Browsing Tag

نظیفه دفتانی

سل کلن خوب

چوپتیا خوره وه، د مازديگر نرمه رڼا له کړکۍ څخه کوټې ته راننوتې وه، ورسره د هوا لږ ګرمه او نرمه څپه د زړو پردو له څنډو تېرېده، او زما نیکه لکه یو زوړ فکر د چوکۍ پر اوږده پشتۍ تکیه وهلې وه. ډنګر لاس يې د څنګ میز پر لور اوږد کړ، د شنه چاي وړه…

که د مرګ نیټه معلومه وای؟

مرګ د ژوند هغه پړاو دی چې ترې تېښته ناممکنه ده، او انسان باید دا ومني چې هرومرو به د مرګ خوند څکي. دا یو حتمي او ترسره کېدونکي حقیقت دی، یوه ورځ به راورسېږي، چې یو ساعت، یو شېبه او یوه ګړۍ به د انسان لپاره وروستۍ وي. کله نا کله خلک وایي…

نپوهیږم چې زه څوک یم!؟

آزاد شعر: نپوهیږم چې زه څوک یم؟! لکه غرونه ورو ورو پورته کېږم، لکه شګه په زوره شیندل کېږم، لکه لمر په پټه کې سوځېږم، لکه وریځه په مینځ کې پاشېږم، لکه ستوری په اسمان کې ځلېږم، لکه باران په ځمکه کې خټېږم، لکه ګل د پسرلي زه خلاصیږم،…

د کونړ سيند 

یو وخت مې فکر کاوه، د سیند خواته تګ یا که په لامبو وهلو کې ماهره ونه اوسې، سیند انسان په خپلو څپو کې را نغاړي او له ځان سره یې وړي. خو نه! سیند ته یوازې کتل هم کولی شي انسان غرق کړي، د فکرونو په ژور ټال کې، د څپو په خوږ آرکستر کې، او د…

کله چې پوخوالي ته ورسېږئ (نظیفه دفتاڼۍ)

کله چې د خپل عمر پوخوالي ته ورسېږئ، پوه به شئ چې په ژوند کې ډېر ځوابونه په سکوت کې نغښتي دي، نه په خبرې کولو کې. کله چې پوخ والی ترلاسه کړئ، په دې به وپوهېږئ چې هره لار ستاسو لپاره نه ده. ځینې لارې یوازې د تجربې لپاره دي، نه د رسیدو…

!کله چې اوسپنې واک واخلی

تصور وکړئ یوه ورځ هغه کسان او توکې واکمنان شي چې انسانانو جوړ کړي دي؛ هغه توکي چې د دوی په جوړولو یې پېړۍ پېړۍ زیار ویستلی و، ستړیا یې زغملي وله ترڅو له پرون څخه ډېر ورته کار وکړي، له پرون څخه غوره او لا پیاوړي شي. خو یوه ورځ به پر دې پوه…

احساس

له یوه کاڼه انسان سره کولای شئ لډو یا شطرنج وکړئ، او له هرې شيبې يې خوند واخلئ؛ له یوه ذهنې معلول سره کولای شئ له کوره بهر پلي تګ وکړئ، او د طبیعت له ښکلاوو څخه خوند واخلئ؛ له یوه ړوند انسان سره کولای شئ کښینئ، سندرې واورئ، او د تیرو…

خوشحالي په وړو شیبو کې پیدا کړه

شاید سبا ته ژوندی نه اوسو... نو همدا نن هغه څه وکړئ چې د زړه کې مو تل هیله لرله. هغه شیان چې د اخیستلو لیوالتیا مو لرله، خو د نورو د خبرو یا اندیښنو له امله مو ځان ترې محروم کړی، واخلئ. هغه جامې واغوندئ چې ستاسو زړه غواړي، نه هغه چې نور…

د انساني ارادې بریالیتوب

موږ له ډېر پخوا راهیسې لیواله شوؤ چې له تورتم او سمڅو څخه راووځو، او د تمدن او رڼا په لور مو بې پایه سفر روان کړ.ومو غوښتل چې له یخو او ډبرینو خونو ځانونه راوباسو. زړه مو وشو چې ځانونو ته رنګین او ښایسته جامې ورواغوندو، او خپل ژوند ته نوی…

له ما خو هماغه غوا هم بختوره ده

لنډه کیسه :- انجلۍ په منډه سره خونې ته ننوته، ټیکری یې له سره لوېدلی و او په اوږه یې پروت و. ساه یې بنده بنده کېده او په لوړ آواز یې وویل: "لالا د خدای روی ته وګوره، یو ډاکټر د ولسوالۍ له بازار راوغواړه، دې ښځې حال سم نه دی. ډېره وینه یې…