سپتمبر یولسمه یا د تروریزم په ضد نړیوالې جګړې پایلې
سریزه:
د سپتمبر یولسمې نیټې په پېښه کې چې د امریکا اقتصادي او پوځي مرکزونه په نیویارک او واشنګتن کې وویشتل شول، هغه وخت ټوله نړۍ حیرانه کړله. پدغه ورځ، زه د امریکا واشنګتن دي سي سره نږدې، د ویرجینا ایالت د ارلنګټن په بالستان سیمه کې…