نوی ائتلاف که د چنګښو من / ډاکتر ګل مرجان منګل

0 746

د چنګښو څخه ځکه من نه شې جوړیدلی چې یوه تلې ته ورواچوې نو درۍ ترینه ټوپونه وهي، دا نوی ائتلاف چې وروسته د ډیره وخته يې خپل موجودیت اعلان کړ کټ مټ همدغه د چنګښو من دی، دا ځکه پدې نوی ائتلاف کې مختلف افراد او اشخاص سره راټول شوی دي چې غړی  يې مختلف کریکټرونه، مختلف خاصیتونه لري د هر یو تر شا  بیا د مختلفو هیوادونو لاسونه دي چې ګټې يې مختلفې دي ځکه خو ویلای شو چې د نوموړي ائتلاف دوام په هیڅ وجه دوامداره کیدلای نه شي او هیڅ نتجه به هم ورنه کړي.
لدې وراخوا  د نوموړی ائتلاف مشران بدون له دوستم څخه بل داسې کس نشته چې رښتیا د خپل قومونه ورپسې ولاړ وي او یا د په راتلونکی کې څوک ورباندې باور وکړی، ځکه هیڅوک رایې نه ورکوی، خو اوس دوستم هم په هغه موقف کې نه دی لکه وړاندې چې وو، ځکه یو نیم کال په ترکيې کې جلا وطنۍ له همدې وړاندې د ایشجې سره ظلم، تر هغې وړاندې د اکبر بای بې عزته کول په اوزبکو کې هم ډلې او ګروپونه وزیږول پدې خاطر دوستم هم په همدغه ائتلاف کې ځان مصؤن ویني.
په همدغه د چنګښو په تله کې بله ډله پښتانه دی،
د مثال په توګه د همدغه ائتلاف پښتانه غړي لکه انورالحق احدي، لالۍ حمیدزی، ظاهر قدیر، همایون همایون په خپلو سیمو کې دومره تجرید شوی دي چې په راتلونکی ټاکنو کې به یې نتجه موږ د سر په سترګو وګورو  چې صفر به وي،پدې شرط چې رایې په پیسو وانخلي.
په همدغه ائتلاف کې دوهم ماډل کسان  د شمال ټلوالې څخه دي لکه احمد ضیا مسود، د بلخ شړل شوی پخوانی والي عطا ممد نور، صلاح الدین رباني هغه کسان دي چې نور جمعیت ګوند ته د منلو وړ نه دي چې عمده ثبوت يې د جمعیت د ګوند د کانګرې نه دایرول دي، که همدا نن د جمعیت د ګوند کانګره دایره شي دوی به نه يوازې د جمعیت له مشرتابه څخه بلکی ډیر امکان لري چې د جمعیت له ګوند څخه يې هم وباسي او دا ټول هغه پخوانی جګړه ماران دي چې په کابل کې يې تر شپيتو زرو ډیر افغانان د کورنیو جګړو په وخت کې شهیدان کړی، شتمنۍ يې ورڅخه لوټ کړی او کورونه یې ورته وران کړی دي ځکه خو په ولس کې هم ځای نه دی ورپاتې، همدارنګه  په راتلونکي باور نه لری مجبور دی چې همدغه د چنګښو تلې ته ځانونه ورواچوي.

په نوموړی ائتلاف کې بل غړی پخوانی د وحدت د ګوند غړی محقق دی کوم چې  د کورنیو جګړو په وخت کې به یې د انسانانو په سرونو کې  میخونه ټکوهل،د ښځو څخه به یې سینې پریکولې.
د محقق اوس پدې سر خلاص شوی دی چې په راتلونکی ټاکنو کې هزاره وروڼه رایې نه ورکوی ځکه خو په همدغه د چنګښو په من یانې نوی ائنلاف کې خپل بقا ویني.
هغه څه چې دا غله یې سره په موقت ډول یو ځای کړی دی عبارت د له:
_ په ولس کې تجریدل.
_غله او غصب، چور او لوټ، همدارنګه د خپلې سرمایې کومه چې یې په نامشروع ډول پیدا کړی ده د هغې ساتل .
_د ملت غږ خپه کول.
_پردیو ته جاسوسی.
_په قدرت کې پاتې کیدل.
_ وغيره.
دغه افراد او اشخاص داسې څه مشترک نه لری چې د هیواد د ابادۍ او د ولس د سوکالۍ سبب شي، ځکه خو د دوی دوامداره په یو ځای پاتې کیدل امکان نه لري.

لکه وړاندې چې هم اشاره وشوه د نوموړی ائتلاف تر شا یو نه بلکی څو هیوادونه لکه ایران، ترکیه، روسیه او پاکستان  مستقیم لاسونه لری او ولاړ دي، همدغه هیوادونه  هر یو په افغانستان کې  ځانګړ موخې او ځانګړي پلانونه لری تر څو یې د همدغه خرڅ شویو او لاسپوڅو په مرسته تر لاسه کړی.
پدې خاطر چې د یادو شویو هیوادونو اهداف سره یو شان نه دی ځکه خو به د دوی ګټې په افغانستان کې سره ټکر کوی چې نتجه به يې په همدغه نوی ائتلاف کې ډیر ژر مخسوسه شي، چې به د پرديو هیوادونو ير ګټو په خپل منځ کې شخړې وي.
متل دی چې وایې《 د غلو ښه وروري وی خو په ویش یې سره هر وخت جګړه وي》
کله چې په نوموړي د چنګښو په من کې ټول  نا اهله، بیسواده، قاچاقبر، جګړه ماران، قاتیلین، د پردیو جاسوسان  او حرفوي غله سره راټول شوی دي، نو کله چې د ویش وخت راشی د دوی تر منځ به جګړی بدبینۍ او یو بل ته نه زغم وګوري، چې لومړئ مسله به د دوی تر منځ په مشرتوب باندې وي.

موږ له افغان ولس څخه په کلکه هیله کوو چې نور د دغه بې کفایته، نا اهله بیسواده، غاصیبینو، غلو تر شا ونه دریږی ځکه همدغه غله دي چې هیواد او ولس يې همدغه تر بد بدتر حالت ته راوستی دی دوی نه قوم پیژني، نه سمت پیژني،  نه ژبه پیژنی او نه دین او مذهب لری دا ټول د پردیو په لاس جوړ شوي لاسپوڅي دي چې تر نن پورې د بهرنيانو په چوپړ کې دی ځکه پدې کې د دوی شخصي ګټې خوندی دی نور يې نه خپل قوم او سمت ته کومه ګټه رسولی نه نورو قومونو او هیواد ته، ځکه خو ولس ته پکار ده چې نور د همدغه جاسوسانو تر شا ونه دریږي او په راتلونکی کې همد

غه یو ته هم رایې ورنه کړی.
که بیا هم کوم څوک پیدا کیږی د همدغه وحشیانو تر شا ودريږي تر هغه به نو ټیټ او پست افغانان نور نه وي.
مننه
ډاکتر ګل مرجان منګل
26/7/2018

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply