نسکوره کاسه
اوښکې د مور و پلار په سترگو کې ډنډ
د شریک ژوند ایښي نیالگي اوبوي
پېغله لورکۍ یې څنگ ښونځي کې د کور
د کتابونو پاڼې، پاڼې لوستې
زلمی بچی یې له پوهنتون فارغ و
د اُمیدونو غوټۍ گل غوړاوه
ناڅاپه تېزه سېلۍ والوتله
د انقلاب بله څپه راغلله…