انتظار
انتظار
ورځ ګونګۍ ده
او شپه
هغه وزر پرانیستې مرغۍ ده
چې د شور او فریاد
فضا یې په سر اخیستې
تنهایي هغه رنگ الوتې پېغله ده
چې ځمکې ته په راتلو
پر زړه یې وېرې لاس ایښی دی
چوپتیا بیا هغه غریو دی
چې د مینې لاره کې له ځانه ورکه ده…