که یو انسان په لاسونو بد کارونه وکړي، له پښو سمه استفاده ونه کړي، په ژبې درواغ، غیبت، بد او رد ووایې، په غوږونو ګناهګارې خبرې واوري، په سترګو ګناهونه وکړي او فکر یې د کار نه وي «یعنې له بیروني او دروني انساني ښکلا وو» سمه استفاده ونه کړي، نو د ازادۍ مفهوم به څه وي؟
هو! ازادي د فکر په کار ده.که یو انسان بې فکره او ناپوهه وي، د دې ازادي دا معنا لري، لکه یوه پرنده چې د قفس له اسارته خلاص شي. یا یو زمری له قفسه خوشې شي او په ځنګل کې خپلو ظلمونو ته ادامه ورکړي، دواړو په خپل ذات کې ازادي تر لاسه کړه، خو د دوی ازادي د انساني له ازادیه توپیر لري.
له انسانه سربیره که حیوان وتړل شي، کوښښ کوي، چې ځان خلاص کړي، پرنده ګان په قفس کې د خلاصون لپاره شور ماشور جوړوي او د ازادۍ غوښتونکي وي، خو د انسان ازادي باید یوازې د خلاصون په معنا نه وي.
که ړوند ته سترګې واچول شي، ګوډ ته ساختګي پښې، په دواړو لاسونو معزور ته لاسونه وړکړل شي، خو دوی د خیر پر ځای پرې د شر کارونه وکړي نو د دوی د ښه کېدلو نه یې په خپل حال پاتې کېدل ښه دي. که د ازادۍ په مفهوم څوک نه پوهېږي په اسارت کې ژوند ورته بهتر دی.
د انسان لپاره د فکر ازادي مهمه ده، چې فکر ازاد شو، د بدن نور اعضاوې هم د ازادۍ په مفهوم پوهیږي او ټول بدن د ازادۍ په ګټه کارکوي.
د انسان فکر دی چې ازادي پېژني او نورو اعضاوو ته هم د سالمې ازادۍ د پيژندنې لارښونه کوي.
د فکر ازادي په پوهې ساتل کېږې، ځینو ملکونو چې ازادي واخیسته په ساتلو کې یې هم کامیاب وو، دوی پوهیدل چې ازادي په پوهې ساتل کېږي، خو ځینې ملکونو ازادي واخیسته، خو په ساتلو کې یې پاتې راغله او لوی دلیل یې ناپوهي او بې علمي ده.
ازادي په زور اخیستل کېږي او په فکر او پوهې ساتل کېږي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320