Browsing Category
شعرونه او لنډۍ
جوړ پښتونستان كه/ امان الله سېلاب ساپي
پښتونه پاڅه ځان سر لوړى په جهان كه
جوړ پښتونستان كه
پدې مرام باندې خپل سر او مال قربان كه
جوړ پښتونستان كه
پاڅيږه وكه همت ننګ و غيرت ملي وحدت
ځانته كړه جوړ خپل حكومت
…
غزل / سپوږمۍ خرم
ما او غنمرنګ ته سوله راولئ
خدايه دغه جنګ ته سوله راولئ
ستړې کړمه نوره وينې وينې ښار
وينې وينې رنګ ته سوله راولئ
چيرته چې زه ځم ګورم لمبې لمبې
نوره زما څــــنګ ته سوله راولئ…
ســیـاسـی پــیـژنـد/ ډاکټر کبیر ستوری
ویـــښ شــه ،رابــېدار شـــه، وخـت دې بیا د امتحان دی ـ ای پــــــښـتـــون ځــــلـــمیه
بې د پــښتو ژبـې نه، ســیا سـی پـیـژ نـد دی ګـــران دی ـ ای پــــــښـتـــون…
ملا بیا لیونی شوی
ملا بیا بیګا د شپې خوب کې لیدلي
د جنت د حورو سپین سپین اندامونه
ملا بیا د هوس تور جنون اخیستی
غواړي وکړي په سرو وینو اودسونه
ملا بیا قلم وحشي لاس کې نیولی
دوزخیانو باندې ویشي…
توره سپرډول سينګار دى د پښتون/ امان الله سېلاب ساپي
پښتونخوا ښكلى ګلزار دى د پښتون
چې هم بڼ دى هم بهار دى د پښتون
د وطن په پاڼه سرقربانوي تل
په همدغه افتخار دى د پښتون
د ښمنان يې همېشه دي زغلولي
خونريزۍ كې سروكار دى د…
سپوږمۍ/غزل
د ويـــــرونو اوغـــــمونو نــــمونه يم
سوله غــــوړم کـــــړيدلې پښتنه يم
لا مې زړه سینګارولو ته جوړ نه دې
لا ويرونو کې اخته يمه درنه يم
هغه وچه ډوډۍ غواړي له ما…
غزل / هیله افغانۍ
په تا مئينه یمه نن درته اظهار کومه
په پښتنه ژبه جانانه دا اقرار کومه
که هر څو وایې چې زه نه درځمه نه درځمه
زه به جانانه تر سحره انتظار کومه
نیمه شپه ټول خلق ویده شي ما له…
سپوږمۍ/غزل
په سترګو به یې ساتم ستا دردونه پښتانه دي
دا خاوره پښتنه ده او دا زړونه پښتانه دي
نو ګرانه زه او ته به سره څنګه یو ځای کیږو?
په مینځ کې مو ولاړ چې ، دیوالونه پښتانه دي
په داسې…
سپوږمۍ/ غزل
زما دې لېچو کې بنګړي دانه وانه شې کنه
پريږده چې مينه مو اوس سمه افسانه شې کنه
وطن دې جوړشې زه او ته دې په خيمه کې اوسو
اوښکه دې خير زما دسترګو ميلمنه شې کنه
داخپل…
بصیر بیدار ستوری/ خبر
نه شته د خوښۍ او د خندا خبر
هره ورځ به اوري د ژړا خبر
دلته تل ویر ساندي او دردونه دي
کله به وانه وروري کوم هوسا خبر
بیا د انسانانو قتل عام وشو !
بیا رسنو خپور کړلو همدا…