Browsing Tag

لنډۍ

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه-۳۱۱مه برخه

  پر زړه به غټه تیږه کېـږدم یا به ټق‌وچوي، یا به صبر شي میٔنه   زموږه خوب نه‌پوره کېـږي نو ارمانونه به مو څنگه پوره شینه   ملا تاویز دې کار ونه‌که په تاویزونو غاړه ډکه گرځوومه د لنډیو د دې برخې له‌پاره دا لاندې لنډۍ غوره شوې دي:…

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه-۳۱۰مه برخه

ته چېرته لرې مسافر یې زه که خندا کوم، د دار لایقه یمه   چا چې په خپله پر ځان کړي نه دې گېلي کړي، نه دې اوښکې تویوينه   په ژړا راغله، راته وې‌وې کمیس مې زوړ دی نور پرې نه کېـږي ډولونه   د دې برخې له‌پاره دا لنډۍ غوره شوې دي:  …

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه- ۳۰۹مه برخه

له ادم زادو به توبه کړم نور به لیوان په یارۍ نه نیسم مئینه یار چې په لرې وطن اوسي که زه خندا کووم، د دار لایقه یمه د جانان دې ظلم ته گوره چې چېرې گروپ وي، لگولی یې پرېـږدینه د لنډیو د دې برخې له‌پاره دا لنډۍ غوره شوې دي:   د…

د لنډیو اصلي منابع خلک دي- شپـږمه برخه

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه ۳۰۸مه برخه په يارانه منکره نه يم ملک د پښتو دی چا ته نه وايم حالونه په ټولنیزه میډیا کې نن (۲۹/۱۲/۲۰۲۴) د «ټپه» په نوم نوې فیسبوکپاڼه راترسترگو شوه، په دې فیسبوک‌پاڼه کې ډېرځلې نوې لنډۍ پورته کېږي، کله له…

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه /۳۰۶مه برخه

دومره مې بخت هم بېدار نه‌دی چې مې جاهل خلک ناڅاپه هوښیار شینه   که ملامت شوم، بیا مې مړ که که ملامته شوې پر مخ دې ښکلومه   نښې دې ډېرې راسره دي پر کومې نښې دې زۀ اوښکې توئې کړمه د لنډیو د دې برخې له‌پاره دا لاندې لنډۍ غوره شوې…

د لنډیو اصلي منابع خلک دي/ پنځمه برخه

د لنډیو اصلي منابع خلک دي پنځمه برخه لنډۍ، د ثبتولو ستونزه ۳۰۵مه برخه ځان به په تور ټیکري عادت کړم یـاري بـه پـرېـږدم تـا بـه مـړ حسـابـومــه   ما درته ویل چی جنگ ته مه ځه د جیب شیان دې رالېـږي، تا خښوینه   دیواله ټینگه…

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه/ ۳۰۴ مه‌برخه

اسمان ته تگ په عقل کېـږي موږه د عقل سره ډزې کړې دینه   کډه مې لرې ځای ته وړمه چې د نفرت اورونه مړه شول رابه شمه   په صداقت دې خاورې واوړه زړگې مې راوړه په یارۍ پښېمانه یمه   د لنډیو د دې برخې له‌پاره دا نوې لنډۍ برابرې شوې دي:  …

د لنډیو اصلي منابع خلک دي- څلورمه برخه

په سندرو کې د نویو لنډیو لټون لنډۍ، د ثبتولو ستونزه ۳۰۳ مه‌برخه لاس يې اتلس ځايه مات شه که څوک به گوتې د لالي پر وجود ږدينه   د ښار ياري له دوکو ډکه موږ کليوال خپلې وفا خوړلي يونه   هسې په ځان به لوبې وکړې زه یې د تره زوي ته وړه…

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه -۳۰۲مه‌برخه

ښېرا به ولې درته نه‌کړم له خدای راکړې خندا تا بې برخې کړمه   د معشوقو دغه دستور دی يو يې اشنا وي، لس په طمع گرځوينه   هسې به پاتې په‌کې راشې په دا سپـیره نصیب مې مه تړه شرطونه د لنډیو د دې برخې له‌پاره دا لاندې لنډۍ راټولې شوې دي:…

د لنډیو اصلي منابع خلک دي- دریمه برخه

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه ۳۰۱ لومړۍ برخه یوه بله پته چې زه ورنه نوې لنډۍ راخوندي کوم د  «مرغلرې دات اورگ» (Malghalarey.org) فیسبوکپاڼه ده. په دې پته کې ډېرځلې نوې لنډۍ پرلیکه کېـږي او داسې په مینې او زحمت سره کار پرې کوي چې د هرلوستونکي او…