Browsing Tag

نیک محمد نیکمل

قومیت او افغانیت؛ دوه نومونه، یو هویت

قومیت د انسان د پېژندنې یوه برخه ده، خو افغانیت زموږ د ګډ کور، ګډ تاریخ او ګډ برخلیک نوم دی. یو انسان کولی شي په خپل قوم، ټبر او سیمه ویاړ وکړي؛ خو دا ویاړ هغه وخت ارزښتمن دی چې د افغانستان له ګډ هویت او د نورو قومونو له درناوي سره یو ځای…

!د انسان ارزښت

انسان هغه وخت رښتیا لویېږي چې د خپل نوم، مال او مقام پر ځای د خپل اخلاق، پوهې او خدمت ارزښت لوړ کړي. ژوند یوازې د ځان لپاره د لارې جوړولو نوم نه دی؛ بلکې د نورو لپاره د لارې هوارولو هنر هم دی. هغه څوک چې د بل انسان لاس نیسي، د ناپوهۍ پر…

قام کله پر مخ تللی شي؟

قوم هغه وخت پر مخ ځي، چې د اختلافونو پر ځای د ګډو موخو لپاره سره راټول شي. یوازې د قوم په نوم ویاړ کول پرمختګ نه دی؛ پرمختګ هغه وخت راځي چې پوهه، یووالی، اخلاق، کار او متقابل درناوی د قوم د ژوند برخه وګرځي. که هر څوک یوازې د خپل شخصي ګټې…

!د آیتونو تر سیوري لاندې دیپلوماسي

د آیتونو تر سیوري لاندې دیپلوماسي….! د ایران د لارښود علي خامنه‌يي د جنازې مراسم یوازې د ماتم او دیني درناوي مراسم نه وو؛ بلکې د ایران لپاره د سیاسي پیغام رسونې یو مهم ډګر هم و. په دغو مراسمو کې د قرآن عظیم‌الشان د آیتونو تلاوت د…

!دوه مخی سیاست

دا انځور د نړۍ د سیاست پټه څېره ښيي؛ یو مخ یې د سولې، دوستۍ، بشري حقونو او مرستو خبرې کوي، خو بل مخ یې د جګړې، فشار، تحریم او خپلو ګټو لوبه پر مخ وړي. ځیني قدرتونه ډېری وخت د افغانستان د خیر او ثبات دعوه کوي، خو په عمل کې زموږ خاوره د خپلو…

د سردار عبدالولي خان یوه خوږه یادونه

د سردار عبدالولي خان یوه خوږه یادونه یوه ورځ سهار مهال زنګ راته راغی. ټیلیفون مې پورته کړ؛ په دروند او لږ رېږدېدلي غږ وپوښتل: «نیکمل یې؟» ما وویل: «هو.» ویې ویل: «سردار عبدالولي یم، له رومه. ما په خوښۍ ورته وویل: «ډېر خوښ شوم چې ستا غږ…

!یووالی؛ د هر ملت د بقا راز

هیڅ ملت یوازې د وسلو، شتمنۍ او یا پراخو طبیعي سرچینو په زور نه دی پاتې شوی؛ د ملتونو د بقا تر ټولو ستر راز یووالی، ګډ احساس او ګډ مسؤلیت دی. هر هغه قوم چې د اختلاف، تعصب او خپلمنځي شخړو ښکار شوی، د تاریخ په اوږدو کې یې ځواک کمزوری شوی او د…

د فکر په رنګ رنګینه نړۍ

د فکر په رنګ رنګینه نړۍ…! انسان نړۍ هغه ډول نه ویني چې نړۍ واقعاً ده، بلکې هغه ډول یې ویني چې د ده فکر، تجربه، روزنه او باورونه یې ورښيي. همدا لامل دی چې د یوې پېښې په اړه د خلکو نظرونه یو له بله توپیر لري. یو څوک په یوه کار کې فرصت ویني،…

!د وطن مینه او د تدفین حقیقت

رسول الله ﷺ فرمایلي دي: «أَسْرِعُوا بِالْجَنَازَةِ»؛ “جنازه ژر تدفین کړئ.” (بخاري او مسلم له پردیسۍ تر ابدي آرامه افغانان د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې ژوند کوي، کار کوي او خپلې کورنۍ پالې، خو کله چې د مرګ خبره راشي، ډېری کورنۍ هڅه کوي چې…

!د افغان کډوال ژوند

د افغان کډوال ژوند؛ …! له وطنه تر غربته، ستونزې، هیلې او راتلونکی کډوالي یوازې له یوه ځایه بل ځای ته تګ نه دی، بلکې د انسان د ژوند د یوې بشپړې نړۍ بدلېدل دي. کډوال هغه څوک دی چې د جګړو، ناامنۍ، اقتصادي ستونزو، سیاسي بدلونونو او یا هم د…