مطیع الله سحر
پر افغانستان خدای تعالی پرېمانه منابع او نعمتونه لورولي دي. د هیواد غرونه، اوبه، موقعیت، بوټي، مېوې او هر څه د عاید یوه سرشاره منبع ده، خو دا چې موږ یا ورڅخه استفاده نه ده کړې او یا هم د جنګونو او شرایطو له امله دې دې فرصت نه دی برابر شوی چې ورڅخه استفاده وشي، نو دا زموږ کمی دی.
پرېمانه طبیعي زېرمو او منابعو ته په کتو په وطن کې یوازې د سولې کمی دی او که خدای تلپاتې سوله وطن ته راستنه کړه، نو بیا هر څه شوني دي، مګر ولسمشر غني په تېرو څلور نیمو کالو کې د جنګ، ناامنیو او ګڼو نورو ستونزو باوجود د افغانستان له منابعو او فرصتونو څخه د استفادې په برخه کې مهم ګامونه پورته کړل او لا هم په دې برخه کې د زیاتې استفادې عالي او ګټور پلانونه او برنامې لري چې له امله به یې هیواد باثباته شي او د پرمختګ په لور به ګړندي ګامونه واخلي.
که مو ګاونډي هیوادونه په ارامه پرېږدي افغانستان به ډېر ژر پر خپلو پښو ودرېږي. د خپل ولس لپاره به په هیواد دننه د کار زمینه برابره شي او په ښه ایماندارۍ او صداقت سره به خپله دنده ترسره کوي.
غالۍ هم یو له هغو مهمو صنایعو څخه دي چې په کور دننه خلکو ته د کار او ژوند زمینه برابروي، ځکه دا مهال یونیم میلون کسان نر او ښځې د غالیو په صنعت کې مصروفه دي، ځینې یې په کورونو کې د اوبدلو وسایل تیار کړي او په کورونو کې غالۍ اوبي او بازارونو ته یې وړاندې کوي، خو زیاتره یې بیا په فابریکو کې خپل ځانونه مصروفه کړي دي، او غواړي چې له همدې لارې خپلو بچیو ته یوه مړۍ حلاله روزي وګټي او په ارامه یې سره وخوري. او د هیواد په اقتصاد کې هم له افغان حکومت سره مرسته وکړي.
زموږ اکثره غالۍ اوبدونکي چې د کډوالۍ پرمهال پاکستان ته لاړل، نو پاکستان د دوی اوبدلې غالۍ په خپل نوم نړۍ ته صادرې کړې او لا یې هم صادروي. ولسمشر غني د دغې چارې د مخنیوي په موخه غالۍ اوبدونکي او د دوی استازي ور وغوښتل او هغوی ته یې په ننګرهار، هرات او کندز کې ښارګوټو او فابریکو لپاره ځمکې، برېښنا او نورې اسانتیاوې ورکړې چې اوس یې د جوړولو چارې روانې دي. د دغو غالیو اوبدونکو له راستنېدو سره دغه صنعت لا ښه وده کولی شي.
افغان تجاران او صنعتکاران په دې خوښ دي چې د ولسمشر غني د پاملرنې له برکته له یوې خوا ورته اسانتیاوې برابرې شوي او له بل لوري د نړۍ بازارونو سره وصل شوي دي. دوی اوس په اسانۍ سره کولی شي چې په خپل لاس اوبدل شوي توکي اروپا او امریکا ته ولېږي چې له دې لارې هم زیاته ګټه کوي، هم د هیواد نوم په نړۍ کې یادېږي او هم د هیواد داخلي عواید ورسره زیاتېږي.
ولسمشر غني غواړي د صنعت له ودې او داخلي منابعو او تولیداتو څخه د استفادې له لارې کرار کرار افغانستان پر بهرنیو مرستو د اتکا پرځای پر ځان تکیه کړي او د داخلي عوایدو له لوړېدو سره د دې زمینه برابره کړي چې افغانستان نور په خپلو پښو ودرېږي او د همدې لپاره یې د سیمې هیوادونو سره د دوه اړخیزې همکارۍ او یو لړ لویو سیمه ییزو پروژو تړونونه لاسلیک کړي دي او لا یې هم هڅه داده چې کورني او بهرني پانګوال په افغانستان کې پانګونې وکړي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
		د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
		له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668 
Account for international payments: NO15 0530 2294 668 
Vipps: #557320
 
			