اسلام خپل منونکي مکلف کړي دي، چې د دښمن له بنديانو سره نرمي او نېکي وکړي، د هغه خوراک، څښاک او لباس ته پام وکړي، بندیان تعذيبول او له په زور او وحشي طریقو ترې اعترافات اخيستل اسلام ناروا ګرځولي.
د کونډو او يتيمانو پالنه او د ماشومانو ښوونې او روزنې ته پاملرنه هم د اسلام یو له مهمو توصیو څخه ده چې له جګړې وروسته باید مسلمانان ورته جدي پام وکړي. دا چې هره جګړه له ځان سره تلفات لري، په جګړه ځپلو سيمو کې د سړيو د وژل کېدو له وجې ګڼ شمېر ماشومان يتيمان او مېرمنې کونډېږي، له همدې ځايه موږ ګورو چې په اسلام کې د يتيمانو او کونډو په پالنه، له هغوی سره په مالي مرسته، له هغوی سره ښېګڼه، د يتيمانو او په ټول کې له جګړې وروسته د ماشومانو ښوونې او روزنې ته ځانګړې پاملرنه د مسلمانانو یو اړین مسؤلیت دی چې د شهیدانو اولادونه په صحیح طریقه وپاللي او د ښوونې او روزنې زمینه ورته برابره کړي او له مېرمنو او کورنیو سره یې مرسته وکړي.همدارنګه د جګړې ورانۍ جوړول او بنسټیزه بیارغونه هم یو د مسلمانانو مسؤلیت دی چې باید جدي پام ورته وکړي.
وَمَا عَلَيْنَآ إِلَّا ٱلْبَلَٰغُ ٱلْمُبِينُ
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
		د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
		له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668 
Account for international payments: NO15 0530 2294 668 
Vipps: #557320
 
			 
						
Comments are closed.