هېواد کې د ورښتونو له امله د مړه شوو کسانو شمېر ۴۲ ته ورسېد
کابل (پژواک، ۱۱ وری ۱۴۰۵): له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي اداره وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د ورښتونو له امله په رامنځته شوو پېښو کې ۱۴ کسان مړه او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.
دغه مرګژوبله د سېلابونو، غرښویېدو او تندر لوېدو له…