د زهیر زنداني ناکامه مینه/ واحد فقیری

0 2,137

زهیر احمد زنداني فقط ۱۷ کلن وو چي په دواړو سترګو ټپ ړوند سو. کله چي هغه د روغتون پر بستر پروت وو، هغه له خپل ډاکټره د هینداري غوښتنه وکړه. خو ډاکټر ورته وویل،«زویه! ته نور دا دنیا نه سي لیدلای، ته ړوند سوې.» زهیر احمد زنداني خپلي سترګي د سړک د غاړي د بم په یوې چادوني کي له لاسه ورکړې.

د زهیر احمد په ژوند کي دا حادثه پنځه کاله پخوا پېښه سوه. هغه وايي کله چي زه پوه سوم چي ړوند سوی یم، ما سخت وژړل، ځکه ما د یوې پیغلي سره مینه لرله، او اوس چي زه ړوند سوی وم، زما د مینې کیسه هم راسره ختمه سوې وه. زهیر احمد وايي،«که چیري ما خپلي سترګي بایللی وای، خو هغه راسره وای، زه به بیا هم خوشحاله وای. خو اوس نه زه سترګي لرم، او نه هم د هغې لاس راسره دئ.»

ښاغلی زنداني د سولي ولسي کاروان له موسیسنو څخه دئ. هغه ۴۰۰ میله پیاده له هلمنده تر کابل پوري مزل کړی دئ. هغه د یوه داسي جنګ پر ضد راپورته سوی دئ چي د هغه پلار، اکا، خور، او معشوقه ئې ترې اخیستي دي. ښاغلی زنداني اوس ۲۲ کلن دئ. هغه تل په یوه کونج کي ناست وي، او مدام په فکرونو کي ډوب وي. هغه په عادت تګ کوي، او کله نا کله ئې د خپل یوه ملګري پر اوږه باندي لاس ایښی وي. د هغه نژدې یار ښاغلي نعمت الله کتاب دئ. ښاغلي کتاب ځکه د کتاب تخلص غوره کړی دئ چي لیک او لوست نه سي کولای.

ښاغلی زنداني خپله هم بې سواده دئ. مګر یو خوږمن شاعر دئ. هغه خپل اشعار په ۵۰ صفحو کي راغونډ کړي دي، او کله چي شعر ویلو ذوق ورسي، نور ئې ورته لیکي. د ښاغلي زنداني یو شعر د خپل غمجن ژوند او ناکامي میني داستان داسي بیانوي.

 

حتی تر مرګ راوروسته، زما سترګي پټي نه سوې

ځکه ما دروازې ته کتل، او تا ته مي انتظار ایست.

 

کله چي ښاغلي زنداني د خپل ژوند او میني داستان بیانوي، هغه د دې لپاره ځیني داسي ښکلي تصویرونه تمثیلوي چي د انسان زړه کبابوي، او عالمونه ژړوي. کله چي زهیر زنداني ۷ کلن وو، هغه د خپلي کورنۍ سره په لښکرګاه کي ژوند کاوه. هغوی په خپله کرونده کي کوکنار او غنم کرل،‌ او د انګور باغ ئې لاره. یوه ورځ، د هغه پلار او اکا پخپله مځکه کي د پيازو په کرلو اخته ول چي امریکایانو بمبار کړل. زنداني وايي،«زما د پلار او اکا جسدونه بېخي ورک سوي ول، حتی پر مځکه باندي وینه هم نه لیدل کېده. هلته یوه لویه کنده جوړه سوې وه. بس خاوري او دوړي وې.»

د هغه پلار، غلام ولي، فقط ۲۹ کلن وو چي امریکایانو قتل کړ. هغه یو جګ ځوان وو، او یوه وړه ږېره ئې لرله. ښاغلي زنداني وايي،«د جنارې او فاتحې په جریان کي، خلګو به زما پر سر باندي لاس تېروی، او ما ته ئې پیسې راکولې. زه نه پوهېدم چي ولي خلګ ماته پیسې راکوي. زه بېرېدم چي هسي نه چي زما پلار راپورته سي، او پر ما باندي په قهر سي چي ولي مي پرته له اجازې څخه د هغه له ملګرو څخه پیسې قبولي کړي دي.» هغه وايي،«ما ودونه لیدلي ول،‌خو جنازې مي نه وې لیدلي.»

لدې غمجني پېښي راوروسته، د ښاغلي زنداني فامیل کندهار ته کډه وکړه. په کندهار کي د هغوی خپلوان ول، او هغوی یوه ۷ کلنه ماشومه لور لرله. ښاغلي زنداني به د نورو ماشومانو او له همدې ماشومي سره د پټېدنګ لوبه کوله. او ښاغلی زنداني به مدام د همدې ماشومی سره قصدا په یوه ځای کي پټ ناست وو.

هغه وایي،«زما د هغې خبري خوښېدلې. د هغې بوې مي خوښېدی. ما به تل د هغې سره یو ځای قدم واهه. زه به مدام لکه سیوری د هغې سره وم. موږ نه بېلېدونکي وو.»

