پاکستان د کشمیر لپاره مذهبي جنګیالي پسې ګرځي

نویداحمد څرک

0 1,268

پاکستان تیرو څلور لسیزو کې د کمشیر د جګړې لپاره له افغان مهاجرو کار واخیست، په ډيره اسانۍ به یې په فریب باندې دوکه کړل او کشمیر کې به یې له هند سره د جهاد په نوم جنګول.

پاکستان د کشمیر د جګړې لپاره د وسله والو د پيدا کیدو لپاره ډيرې مدرسې ایجاد کړې چې په ښکاره به مدرسې خو په پټه به د استخباراتو مرکزونه و چې پکې به د سخت دریځۍ درس ورکول کیده او د جهاد تمرینات به ورکول کیدل.

ښوونځیو او مدرسو نصاب یې داسې برابر کړی و چې کشمیر ساتنه په هر مسلمان باندې فرض شوې وه او د دې لپاره یې استخباراتي ملایانو څخه کار اخیست.

کله چې پاکستان څخه زیات شمير افغانان هېواد ته راستانه شول، د پآکستان استخباراتو له قبایلي پښتنو څخه کار اخیست او د کشمیر جګړه یې د دوی فرض باله، جګړه کې قرباني کس ته یې د شهادت د مرتبو قصیدې لوستلې او نور ځوانان به یې جذب کول چې کشمیر کې جګړه وکړي.

اوس چې پښتون ژغورنې غورځنګ خپل پښتانه بیداره کړي او له هر ډول استخباراتي جګړو یې راګرځولي دي، سر یې ورته خلاص کړی دی، نو پاکستان په کشمیر کې د مذهبي وسله والو له سخت کمبود سره مخ دی.

دا چې پاکستان د سیمې په جغرافیه کې بلد دی او هرې سیمې خلک ورته مالومیږي چې څومره سخت دریځه او د کوم فکر خاوندان دي، اوس یې کونړ ته مخه کړې ده.

تازه راپورونه دي چې د کونړ وټه پور ولسوالۍ کې د لشکر طیبه ډلې یو شمېر مخکښ غړي چې د کونړ اوسیدونکي دي، په کونړ کې د جنګیالیو په جلب و جذب بوخت دي او د کشمیر جګړې لپاره یې تیاروي.

د مالوماتو له مخې، د سمیع الله په نوم د لشکر طیبه یو کس په وټه پور ولسوالۍ کې د کشمیر د جګړې لپاره جنګیالي جذب کوي او د دې جګړې لپاره پيسې او دغه راز د جنت ټکټ هم ورکوي.

پاکستان استخباراتو ځکه کونړ ته مخه کړې چې د کشمیر د جګړې لپاره جنګیالي جذب کړي، چې کونړ کې اکثریت خلک پاکستان ته تګ راتګ لري، سلفیان دي او دا ډله په اسانۍ سره سخت دریځۍ ته جذب کیدلی شي.

پاکستان کلونه په کشمیر کې خپل پوځ وساته او مذهبي ډلې يې د جهاد په نوم وجنګولې او د دې کار لپاره یې سخت دریځو ډلو ته ګوندونه جوړ کړي او رسمي جوازونه یې ورکړي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply