غزل
ستا د ښار کوڅو کې ګرځم
لکه لار کوڅو کې ګرځم
ټوله شپه لاروي شمېرم
تر سهار کوڅو کې ګرځم
خبر نه یمه څه غواړم ؟
ډک بازار کوڅو کې ګرځم
ګڼي خلک لېونی مې
یم هوښیار کوڅو کې ګرځم
لټوم ځواني لوټلې
په تلوار کوڅو کې ګرځم…
Recover your password.
A password will be e-mailed to you.