پدې و خت کي، ښاغلی زنداني د یوه مستري سره شاګرد سو. خو هر کله چي به د زنداني مور د خپلو دوستانو کره تلله، زنداني به هم د خپلي معشوقې د لیدو لپاره ورسره مل وو. کله چي ښاغلی زنداني پدې پوه سو چي واقعا له هغې سره مینه لري، دوی دواړه ۱۲ کلن ول. هغه وايي،«یوه ورځ موږ دواړه د یوه دوکان پر لور روان وو. کله چي ما د هغې لاس ونیو. هغې راته وخندل،‌ او زما لاس ئې هم ونیو.»

ښاغلی زنداني وايي کله چي به د مستري په شاپ کي د کوم موټر تر بانټ لاندي وم، ما تل د هغې په باره کي فکر کاوه، او له ځانه سره به مي هغه خبري تکرارولي چي باید هغې ته ئې ووايم. هر وخت چي به کوم فرصت برابر سو، ښاغلي زنداني به د هغې لیدو ته ورتی. عموما به ئې سوغاتونه هم له ځان سره ور وړل.

د هغې مور د ښاغلي زنداني او خپلي لور په مینه پوهېدله، او مدام به ئې په مسکا ویله،«څه چي په قسمت کي لیکل سوي وي، هغه کېږي.» مګر د هغې پلار،‌چي شتمن سړی وو، ګومان ئې کاوه چي زنداني مناسب هلک نه دئ. ځکه زنداني د بل قوم هلک وو، او د مستري یو خوار شاګرد وو.

مګر زنداني په زړه کي پوهېدی چي لاس ئې بر دئ، ځکه د هغې زړه ئې ګټلی وو. هغې مینه ورسره لرله. هغه پوهېدی چي هر څونه چي د هغوی مینه غښتلې کېږي،‌ په هغه اندازه به ئې د پلار مخالفت کمزوری کېږي.

خو دا ټول امیدونه او خیالونه هله تباه سول چي زنداني ړوند سو.

یوه ورځ ښاغلی زنداني او ۱۵ کلنه خور ئې د خپلو دوستانو د لیدو لپاره د هرات په لور روان سول. پر زنداني باندي خپله خور نهایت ګرانه وه، ځکه هغه د زنداني په عشق خبره وه، او کله نا کله به ئې د رویبار نقش لوباوه. هغوی پر لاري روان ول چي د سړک د غاړي بم باندي پټاو سو.

هغه وايي،«کله چي زه ئې روغتون ته ورسولم، ما خپلي خور ته نارې وهلې، خو هغه نوره زموږ سره نه وه.»

لدې پېښي راوروسته، ښاغلي زنداني لا هم د خپلي میني هیله په زړه کي لرله، خو د هغې کورنۍ څرګند مخالفت وکړ. هغوی ورته وویل چي یو خو ته د بل قوم سړی ئې،‌ او بل ړوند ئې. هغوی خپله لور یو بل چا ته ورکړه، او اوس هغه د یوه ماشوم مور ده.

ښاغلی زنداني د هغې نوم نه یادوي. خو د هغه دوستان او ملګري د ښاغلي زنداني د میني کیسه تاییدوي. هغه وايي چي اوس هم کله نا کله په پټه د هغې سره په ټیلفون کي خبري کوي، خو کوښښ کوي چي څوک خبر نه سي. مګر هغه تل غواړي چي د خپلي معشوقې له انرژي ډګ اواز واوري. تیر ورک یادونه راتازه کړي، او څه ور سره وخاندي.

آخر ځل چي ښاغلي زنداني د خپلي معشوقې سره ملاقات لاره، هغه وخت وو چي هغه ودېدله. دوی په برنډه کي دوه په دوه ناست ول. هغې د انارو جوس ورته راول. ښاغلي زنداني خپل یو شعر ورته ووایه:

 

زه حتی د اوبو له څښولو څخه بېره لرم

ځکه ښايي زما په زړه کي زما د معشوقې نوم راپیکه کړي.

 

یو کرت هغې د ښاغلي زنداني د شعرونو کتابچه ترې واخیسته. کله چي ئې کتابچه بېرته ورکړه، هغې ورته وویل چي څو ښه شعرونه ئې تر کاپي کړي دي.

د ناکامي میني همدا تصویرونه د ښاغلي زنداني په زړه کي نقش سوي دي،‌ او همدا دردناکه تصویرونه شپه او ورځ هغه په چورتونو کي ډوب ساتي.

هغه وايي،«وخت نا وخت زه یو ځای یوازي چیري ولاړ سم. په تیارو کي قدم وهم. کله یو شعر پای ته ورسوم،‌ او بل راشروع کړم. کله نا کله زه په فکرونو کي ډوب سم. کله زه په خپلو خیالونو کي هغه د خپل ځان ګڼم، مګر داسي ښکاري چي زمانې او حالاتو موږ ډیر سره لیري کړي یو.»

هغه یو لنډ مکث کوي او وايي،«مګر کله چي له خپلو خیالونو او خوبونو څخه راویښ سم، او کله چي خپل سر را اوچت کړم، زه هیڅ هم نه یم.»

کله چی د زنداني خیالونه او سوچونه پر هغه باندي غلبه وکړي،‌ او هغه رامحاصره کړي، هغه مدام دا سوال له ځان سره کوي چي ایا په عشق کي ناکامي ښه ده،‌او که اصلا مینه ښه نه ده.

هغه وايي،«ما تر اوسه پوري د دې پوښتني جواب نه دي پیدا کړی.»

نوټ: دا رپوټ د جون پر ۳۰ مه په نیویارک ټایمز کي خپور سوی وو.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply