له ادم زادو به توبه کړم
نور به لیوان په یارۍ نه نیسم مئینه
یار چې په لرې وطن اوسي
که زه خندا کووم، د دار لایقه یمه
د جانان دې ظلم ته گوره
چې چېرې گروپ وي، لگولی یې پرېـږدینه
د لنډیو د دې برخې لهپاره دا لنډۍ غوره شوې دي:
د مينې تول مو سره وکړ
زه يو مثـقال تر جانان زياته وختمه
له ادم زادو به توبه کړم
نور به لیوان په یارۍ نه نیسم مئینه
له ادم زادو به توبه کړم
نور به لیوان په یارۍ نه نیسم ما خورینه
په تور پېکي مې يار رنځور کړو
سبا خورې زلفې پرېـږدم، چې مړ ئي کړمه
ډېـرې زارۍ مې ورته وکړې
په زړه ظالم جانان یوه نه قبلوینه
که تری بېلېـږم، نو ورکېـږم
ژوند ته مې داسې څوک راغلي دي مئینه
یار چې په لرې وطن اوسي
که زه خندا کووم، د دار لایقه یمه
سلگۍ مې ډېـرې ورته وکړې
جانان مې سر له خاورو نه پورته کوینه
د جانان مخ رانه هېر نهشو
که ډېـر مې ولوستل د صبر کتابونه
زما چنار ـ چنار جانانه
تر کومې څانگې دې راتاو کړمه لاسونه
زما چې زړه له چا نه تور شي
بـیـا کـه قسم هـم راکـوي، نـه یـې مـنـمـه
گلاب چې مړاوی شي، رژیـږي
سترگې چې مړاوې شي، ملکونه ړنگوینه
دلتهکې هرڅه شته مورجانې
خو ستا دوعا ته په هرگام محتاجه یمه
ما ته له ډنډ نه خټه راوړئ
د اوسنۍ زمانې یار ترې جوړومه
دوکه دې وکړه، ځان دې خلاص کړ
زه دې د ژوند پر لار یوازې پرېښودمه
ښه ده چې تا لرمه خدایه
زړه ته نږدې خلکو یوازې پرېښودمه
زړگيه روغ مې پهکار نه ئي
يو ځل دې بيا کوم ستمگر ته ورکومه
وطنه خدای که به ته جوړ شې
پر تا میین هلکان بل وطن ته ځینه
د جانان دې ظلم ته گوره
چې چېرې گروپ وي، لگولی یې پرېـږدینه
ناز به دې وړم، ناز دې چليـږي
د زورورو اوبــه تــل پــه لــوړه ځـيـنـه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.