مولانا عبدالحی مطمین د طالبانو د مشر ملا محمد عمر ځانګړی ویاند، شاعر او لیکوال چې په پېښور کې په حق رسیدلی لاندې شعر یې د دعوت د لوستونکو سره شریکوو چې شاعر پکې خپل د زړه درد ښکاره کړی دی.
زه چې د چا مخ کې لکه ستوری ځليدلی يم
بیرته د هغو له لاسه پوزې ته راغلی يم
وبښه اشنا نور مي دردمن رګونه مه چيړه
بله کیسه وکړه زه له دې کیسو لويدلی يم
زړه د رقیب یخ شو چې د يار په پښو کې ولیدم
خپلو دومره تنګ کړم چې پرديو نور بښلی يم
ته مې ننګه وکړه بیا خبره د اغيار کوه
اوس خو زه له خپلو نه پخپله کړېدلی يم
بلې په ګريوان مې دي د سويو اسویلو لمبې
دې د هجر اور ته تر لاسو خپلو نيولی يم
ای د سهار څرکه ما ته لار د ازادۍ ښيه
زه د تورو شپو له تور زندانه تښتيدلی يم
دومره خاموشي ده تنها خپله ژړا اورمه
دومره پردیسي خو زه له کاره اچولی يم
نشم لټېدلی اشنا ما تر مړوند ونیسه
زړه مې رو رو درد کړي چا په زړه باندي ویشتلی يم
خدايه چې د کومۍ قافلې جرس به واورمه
ځینې حاسدانو په کوهي کې غورځولی يم
مورې! ماته اوس هم د هغه نظر اثر ښکاري
چا په ماشتوب کې ستا په غیږه کې ليدلي يم
بس ده شیخه نور دې سپور منتر په رباب واړوه
ستا او د مطرب لاره يوه ده پوهيدلی يم
يوځل دې پخپله انالحق ته زه تلقین کړمه
اوس دې د منصورغوندي په دار هم خیژولی يم
تاچې به حرام ګڼل اوس تا ته شوو حلال هغه
زه دي لاتراوسه په هغې ګنا نیولی يم
ته لکه چنډخ په نیمه شپه ذکر په جهر کړې
بس ده ریاکاره تش له خوبه دې ویستلی يم
ما ته مخامخ نور په صاحب او جناب مه وايه
هغه نوم مې اخله چې دي بل ځای پرې بللی يم
پام زلميه زما په مخ کې رول د اتل ونکړې
زه مې په ماضي کې له تا سل ځله ښاغلی يم
بانګ د سهار وشو خو د شپې وحشت لا پاتې ده
دغه انتظارته مې ملګرو کینولی يم
خوښ شم چې خبر شم چې زاړه ياران مې نوم اخلي
خیر دی که محفل کې چا کنزلی چا ستایلی يم
اوس خو مې پخپلو قدر نشته او رټلی يم
داسې وخت به راشي چې پردو به هم منلی يم
چيغه مې له خولې وزي خو جوړه شي غزل ورنه
زه مطمئن دې غمونو شعر ته هڅولی يم
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320