Browsing Category
شعرونه او لنډۍ
غزل/ سپوږمۍ خرم
وجود کې مې لا وينه پښتنه ده پښتنه يم
بس چاته به يم سپکه زه او چا ته به درنده يم
ته بې له مانه هيڅ نه يې فنکاره ليونيه
ســـــندره غرنۍ يمه غزل یمه ټپه یم
نظر مې شرابونه دي بې…
غزل/ ذبیح الله احساس
کتل به يې يو بل ته له سانسوره نه وي وتي
ميين چې د حالاتو له پېغوره نه وي وتي
چې تګ کوي غورځېږي به، پاڅېږي به، باګ نشته
خړسترګي هغه بويه چې له کوره نه وي وتي
بس ولږه به نو…
ګاډي ته ناست ومه زه / رحمت ګل حلیم
د وږي ۱۸مه
ګاډي ته ناست ومه زه
پکول په سر و زما
په هرسرک چې تللم
په هر یو لاس چې به وم
چا راته نه ویلې
چې
یاره څوک یې داته
ته په کوم لاس روان یې
د لنډغرو سره فرق
زما چا…
غزل/ هیله افغان
که مې پيغله د وطن ده، او که ځوان دی
په دې ټولو مې ښائيسته ،افغانستان دی
نور مو مه وژنۍ دا سوال کوم له ټولو
که ایران که هندوستان که پاکستان دی
زه ته لږ شانتې پښتون او وطن…
غزل/ سپوږمۍ خرم
ژوند می څه دی سم صفا وایه ملا؟
دروغ به نه وایی ریشتیا وایه ملا
ته مې ولی د اسلام په نامه وژنی ؟
زما وښایه ګناه وایه ملا؟
دغه ته می چی شیندلی وجود پلوری
کوم ثواب ګټی په ما وایه…
غزل / هیله افغانۍ
زما سیورې دې په تا شي لیونیه
او ستا هر غم دې زما شي لیونیه
ددې مینې بدل څه نو بنده ورکړي؟
چې څوک تاته په ژړا شي لیونیه
زلیخه دې زر کلن شکر ادا کړي
چې یوسف د چا دعا شي لیونیه…
غزل/ سپوږمۍ خرم
قربان له پښتنو شمه قربان شم له پښتو
راوړي به راته سوله سوکالــى لرم ارزو
وطن چې راته ساتي او وطن چې چا ساتلى
ترې ځار مې تور اوربل شه او لوګى يې دشملو
نفرت ته محبت ورزده کومه…
جهیل/سید منتظرشاه هاشمي
جهیل
له لورا لورې نه تنا شته
نه وریږي ږلۍ،
نه د ګلپاڼو پر مخ
شته د باران هه څپڅپالې ښکالو
نه را وریږي
د سړو واورو
سپینڅکالي ګلان
نه د بوډۍ د ټال د لید په تمه…
غزل / شاهنواز باقر
تا د محبت کږې وږې لارې خو ګرانې دي
اوښكې مې له سترګو نه هجرت کوي روانې دي
ستوري دي، وعدې او که صحنې ورباندې شمارمه ؟
ماته خپلې ګوتې د لاسونو اوس حيرانې دي
ته راته انکار…
ژوند/ علم ګل سحر
ژوند څومره تنګ دی
او وخت څومره لنډ دی
سړی د کومې خوا شي
نن مو په کلي کې دوه پیښې وشوې
هلته د کلي ادې کونډه مړه شوه
هلته حاجي صاب له مکې راستون شو
موږه حیران پاتې وو
چې اول…