Browsing Category
شعرونه او لنډۍ
د غرونو باز / کاوون توفاني
کاوون توفاني
د پښتون ژغورنې غورځنگ سره د پيوستون په نوم
د غرونو باز
د جگو غرونو باز يمه ، وزر د پښتنو يم
لښکر د پښتنو يم
دښمن د تروږميو يمه ، لمر د پښتنو يم
سنگر د پښتنو يم .…
ثواب / عزت الله ځواب
روژو، لمونځونو کې ثواب ډېر دی
تلاوتونو کې ثواب ډېر دی!
ښکلو زما ثواب دې هم ستاسې شي!
چې خيراتونو کې ثواب ډېر دی!
ته به د غاړې سره خوله راکوي!
په اخترونو کې ثواب ډېر دی!
په…
زخمي علي وزيره/ ممتاز اورکزے
مــــــــزه د مزل څه وي ؟ له پاټکه تر زنځيره
زخمي علي وزيره
مقصد د ژوندون څه وي ؟ له تقديره تر تدبيره
زخمي علي وزيره
د قـــــــــــام خبره څه وي له پريغاله تر شواله؟…
مات شوی پاکستان دی/ عزت الله ځواب
د افغانانو پوره شوی نن ارمان دی!
مات شوی پاکستان دی- په لوبه د کرکټ کې
حميد حسن لکه زمری دی!
ستر پهلوان حضرت ځاځی دی!
راشد نړۍ کې مېړنی دی!
محمد نبي؛ خو اوس د هر سړي جانان دی!…
دلته په ژوند کې هغه شور نه شته/ ګلالۍ احد
دا رانه مه پوښته چې کله راغلې؟
شمار د شیبو زما نه هیر دی دلته
ته به حساب یې لا په ګوتو کوې
زما خو له ستورو نه هم تیر دی دلته
پردۍ زانګو کې لا زنګیږمه زه
د خپل وطن هسې خوبونه…
زه افغان یم ! / عبدالغفور لېوال
هر هغه چا ته ډالۍ
:چې په ویاړ وايي
!زه افغان یم
--------------
هو ! ته افغان یې، ته افغان وې، لا افغان پاتې یې
ته زموږ د مینې د دې لوی وطن جانان پاتې یې
د خِطې ټول…
ولسي جرگه/عظم الدين عليمي
ولسي جرگه يې نوم دی سم کلوب د بدمعاشۍ دی
لوي مـرکز د ځـانـغـوښـتـنـې د ملـي بې اتفاقۍ دی
يـو درجــن بـاډيـگـارډان وي د وکـيـل تـر شـا روان
څـه پرتم ورتـه بـخـښـلـی واردې…
(د ملي اردو د ځواکونو په وياړ)غزل
مصطفی پسرلی
په خپله وينه يې ساتلی دی سنګر د وطن
د مرګ او ژوند لوبه کې جوړ شي ترې سپر د وطن
د تاريخ پاڼي به وي ښکلي د سرباز په کړنو
وي تر آبده به سرباز د همت غر د وطن
ته…
زه څنګه يمه؟/ عزت الله ځواب
ښه، لکه تا ته دريادېږمه، زه څنګه يمه؟
خدا که په ځان باندې پوهېږمه، زه څنګه يمه؟
ښکليه؛ اوس به مې د زړه خبره وکړم که نه!؟
دغسې ژر - ژر مئينېږمه، زه څنګه يمه؟
خیر دی که زه له…
که په خپل حال نه شو خبر/سید عبیدالله نادر
کال ۱۳۷۶ د طالبانو د واکمنۍ دوهم کال ، زما یو پارچه شعر چې موسیقیت بڼه ، او یا سندریز بڼه لري
ملګرو ژر شئ همت وکړئ ........ په خپل حالت ننګ غیرت وکړئ
چي کاروان له مونږ نه ځي
په…