په کوزه کې سمندر/ اجمل ښکلی
لنډۍ ده، چې:
ستا د هوجرې درشل کږه شه
زما د زړه ستنې کږې درپسې دينه
درشل د وره اساس وي. که درشل ونړېږي، ور هم له ولاړېدا پرېوځي. هوجره د پښتنو د مېلمه پالنې نښه ده. ملتپال چې د (هوجرې) او د (جومات) د پيوستون خبره کوي؛ نو مطلب يې د پښتو او…