Browsing Category
شعرونه او لنډۍ
روژه والې لنډۍ، اوولسمه برخه
ورکه لالیه هېر مې نه یې
هر روژه ماتی دې دعا کې یادومه
وطن مو ټول آفت وهلی
خدایه روژه به زموږ څنګه وي مینه؟
وطن مې خپل، روژه مې خپله
پخپل وطن کې کوچنی اختر کومه
وعده دې یوه هم…
ما همدا کولی شول
زما یو شاعر ملګری په مینه کې ناکام شو
هغه شاهکار شاعري وکړه
زموږ یو همزولی لیکوال په زړه ټپي شو
درد یې په لفظونو کې ساه واچوله
د پاچا نازولي زوی له مینې ماتې ومنله
د دښمن ښار…
غزل
زړه مې خوږېږي له بارانه وروسته
څوک رايادېږي له بارانه وروسته
چې اوښکې څاڅي نو اغېز پرې باسي
ځمکه لمدېږي له بارانه وروسته
هغه د خټو کورګی نوی جوړ کړ
اوس به ځورېږي له…
غزل
چاته لومړی ځلې د مینې اظهار څنګه کېږي؟
ما نه خو نه کیږي یارانو دا کار څنګه کېږي؟
تا لا تر اوسه زما زړه ته لاره نه ده کړې!
ما خو همدا ویل چې ستا زړه ته لار څنګه…
روژه والې لنډۍ،شپاړلسمه برخه
ما د روژې له نومه جار کړې
جانان روژه کې د راتلو ویلي دینه
ما د روژې یاري منلې
دواړه جنت ته لاس نیولي سره ځونه
ما د هجران روژه نیولې
ستا د وصال اختر به کومه میاشت راځینه؟
ما…
غزل
ساقي تر څو به دې پیالې ته انتظار کوو
چې بیا یې ماته کړو توبې ته انتظار کوو
د سوزیدونکي وجدان سرې رڼا کې ځان لټوو
ورځ په قمار ووهو شپې ته انتظار کوو
د شیبو شګې مو د…
روژه والې لنډۍ، پنځلسمه برخه
خاونده بیا دې په روژه کړم
د ورک جانان دیدن ته وږې ناسته یمه
لالیه ځه بازار ته لاړ شه
لومړۍ روژه ده ګندنه راوړه مینه
لالیه ستا د سفر وخت شو
زه د روژې په غرمه ګرده تاوېدمه
لکه…
غزل
ټوکېدلی یې یو ګل په هر قدم دی
چې راغلی د ګلونو په موسم دی
مړاوې سترګې یې رڼا کوي بلېږي
نن د سپینو سپینو ستورو نصیب کم دی
په هغه مخ د دوزخ لمبې حرامې
چې لوند شوی ستا…
روژه والې لنډۍ، څوارلسمه برخه
ښېرې به یې ولې نه قبلېږې
یار په معصومه خوله روژې نیولې دینه
صبر کوه، صبر مې کړی
روژه تېرېږي بیا به وکړو دیدنونه
غرق شې آذان را باندې وشو
حقه روژه ده ګنهګار به شو مینه
فرضي…
نسکوره کاسه
اوښکې د مور و پلار په سترگو کې ډنډ
د شریک ژوند ایښي نیالگي اوبوي
پېغله لورکۍ یې څنگ ښونځي کې د کور
د کتابونو پاڼې، پاڼې لوستې
زلمی بچی یې له پوهنتون فارغ و
د اُمیدونو غوټۍ…