د پاکستان لومړي وزیر عمران خان تازه څرګندونې د یو خپلواک هېواد پر وړاندې ښکاره لاس وهنه ده.
دا خبر داسې مهال کېږي چې پرون جمعه عمران خان په باجوړ سیمه کې خلکو ته وویل، “په افغانستان کې به یو «ښهحکومت» جوړ شي، داسې حکومت چې د ټولو افغانانو استازیتوب به وکړي. جګړه به پای ومومي او په افغانستان کې به سوله تامین شي.”
عمران خان په خپلو خبرو کې د «نوي حکومت» خبره داسې مهال کوي چې تازه له طالبانو سره شپاړس ورځنۍ مذاکراتی دور پای ته ورسېد.
تېره پنجشنبه د کب پر ۲۳مه د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمداللهمحب هم پر امریکایي مرکچیانو تور پورې کړی و چې امریکایي مرکچي پلاوی غواړي افغان حکومت په سوله پروسه کې څنډې ته کړي.
د پاکستان حکومت دا څرګندونې داسې مهال کوي چې محب ویلي وو، د وروستیو مذاکراتو وروستي جزئیات له دوی سره نهدې شریک شوي، خو پاکستان د نوي حکومت خبر ورکوي.
تر دې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاهمحمود قریشي هم له ۱۶ورځینو مذاکراتو وروسته په سوله پروسه کې د پرمختګونو خبره کړې وه.
پهدې تړاو ولسمشر غني هم ویلي وو چې “طالبان باید د سولې پروسې او په ټوله کې واضح کړي چې له پاکستان سره څه ډول اړیکه لري”.
د عمران خان د خبرو په تړاو وسلهوالو طالبانو کوم غبرګون نهدی ښوودلی.
اوس چې د پاکستان لومړي وزیر په ښکاره د نوي حکومت خبره کوي، افغان شننونکي پهدې باور دي چې دا په افغانستان کې ښکاره لاسوهنه ده.
سیاسي شننونکي نجیب منلی وایي، “پاکستان تل هڅه کړې افغانستان یې د لاس اله وي. دوی تل په خپلو کارونو او څرګندونو کې ښودلې چې غواړي افغانستان یې تر لاس لاندې دی”.
هغه زیاتوي، “د پاکستان تازه څرګندونې په افغانستان کې د ښکاره لاسوهنو ثبوت دی”.
تر اوسه دولتي چارواکو د عمران د خبرو په تړاو کوم نظر نهدی ښودلی.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320