Browsing Category
شعرونه او لنډۍ
نېکمرغي/ ع – سحر
ځینې څومره بختور وي
چې ماښام ستړي ستومانه
له کارونو راستانه شي
مور ولاړه دروازه کې
انتظار یې د راتلو کړي
زویه ! ډېره مې سودا وه
زویه! ښه شولې چې راغلې
دوی لانه پوهیږي وایي…
غزل / سپوږمۍ
پښتو باندې ژوندۍ یمه پښتو باندې به مرمه
دننګ ټپه ټپه ، یمه ټپو باندې به مرمه
یوالی که زما وطن ته کومو زلمو راوړ
وعده کوم په هغو شا زلمو باندې به مرمه
ملاله میوندۍ یمه اغیاره…
پښتونه !/ الھام قیام
تاته ټول بدرنګ خوبان ښکاري پښتونه
ټول پردي درته یاران ښکاري پښتونه
ته د ژوند ھرحقیقت ته چپه ګورې
تاته خپل دښمن جانان ښکاري پښتونه
پخپل سود اوزیان دې لاھم نه پوھیږې
خپل…
غزل/ شاه نواز باقر
ستا د ليدو ارمان کوم او سترگې نه لرمه
سترگې په ځمکه جوړوم او سترگې نه لرمه
د ژوند بنياد مې شروع کړی دی چې څنګه به وي ؟
خښتې په يو بل باندې ږدم او سترگې او نه لرمه
ماته د…
ساړه بادونه/سید منتظرشاه هاشمي
ساړه بادونه (۳)
شپه اوږده ده
د کلا په مینځ کې شور دی
بس د پلار او د بچیو تر مینځه جنګ دی
د زاړه بابا له ډډه ؛
غیرتي بچیان! ځېلۍ دي
څوک یې ګوتې نوکان پرې کړي
څوک یې…
بوي/ سید منتظر شاه
اوس مې اوښکې
تړم او مالګین خوند نه لري
لارې لارې
تر لمنې،
تر پړنده خاورو
د سروپو د لوګجنو تڼاکو بوي کوي.
کابل
۲۰۱۷
غزل /سپوږمۍ
نه کیږې له ما نه بی دیداره محبته
یوځل خو مې بوځه بس تر یاره محبته
تندې لیونۍ کړمه په ډکې میخانې کښې
راکه څو جامونه بی خماره محبته
زه دنوی دور ملالی یم ټپه کیږمه
پریمږده…
بصیر بیدار ستوری : مزدور/ غریب
ویښ شي نیمه شپه کې ورته وژاړي
ژوند نه په ګیله کې ورته وژاړي
راشي خالي لاس بچي ورمنډي کړي
ټول په دروازه کې ورته وژاړي
سهار وچه ډوډۍ وخوري اوبو سره
وږی نس…
غزل /هوسۍ څاروان
دا سپين لمر دا ستا پشان دى بختوره
زه سپوږمۍ په توره شپه شم درته ګورم
ستا ياري د مجازي دونيا تصوير دى
زه به سپينه ائينه شم درته ګورم
د نظر غشې دې بل طرف ته مه وړه
زه له…
غزل / عابده فرهنګ
مړه دې کړمه تاته باقي ژوند ژوند
وي چې میین هغه سړي ژوند ژوند
ستا نه بغېر هره شېبه مرګ ګڼم
ستا په نوم زما زنده ګي ژوند ژوند
غرونو ته چې خېژي لېوني نه دي
دغه د صحرا لېوني…