د کورنیو چارو وزارت اعلامیه مې لوستله چې د امریکا او طالبانو ترمنځ له هوکړې وروسته یې د قربانی شویو افغانانو ارقام پکې خپاره کړي و.
دا ارقام ټکان ورکوونکي دي، په داسې حال کې چې د افغانستان د جګړې لپاره د طالبانو هغه دلیل ختم شوی چې د اشغالګرو پروړاندې جګړه کوي، خو بیا هم یې د دې جګړې لپاره زیات خلک قربانی کړي دي.
اوس چې له امریکا سره اوربند شوی او د افغانانو پروړاندې جګړه دوام لري، ټول مسوولیت د طالبانو پرغاړه دی، ځکه افغان حکومت، عام خلک او نړیوال ترې د اوربند غوښتنه کوي، خو دا ډله خپل وحشتونه او جنایتونه کوي.
د کورنیو چارو وزارت ارقام کې راغلي چې د حوت میاشتې له ۱۰ تاریخ څخه د ثور تر ۲۲مې نیټې پورې، ۳۷۱۲ بریدونه کړي.
په دې بریدونو کې ۴۶۹ ملکي وګړي شهیدان شوي او ۹۶۸ نور ټپيان شوي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.
په همدې موده کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په دفاعي حالت کې و او سولې ته د رسیدو او حسن نیت د ښودلو لپاره یې جګړه نه کوله.
داسې نه وه چې ګنې افغان ځواکونو د جګړې وړتیا، بشري قوه او یا امکانات نه درلودل، خو د دې لپاره چې د سولې له فرصت ګټه واخیستل شي، تعرضي عملیات یې نه کول او یواځې دفاعي حالت کې و.
افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په همدې موده کې ۱۵۹۳ ځوابیه بریدونه کړي چې ۲۱۳۴ طالبان پکې وژل شوي، ۱۶۹۱ ټپيان شوي او ۱۷۳ نور نیول شوي دي.
طالبان په خپلو وسله والو هم رحم نه کوي، ځکه که طالبان اوربند وکړي د ملکي وګړو او افغان ځواکونو تر څنګ د دوی وسله وال هم پکې خوندي کیږي، خو طالبانو مشران چې د جګړې له درکه هوسا ژوند لري، پردي اولادونه د جګړې قرباني کوي.
دا داسې جګړه ده چې د پردیو له لوري تمویل کیږي او جګړې هم پردي وړي، له همدې کبله د طالبان ګوډاګي مشران اوربند نه کوي او په جګړه باندې تمرکز لري.
تاسو وګورئ چې درې میاشتو کې د طالبانو د جګړې څومره خلک قرباني شوي دي، دا جګړه نه جهاد دی او نه کومه بله پلمه شته، طالبان د واک تږدي او واک ته د رسیدو لپاره تاوتریخوالی کوي.
تاسو ولیدل چې طالبانو د جګړې د دوام پلمه دا وه چې افغان حکومت له امریکا سره تړونونه لري.
خو اوس چې طالبانو دا هوکړه وکړه، نو بیا هم د دوی جګړه جواز لري او درګرده افغانان وژني، خو بهرني ځواکونه خوندي دي.
د طالبانو جګړه له وخته مالومه وه چې د واک لپاره پردۍ جګړه ده او نه غواړي چې افغانستان پرمختګ وکړي او افغانان هوسا ژوند ولري.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320