د سولې دوهم پړاو کې د اوربند د لومړیتوب غوښتنه

0 1,010

د بښنې نړیوال سازمان وايي، د افغانستان سولې پروسې دوهم پړاو خبرو کې تر ټولو لومړی پر اوربند هوکړه وشي او په دې توګه دې د بشري حقونو درناوی وشي.
د یاد سازمان د جنوبي اسیا د چارو مسئول «عمر اوړایچ» په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي، چې افغانستان کې دې وروستیو کې تر ټولو ډېر تاوتریخوالی رامنځ ته شوې او دې چارې ته دې نور د پای ټکی کېښودل شي. د نوموړي په خبره افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې په وروستیو کې تر ټولو ډېر بشري حقونه پکې تر پښو لاندې شوې دي، جګړې شدیدې شوې دي او د ملکي وګړو مرګ ژوبلې له حده اوښتې دي.
ښاغلی اوړایچ دغه راز زیاتوي چې د تاوتریخوالي پر دوام سربېره افغانستان د هدفي وژنو پر مرکز بدل شوې او په خبره یې دې چارې ته دوی اندېښمن شوي دي.د بښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا د چارو مسئول هیله څرګنده کړې چې بین الافغاني مذاکرات ژر تر ژره په افغانستان کې د جګړو د پای ته رسېدو او بشري حقونو له نقض د مخنیوي سبب شي.
دا په داسې حال کې ده چې دې وروستیو کې د وسلوالو له طالبانو له لوري په هېواد کې د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې او دې چارې د نړیوالو بنسټونو سربېره د ګڼو خلکو اندېښنې راپورته کړې دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply