ژوند
ژوند دي له اوره په لمبه ویاړې
محفل ته خاندې پخپله ژاړې
شپه تر سهاره پر لمبو ګرځې
پتنګه وایه ته څشي غواړې
××××××
ژوندون که بد وي که ښه تیریږي
یوازي نوم دی چي پاته کیږي
اغزي که تخم د سروګلونو
چي دي کرلي درته رسیږي…
Recover your password.
A password will be e-mailed to you.