Browsing Tag

لطیف یاد

و لې افغانان هندي او پاکستاني روپیو ته کلداره وایي ؟

ګرانو دوستانو ته به پته وي چې دهندپه نیمې وچېindian subcontinent ( هندوستان اوپاکستان) باندې انګریزانو( پیرنګیانو) پوره یوه نیمې پیړۍ راج او حکومت وکړاود هند او پاکستان هیوادونه دانګریزي سامراج او کلونیالیزم دژغ نه په ۱۹۴۷ زیږدیز کال کې…

کوکا کولا

کوکا کولا چې ځینې خلک یې (کوک) بولي يو غیر الکولي نرم څښاک Soft drink دی چې د کوکا کولا شرکت له لورې توليد یږي اودنړۍ په ټولو هېوادونو کې پلورل کیږي. دکوکاکولا کمپنۍ فورمول د نولسمې پیړۍ په پای کې یعنې په ( ۱۸۸۶ ) زېږدیز کال کې د جان…

د ننګرهار یو ولسي هنرمند ارواښاد قدیم

د قدیم له نامه او د ده د سوز او ګدازه ډک غږ سره به ډیر پښتانه آشناوي . قدیم په ۱۳۱۶ لمریز کال کې د ننګرهار ولایت د خوږیاڼیو ولسوالۍ په ګندمک نومې سیمه کې دې نړۍ ته سترګې پرانستلې وې . د قدیم پلار دیني عالم و او ټوله کورنۍ یې…

پانیني څوک و؟

شنکر اچاریه پانیني دلرغونې ګندهارا یو ژبپوه او ګر امر لیکونکی او دويدي ژبې نامتو عالم او پوهاندو چې دعیسی مسیح علیه السلام دزېږيدو نه څلور پيړۍ وړاندې دګندهارا په پشکلاوتي يا دپښتونخوا د اوسنۍ چارسدې په سېمه کې دنندا دواکمنۍ پر مهال ژوند…

ډاکتر محب الله زغم

نن تاسوته یوداسې لېکوال درپیژنم چې ډیرناولونه ، لنډې کیسې او په طبی برخو کې یې کتابونه اومقالې ژباړلي دي او هم یې دطب په څانګه کې لوړې زده کړې کړي دي . دغه علمي او اکاډمیکه څېره ښاغلي ډاکټر محب الله زغم دی. ښاغلی ډاکټر محب الله زغم د۱۳۵۱…

دلرغوني هند منظومه ډرامه شکنتلا

دلرغوني هند منظومه ډرامه شکنتلا- Shakuntala شکنتلا دلرغوني هند یوه مشهوره منظومه لرغونې ډرامه ده چې په اصل کې په سنسکریت ژبې لېکلې شوې ده اوددغې ډرامې لېکوال د لرغوني هند مشهور شاعر او ډرامه لیکونکی (کالې داس) دی چې لویدیزوال یې دهندوستان…

تصوف، د کږلیچونو سفر او ملکزی

  تصوف یا صوفیزم د لوی خدای سره د انسان د مستقیم تړاو او د نړۍ د مادي خواهشاتو اوغوښتنو سره د پریکون وسیله ګڼله کیږي. تصوف داسې ډول رياضت دی چې د کشف او شهود له لارې، د الله تعالی د پېژندلو او د هغه ذات ته د رسېدلو او نږدې کېدلو لپاره تر…

د مهدویت یو پخوانی مدعي سید محمد جونپوري

د مهدویت یو پخوانی مدعي سید محمد جونپوري ۱۴۴۳ - ۱۵۰۵ زیږدیز/میلادي او د افغانستان په فراه کې د ده مزار ------------------------------------- دوه کلونه دمخه مې دافغانستان دمشهورلیکوال اوتاریخپوه کاندید اکا ډمیشین ښاغلی استادمحمد اعظم…

اد ارواښاد استاد پوهاند ډاکټر زیورالدین زیوردولسم تلین دی

نن دکابل او ننګرهار د پوهنتونونو دپخواني استاد ارواښاد استاد پوهاند ډاکټر زیورالدین زیوردولسم تلین دی -------------------------------------------------------------- دولس کاله وړاندې په همدې ننۍ ورځ د چنګاښ په ۲۱مه پښتو ژبې او ادب یو…

په پښتو ژبه کې ناول لیکنه کله پیل شوه

لکه چې تاسو آغلو او ښاغلو ته به معلومه وي چې دناول لیکلو اصلي ځای اروپا ( یورپ ) دی او وروسته چې کوم مشهور ناول لیکل شوی دی نو هغه د (ډان کی خوت) په نامه سره یادیږي چې د ډن کیشوت( DonQuixote ) په بڼه هم لیکل کیږي او لیکوال یې هسپانوي…