Browsing Category
شعرونه او لنډۍ
غزل / هیله افغانۍ
امید شته دی چې ارمان ته به ور رسم
چې تعلیم کووم میدان ته به ور رسم
دا منمه چې لږ لرې رانه تللې
چې همت وکړم کاروان ته به ور رسم
ته زما د استعداد نه خبر نه ئې
چې لږ زغم تیر…
غزل/ طالب منګل
له دې نه نور څومره پښتونه انتظار په کار دی
د قوم وژونکو ته په دې خاوره سنګسار په کار دی
د جنګیالیو مقدسې تورې وغورځیدې
د مات لښکر را ټولولو ته سلار په کار دی
ولې فاتح شي په…
غزل / جلال امرخيل
په سترګو ړوند نه یم خو سترګې غړولی نه شم
سترګې دې جار شم په سرو سترګو درکتلی نه شم
لکه د ونې که له ځایه خوځیدلی نه شم
لکه اوبه هم پر هر لوري بهیدلی نه شم
د زړه درزا مې که در…
اتڼچي/سیدمنتظرشاه هاشمي
اتڼچي
یو اواز د څڼه ور اتڼچي راشي
ته وا وايي
پاڅه پاڅه
نهیل مه شې
هه ستا ماتې د بریو پیلامه ده
په کې وینم
د سبا
او
د نن متن
۱۶-۸-۱۳۸۹
لغمان
جلال امرخيل / غزل
که تور ماښام یم ، که منظر د مازیګر ښکارم
هر څه چې ښکارم ستا د مینې په اثر ښکارم
دوه څاڅکو اوښکو مې بلا جینکۍ تیرویستې
زه نوره دښته یم خو دوی ته شین ګودر ښکارم
د دریاب ما سره…
غزل/ شاهنواز باقر
د دوهم ځل د محبت لپاره زيار پکار دى
زما د زړه په وران محل باندې لږ کار پکار دى
ماته کتاب او قلم راکړئ هر ميدان ګټمه
ماته يو ډال پکار دى ماته يو تلوار پکار دى
د زړه جومات کې…
انسان!/ علم ګل سحر
سپوږمۍ نه ژړل هماغسې موسکۍ وه
عجیبه وه ستوري هم و، راختلي
خو له نورو شپو نه فرق یې و، په دې کې
لږ سپیره وو ماته نه ښکاریدل ښکلي
***
سهار لمر هم بیا پخپله وعده راغی
خلک ټول…
سپوږمۍ/غزل
اختره مه راځه ، جانان مې نشته
له ځانه ورکه یمه ، ځان مې نشته
نکریزی څنګه پوری کړمه په لاس ؟
لاسونه نه لرم درمان مې نشته
ځه ته بچو له پیزار راوړه له ښار
زه خو یتیمه یم…
غزل / سید شاه سعود
نن رڼا رڼا ده ځان پکې لاهو په سترګو وینم
ستا اواز په سترګو وینم ستا خوشبو په سترګو وینم
د شیبې شیبې کیسه ده بس رنځیږم او رغیږم
نه مې رنځ په سترګو ښکاري نه دارو په سترګو وینم…
غزل…/ زبیح الله احساس
ضرورت شي لکه سا غوندې يو څوک
هو د ژوند سترې اړتيا غوندې يو څوک
خدا کوم ځاى يې ښوده راته ويل يې
ما ليدلى پکې تا غوندې يو څوک
د غفلت له خوبه څنګه څوک راويښ کړي
پرې پوهېږي، د…